افغانستان کې د «ښځو د پېرلو توان» د سروې بشپړ راپور
د ښځو د پېرلو پر توان د وزګارتیا اغېزې

د خپرېدو نېټه: زمری ۱۴۰۳

د سروې موده: مارچ-اګسټ ۲۰۲۵

بنسټ: د سلام افغانستان رسنیزه موسسه «سلام‌وطندار»

  1. لنډیز

په دې سروې کې له ټول افغانستان ۱۰۴۵ ښځو ګډون کړی چې د مېرمنو ترمنځ د پېرلو توان، د سپما، د عواید سرچینو او اقتصادي محدودیتونور کره او هر اړخیز تصویر وړاندې کوي. موندنې ښيي چې د وروستیو درېوو کلونو پرمهال د مېرمنو د پېرلو توان کم شوی او اقتصادي ناورین پر کورنیو ناوړه اغېزې کړې دي.

مهمې موندنې:

  • نږدې ۲۶.۵٪ ځواب‌ویونکي د پېرلو هېڅ توان نه‌لري او ۶۵.۱٪ یوازې ځینې اړتیاوې پوره کوي؛ یوازې ۸.۴٪ کولی شي ټولې اړتیاوې پوره کړي.
  • د بیکارانو په ډلې کې ۳۲.۸٪ د پېرلو هېڅ توان نه‌لري، په داسې حال کې چې د کارکوونکو په ډلې کې دا کچه ۱۴.۸٪ ده.
  • له ۷۲٪ زیات بیکاران او ۶۱٪ کارکوونکي پس‌انداز نه‌شي کولای.
  • د پېرلو د ناتوانۍ مهم لاملونه عبارت دي له: د ځان بیکاري (نږدې ۴۱٪ بیکارانو لپاره) او په ځانګړي ډول د عاید کمښت او د بیو لوړوالی د کارکوونکو لپاره (شاوخوا ۳۳٪ او ۲۴٪).
  • د ځواب‌ویونکو له ۵۵٪ زیاتو لپاره اقتصادي محدودیتونه له څه باندې درېوو کلونو راپدېخوا دوام لري یا تل محدودیتونه موجود وو.
  1. د سروې اهداف

عمومي هدف: مېرمنو کې د پېرلو توان هر اړخیزه ارزونه

ځانګړي اهداف:

۱.  افغانستان کې د ښځو د پېرلو توان ارزونه
۲. د کورنیو د اساسي لګښتونو د پوره کولو کچې څېړنه
۳. د کارکوونکو او بیکارو ښځو اقتصادي وضعیت پرتله کول
۴. د عاید سرچینې او د هغو د استفادې څرنګوالي پېژندنه
۵. د مالي او پېرلو د ناتوانۍ اصلي لاملونو پېژندنه
۶. د پرېکړه کوونکو او ملاتړکوونکو بنسټونو لپاره د معلوماتو پربنسټ سپارښتنې وړاندې کول

۳. د څېړنې میتودولوژي

  • احصایوي ټولنه: ښځې په دوو ګروپونو کې؛ دنده‌لرونکې (۳۶۴ کسان) او بیکارې (۶۸۱ کسان)، ټولټال ۱۰۴۵ ګډونوال.
  • د نمونې اخیستنې طریقه: څو پړاوي خوشه‌ای-طبقه‌ای نمونه اخیستل.
  • د معلوماتو راټولولو وسیله: جوړښتي پوښتنلیک چې پکې د ډیموګرافیک مشخصات، دندې وضعیت، عاید، د لګښتونو بسیاوالی، پس‌انداز، او د پېرلو توان، شامل دی.
  • د خطا حاشیه: شاوخوا ±۳.۱٪ د ۹۵٪ د باور کچې سره.

د نمونې اندازه:

د څېړنې نمونه ۱۰۴۵ ښځې دي چې په‌کې دنده‌لرونکې او بیکارې دواړه شاملې دي.

د معلوماتو راټولولو وسیله:

په دې سروې کې د معلوماتو د راټولولو وسیله یو جوړښتي پوښتنلیک و چې د ښځو د پېرلو د توان د کره وضعیت د معلومولو لپاره ډیزاین او ترتیب شوی و. پوښتنلیک لاندې برخې لري:

  • د ډیموګرافیک مشخصات (۶ پوښتنې)
  • د عاید سرچینې او د کورنیو لګښتونه (۵ پوښتنې)
  • د عاید کچه او بسیاوالی (۱ پوښتنه)
  • د مصرف نمونې او اساسي لګښتونه (۲ پوښتنې)
  • د پېرلو توان او د محدودیتونو لاملونه (۲ پوښتنې)

۱.۴ د سروې موده

دا سروې د پنځو میاشتو په اوږدو کې، د مارچ څخه تر اګست ۲۰۲۵ پورې، په څېړل شویو ولایتونو کې شوې ده.

