د غور د مرغاب او چهارسدې ولسوالیو یوشمېر اوسېدونکي وايي، په دغه ولایت کې ویجاړوونکو سېلابونو د څښاک اوبو زېرمې ککړې کړي او د نسناستې په ګډون، د ځینو ناروغیو لامل شوي دي.
د مرغاب ولسوالي اوسېدونکی رحیمالله هدفمند وايي، د چینو، څاهګانو او مرغاب سیند د اوبو ککړوالی د نسناستې ناروغي زیاتېدو لامل شوی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه زیاتوي: «دا اوبه د ماشومانو د نسناستې او بالاخره د بډوډو ناروغۍ لامل کېږي؛ سختې ناروغۍ یې پیدا کړي؛ داسې کسان شته چې پر سختې ناروغي اخته دي او لېږدولو ته اړتیا لري.»
د مرغاب ولسوالي مرستیال میراغا مصلح هم وايي چې سېلابونو د مرغاب سیند کې د سېلابونو راتلل د نسناستې ناروغي زیاته کړې ده.
نوموړی زیاتوي: «د مرغاب سیند اوبه ککړې دي؛ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نشته؛ یوشمېر ماشومان چې پر نسناستې ناروغي اخته دي، زیات شوي؛ هیلهمند یوو چې دې برخې ته پام وشي، څو د یوه ناورین مخه ونیول شي.»
په همدې حال کې د مرغاب او چهارسدې ولسوالیو د روغتیايي مرکزونو ډاکټران وايي، هره ورځ پر نسناستې ناروغي اخته لس کسان چې ډېری یې ماشومان دي، دغو مرکزونو ته ورځي.
د مرغاب د جنداک روغتیايي مرکز مسوول ګلاحمد وايي: «له سېلاب مخکې او وروسته یې له ۵۰ تر ۸۰ سلنې توپیر کړی؛ که مخکې به پنځه کسان پر نسناستې اخته کسان راتلل او کانګې به یې کولې، اوس دا شمېر لسو ته رسېدلی. په دې ډله کې زاړه کسان هم شامل دي؛ زموږ د ځینو ناروغان روغتیايي وضعیت نازک دی.»
د غور د عامې روغتیا رییس عبدالستار موفق وايي، د دغه ولایت لرې پرتو سیمو ته د روغتیايي خدمتونو رسولو لپاره یې هڅې روانې دي.
هغه زیاتوي: «لومړنۍ ډلې چې ولېږل شوې، د عامې روغتیا ډلې وې چې دواړو ولسوالیو ته مو ولېږلې. یوازې د نسناستې ناروغي په دې ورځو کې د اوبو ککړوالي له کبله زیاته شوې؛ له نېکه مرغه په سیمه کې زموږ د همکارانو په ښه مدیریت سره پېښې کمې شوې دي.»
په یوشمېر ولایتونو کې وروستیو سېلابونو د اوبو چینې، څاهګانې او نورې سرچینې ککړې کړي او د دغو اوبو څښل کولای شي خلک پر بېلابېلو ناروغیو اخته کړي.