ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونیسف یوه تازه راپور کې ویلي چې غزه کې زرګونه ماشومان شدیدې خوارځواکۍ څخه اغېزمن شوي.
راپور کې ویل شوي چې غزه کې ماشومان د قحطۍ له خطر سره مخ دي، ځکه چې جګړه یو ځل بیا پراخه شوې او پولې لا هم د مرستو رسولو پرمخ تړلې دي.
یونیسف ویلي چې غزه کې د خوړو کمښت کچه خورا لوړه ده او اړتیا ده چې هرڅه ژر بشردوستانه مرستې ورسول شي.
راپور کې همدارنګه راغلي چې د مارچ دویمې نېټې راهیسې غزې ته د مرستو رسولو لړۍ بندېدو راهیسې، هلته لوږه او خوارځواکۍ په چټکۍ سره شدت موندلی دی.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
یونیسف غزه کې د اوربند پر بیا ټینګښت، د بندیانو پر خوشې کولو او په سمدستي توګه د مرستو په رسولو ټینګار کړی دی.
ورته وخت کې د خوړو د خوندیتوب نړیوالو کارپوهانو هم خبرداری ورکړی چې که اسراییل خپله کلابندي ختمه نهکړي او پوځي عملیات ونه دروي، غزه به له قحطۍ سره مخ شي.
اسوشیټېډ پرېس اژانس د دغو کارپوهانو په خبره راپور ورکړی چې نږدې نیم میلیون فلسطینیان د سختې لوږې له خطر سره مخ دي او یو میلیون نور کافي خوړو ته لاسرسی نهلري.
د راپور پر بنسټ، د غزې شاوخوا ۲.۳ میلیونه نفوس اوس په بشپړه توګه د بهرنۍ مرستې پورې تړلی دی.