د پېرلو توان تعریف

په دې سروې کې د پېرلو ناتواني هغه وضعیت ته اشاره کوي چې په کورنیو کې د وزګارتیا، د عایدکمېدو یا د بیو د لوړوالي له امله لومړنۍ اړتیاوې لکه خواړه، کالي، روغتیا او د کور وسایل په بشپړ ډول نه‌شي پوره کولی.

د څېړنې محدودیتونه

  • د وخت محدودیت او پېچلو جغرافیایي شرایطو له امله ځینو لرې‌پرتو سیمو ته محدود لاسرسی.
  • د ښځو د پېرلو د توان په اړه د کره او مستندو تاریخي معلوماتو نشتوالی.
  • د مالي او بشري منابعو محدودیت چې د ټولو ولسوالیو بشپړ پوښښ ته یې اجازه نه ده ورکړې.
  • د ټولو څېړل شویو سیمو لپاره د اقتصادي او بیه‌محور دقیق او منظم معلوماتو نشتوالی.

د ښځو د پېرلو توان د سروې لنډیز

دغه څېړنه د ۲۰۲۵کال له مارچ څخه تر اګست پورې د بېلابېلو سیمو د ښځو د پېرلو توان د ارزونې لپاره ترسره شوې ده. معلومات د جوړښتي پوښتنلیک له لارې راټول شوي چې پکې د ډیموګرافیک مشخصات، اقتصادي اغېزې او د ښځو د پېرلو توان باندې د اغېزلرونکو عواملو په اړه پوښتنې شاملې وې. څېړنه ښيي چې ګڼ‌شمېر عوامل، لکه د کورنۍ عاید او مالي او ټولنیزو ملاتړونو ته لاسرسی، د ښځو د پېرلو په توان کې مهم رول لري. د دې سروې د موندنو پر بنسټ، د ښځو د پېرلو توان په څو وروستیو کلونو کې په جدي توګه کم شوی دی.

مهمې موندنې:

یوازې ۸.۴٪ ښځو ویلي چې د خپلو ټولو اساسي اړتیاوو د پوره کولو توان لري، په داسې حال کې چې ۹۱٪ نورې نه‌شي کولای ټولې اړتیاوې پوره کړي. له دې ډلې ۶۵.۱٪ یوازې د ځینو اړتیاوو پوره کولو توان لري او ۲۶.۵٪ بیا هېڅ ډول توان نه‌لري چې اساسي اړتیاوې پوره کړي. دا شمېرې د ډېرو کورنیو د مالي محدودیتونو څرګندونه کوي.

د څېړنې پایلې ښيي چې له درېیمې برخې څخه ډېرو ښځو ویلي چې په تېرو کلونو کې یې د پېرلو توان کم شوی دی. د پېرلو توان تر ټولو مهم اغېزمن فکتور د کورنۍ عاید دی چې د دې څېړنې موندنې ښيي، ښځې د بېلابېلو اقتصادي او ټولنیزو عواملو تر اغېز لاندې دي.

نږدې ۷۲٪ ښځو ویلي چې په وروستیو میاشتو کې یې د پېرلو توان کم شوی چې اصلي لامل یې د کورنۍ عاید کموالی دی. همدارنګه د ښځو کار کول هم پر دې توان مثبت اغېز لري.

د وزګاره ښځو په منځ کې ۷۱.۳۷٪ ویلي چې د کورنۍ د عاید اصلي سرچینه یې، نارینه دي او یوازې ۱۰.۷۲٪ بیا خپله د عاید مسوولیت لري. خو  دنده‌لرونکو ښځو ۳۸.۱۹٪ ېې، د عاید اصلي سرچینه په خپله دي او ۲۴.۱۸٪ یې په ګډه له سړیو سره دغه رول لري.

د دواړو ډلو ډېری کورنۍ لږترلږه له ۱۰زره افغانیو کم عاید لري (بیکارې: ۷۵.۹۱٪، دنده‌لرونکې: ۶۳.۷۳٪). یوازې ۵.۴۳٪ بیکارې او ۱۳.۴۶٪ دنده‌لرونکې ښځې له ۲۰زره افغانیو پورته عاید لري.

د سپما توان نشتوالی یو له لویو ننګونو څخه دی؛ ۷۸.۵۶٪ بیکارو او ۶۲.۷۱٪ دنده‌لرونکو مېرمنو ویلي چې هېڅ سمپا نه‌لري.

خوراک، کالي، روغتیا او د درملنې لګښتونه د کورنۍ د عاید لویه برخه نیسي. په دواړو ډلو کې له نیمايي ډېرو ښځو ویلي چې خوراک تر ټولو لګښت لرونکې اړتیا ده، په ځانګړې توګه کله چې نور لګښتونه لکه روغتیا، زده‌کړې او د کور وسایل ورسره یوځای شي.

