Asset 1SWN

حقاني: ا.ا له نشه‌يي توکو سره د مبارزې لپاره د امکاناتو له کمښت سره مخ دی

Sirajuddin-Haqqani-12-qtsjcns901ujdy0850f7o9zmco6c4ul7de5nid918o (1)

د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج‌الدین حقاني وايي، ا.ا له نشه‌يي توکو سره د مبارزې لپاره د امکاناتو او تجهیزاتو له کمښت سره مخامخ دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ارګ پرون «د وږي په ۱۷مه، شنبه) پر خپل اېکس یوه خبرپاڼه خپره کړې چې په‌کې لیکلي، حقاني دا خبرې «له نشه‌يي توکو او مسکراتو سره د مبارزې عالي کمېسیون» په لومړنۍ غونډه کې کړي او زیاته کړې یې ده چې نړیواله ټولنه باید له نشه‌يي توکو سره د مبارزې برخه کې همکاري وکړي او کروندګرو ته دې هم بدیل کښت برابر کړي.

په همدې حال کې د عامې روغتیا وزارت سرپرست نورجلال جلالي په دې غونډه کې ویلي چې په تېرو درېوو کلونو کې یې د ۱۴۰۰۰ کسانو چې پر نشه‌يي توکو اخته وو، درملنه کړې ده.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست زیاته کړې چې د بودیجې، بسترونو، ډاکټرانو او په زونونو کې د سترو روغتیايي مرکزونو نه موجودیت پر نشه‌يي توکو د اخته کسانو درملنه ستونزمنه کړې ده.

د رییس‌الوزرا سیاسي مرستیال محمد عبدالکبیر هم له نړېوالې ټولنې غوښتي چې له نشه‌يي توکو سره د مبارزې او کروندګرو ته د بدیل کښت برابرولو برخه کې خپل مسوولیت ادا کړي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

ا.ا پرون اعلان وکړ چې له نشه‌يي توکو سره د مبارزې برخه کې د ښې همغږۍ او پر وړاندې یې د اغېزناکو ګامونو اوچتولو په موخه «له نشه‌يي توکو او مسکراتو سره د مبارزې عالي کمېسیون» جوړ او فعالیت یې پیل کړی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام