د سمنګان په حضرت سلطان ولسوالي کې یو شمېر هغه کورنۍ چې د روان کال د لړم د ۱۲مې زلزلې له امله یې کورونه ویجاړ شوي، د حکومت او مرستندویه بنسټونو لهخوا د دایمي سرپناه د جوړولو په تمه دي.
د حضرت سلطان ولسوالي د «کوکجر» او «کابليها پایین» کلیو زلزلهځپلي وايي، د کورونو او سرپناه نهشتون یې له مهمو ننګونو دي او د جوړولو وس یې نهلري.
د سمنګان د حضرتسلطان ولسوالي دوه اوسېدونکي سراجالدین او امانالله وايي:
«موږ وس نهلرو، زه خپله کارگر یم. که وس مو درلوده څه به مو کول؟ همدغه کور مو په خپلو لاسونو جوړ کړ. په ډېر زحمت سره مو دغه کور جوړ کړ؛ خو زلزلې له موږ واخیست. دوه کاله مو استاد سره یو ځای کار کړی وو، ترڅو دا کور جوړ شي. اوس وس نهلرو، له کومه یې جوړ کړو؟ ژمی راغلی، کار او پیسې نشته. هېڅ هم نه لرو.»
«موږ سره ۱۰ نیم زره افغانۍ مرسته وشوه، خو له دې پیسو سره ان یوه خونه هم نه شي جوړېدای. زما غوښتنه داده چې هر څوک چې وس لري، زموږ لپاره دوه دوه خونې جوړې کړي، ځکه زموږ د کور حالت خراب دی. له دولت او خلکو همدا غوښتنه لرو.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په همدې حال کې، د سمنګان ځايي مسولان د هغو کورنیو د سرپناه ستونزو د حل لپاره د هڅو یادونه کوي چې د زلزلې له امله زیانمن شوي.
د سمنګان د والي ویاند فضلالرحمان عثماني وايي، ځايي چارواکي د نورو مرستندویه ادارو په همغږۍ هڅه کوي چې زلزلهځپلو ته د کورونو جوړولو زمینه برابره کړي.
نوموړی زیاتوي:«موږ له مرکزي حکومت، مؤسسو او بهرنیو هېوادونو سره د خلکو د اړتیاوو په اړه خبرې کړي، څو په ژمي کې ورته رسېدنه وشي. مونږ د خلکو کورونو د بیا جوړولو په برخه کې زیاتې هڅې کوو، څو د خلکو اړتیاوې پوره او هغوی بیرته خپل عادي ژوند ته راستانه شي. دا هغه ستونزې دي چې تراوسه ورته رسېدنه نهده شوې. موږ ستاسو د رسنیو له لارې غوښتنه کوو چې د خلکو دې غوښتنو ته رسېدنه وشي.»
د ځايي مسوولانو د رسمي شمېرو لهمخې، د روان کال د لړم میاشتې د ۱۲مې زلزلې له امله یوازې د سمنګان په حضرتسلطان ولسوالي کې لږ تر لږه ۱۸۰۰ استوګنیز کورونه په بشپړ یا جزيي ډول ویجاړ شوي دي.