دغه سروې د ښځو د ژوند د ښه‌والي لپاره سمدستي اقداماتو ته اړتیا په ګوته کوي، په ځانګړي ډول د اقتصادي توانمندسازي پروګرامونه، هدفمندې مرستې، دایمي کاري فرصتونه او د ملاتړو شبکې پراختیا؛ پرته له اغېزمنې مداخلې، اقتصادي تشه او د ښځو مالي تړاو به په ټولنه کې ژور شي او پراخ ټولنیز او اقتصادي اغېزې به ولري. 

د افغانستان د ښځو د پېرلو توان عمومي انځور

د راپور لنډیز

دا سروې چې د هېواد په ۲۹ ولایتونو کې د ۱۰۴۵ مېرمنو په ګډون شوې، په اوسنیو اقتصادي شرایطو کې د دوی د پېرلو توان اندېښمنونکی وضعیت وړاندې کوي.

له ۶۶سلنې زیاتې افغان مېرمنې بې‌کارې دي او یوازې یو پر درېیمه برخه یې فعالیت کوي. په ښځو کې د دندې تشه د هغوی د پېرلو ځواک کم کړی او مالي تړاو یې زیات کړی دی. د بیکارو ښځو له ډلې څخه، له ۷۱سلنې د ډېرو کورنۍ عاید د سړو له لوري برابرېږي، په داسې حال کې چې د دنده‌لرونکو ښځو شاوخوا ۳۸سلنه په یوازې ځان د کورنۍ د عاید اصلي سرچینه ديه

د کورنیو د عاید کمښت هم یوه پراخه ستونزه ده. ښځو په دې سروې کې ویلي چې میاشتنی عاید یې له ۱۰,۰۰۰ افغانیو څخه کم دی. دغه کم عاید په سختۍ سره د لومړنیو اړتیاوو پوره‌کولو توان لري او له همدې امله له ۶۸سلنې زیات بیکارې او ۶۰ سلنه دنده‌لرونکو ښځو ویلي چې هېڅ سپما نه‌لري.

د خوراکي موادو، کالیو، روغتیايي خدمتونو او د کور اړتیاوو د پېرلو توان ډېر محدود دی. د بیکارو ښځو له ډلې څخه، له ۳۲٪ زیاتو مېرمنو ویلي چې د پېرلو هېڅ توان نه‌لري او یوازې ۵.۷٪ یې د ځینو اړتیاوو د پوره کولو وړتیا لري. د دنده‌لرونکو ښځو په منځ کې هم له ۷۰٪ زیاتو ویلي چې یوازې د خپلو اړتیاوو یوه برخه پوره کولای شي.

د هغو توکو له مخې چې ښځې یې نه‌شي اخیستلی، په دنده‌لرونکو ښځو کې ۲۱.۳٪ د کور وسایل نه‌شي اخیستلی او له ۹٪ څخه زیات د درملنې لګښتونه نه‌شي پوره کولی. په بیکارو ښځو کې تر ټولو زیات ناتواني د خوراکي موادو، کالیو او روغتیايي خدمتونو د پېرلو په برخه کې ده چې په ټولیزه توګه له ۴۵٪ زیات دي.

د پېرلو د توان د کمښت عمده لاملونه د ځان بیکاري، د کورنۍ د غړو بیکاري، او د عاید کمېدل دي.

بشپړ راپور:

په دې سروې کې د افغانستان له ۲۹ ولایتونو څخه ۱۰۴۵ ښځو ګډون کړی چې کابل  ۱۲.۱٪ (۱۲۶کسان) شمیر سره تر ټولو ډېره برخه ګډونوال لري. وروسته هرات د ۱۰.۹٪ (۱۱۴ کسانو) او بلخ د ۸.۷٪ (۹۱ کسانو) سره دویم او درېیم ځای لري. فراه او نیمروز د ولایتونو د ګډونوالو کمه برخه لري چې له ۳٪ څخه لږ دي.

په دې نظرپوښتنه کې تر ټولو ډېرې ښځې د ۲۰ څخه تر ۲۵ کلونو په عمر کې ديچې شمېر یې ۵۴۰ کسان (۵۱.۷٪) کېږي. ورپسې د ۲۵ څخه تر ۳۵ کلونو ډلې کې ۲۶۸  کسان (۲۵.۶٪) سلنه کېږي او د ۱۵ څخه تر ۲۰ کلونو ډلې کې ۱۷۹ کسان (۱۷.۱٪)سلنه کېږي، شامل دي. یوازې ۵.۶٪ (۵۸ کسان) ګډونوالو عمر له ۳۵ کلونو پورته دی. دغه معلومات ښيي چې په دې ټولنه کې ځوانې ښځې ډېرې دي.

