په غور کې محلي سرچینې وايي، په دغه ولایت کې راغلو سېلابونو خلکو ته د ځاني او مالي زیانونو اړولو تر څنګ، د «جام» تاریخي څلی هم له خطر سره مخامخ کړی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د سرچینو په وینا، سېلابونو د هریرود سیند ډک کړی او د جام خوړ کې راغلې اوبه هم له دغه څلي څخه چاپېره شوې دي.
سرچینې زیاتوي، که سېلابونه کم نهشي، د جام څلی به ونړوي.
د غور محلي مسوولانو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.