په دې سروې کې د ګډونوالو د زده‌کړو کچه هم په پام کې نیول شوې چې د منځني او لوړو زده‌کړو لرونکې ښځې د پام وړ دي. ۴۵۴ کسان چې (۴۳.۴٪) کېږي، د لیسانس سند لري، ۳۰۶ کسان (۲۹.۳٪)، د دولسم ټولګي فارغې دي او ۱۴۱ کسان (۱۳.۵٪)، د څوارلسم ټولګي سند لري. له بل‌خوا، ۹۹ کسان (۹.۵٪) یوازې لومړنۍ زده‌کړې لري، ۲۶ کسان بې‌سوادې دي او ۱۹ کسان د ماسترۍ سند لرونکي دي.

په دې سروې کې ډېری ګډونوالې ښځې چې ۶۲.۶٪ جوړوي، مجردې دي، په داسې حال کې چې ۳۴.۸٪ واده شوي، یوازې ۲٪ کونډې او ۰.۶٪ طلاقه شوي دي. دا شمېرې څرګندوي چې مجردې ښځې د هدف ډلې لویه برخه جوړوي او مدني حالت یې د مصرف الګو او اقتصادي پرېکړو باندې اغېز لرلی شي.

په دې سروې کې، ۶۵.۲٪ ښځې بیکاره او ۳۴.۸٪ دنده‌لرونکي دي. دغه موندنه څرګندوي چې د ګډونوالو یوه لویه برخه په بازار کار کې فعالیت نه‌لري.  ددندې وضعیت کولای شي د ښځو د پېرلو توان او اقتصادي وضعیت باندې مهم اغېز ولري.

د ګډونوالو تر ټولو لویه برخه چې ۵۴.۷٪ جوړوي، هغه کورنۍ دي چې ۵ تر ۱۰ غړي لري. ۲۸.۸٪ یې کوچنۍ کورنۍ دي (۱ تر ۵ غړي) لري، ۱۳.۳٪ لویې کورنۍ دي (۱۰ تر ۱۵ غړي) او یوازې ۳.۲٪ کورنۍ له ۱۵ څخه زیاتو غړي لري. دغه معلومات د هدف ډلې د کورنیو د اندازې تنوع څرګندوي.

یوازې ۸.۴٪ ځواب‌ویونکي توان لري چې خپلې ټولې اساسي اړتیاوې پوره کړي، په داسې حال کې چې پاتې ۹۱٪ ښځې د پېرلو توان نه‌لري؛ له دې ډلې ۶۵.۱٪ یوازې د ځینو اړتیاوو د پوره کولو توان لري او ۲۶.۵٪ بیا هیڅ توان نه‌لري چې اساسي اړتیاوې پوره کړي. دغه معلومات د ډېرو کورنیو د مالي محدودیتونو څرګندونه کوي.

د ځواب‌ویونکو له ډلې څخه له نیمایي زیات (۵۷.۱٪)  پېرلو کې د ناتواتۍ اصلي دلیل د خپل یا د کورنۍ د غړو بیکاري بللې ده. وروسته کم شوی عاید  ۲۱.۱٪سلنې سره او د بیو لوړوالی د ۱۵.۱٪ په کچې سره راځي. دا څرګندوي چې کار او عاید د کورنیو د پېرلو توان کې کلیدي رول لري.

د سروې د ګډونوالو ښځو له ډلې ۸۹.۸٪ ویلي چې د هغوی د کورنۍ عاید د ژوند لګښتونو د پوره کولو لپاره بسنه نه‌کوي چې په دې کې ۶۴.۲٪ ویلي «په سختۍ بسنه کوي» او ۲۵.۶٪ ویلي «بېخي بسنه نه‌کوي». یوازې ۱۲.۱٪ وايي چې عاید یې په بشپړه توګه بسنه کوي. دا ښيي چې کورنۍ له جدي اقتصادي فشارونو سره مخ دي.

د سروې د پایلو پر بنسټ، تر ټولو لویې ستونزې د کور د وسایلو د پېرلو په برخه کې دي چې ۳۵.۴٪ ګډونوالو ویلي چې توان یې نه‌لري چې دغه توکي ترلاسه کړي. همدارنګه، نږدې ۱۹٪ ښځې د روغتیا او درملنې د اړتیاوو په پوره کولو کې له ستونزو سره مخ دي او شاوخوا ۱۴٪ یې د خوراکي موادو د پېرلو توان نه‌لري. دغه موندنې د کورنیو پر لومړنیو اړتیاوو د جدي اقتصادي فشارونو او مالي محدودیتونو څرګندونه کوي، چې د دوی پر ژوند کیفیت ژور اغېز لري.

د کورنیو تر ټولو لویه برخه عاید خوراک ته ځانګړې شوې چې په ۳۶٪ څخه زیات ځوابونو کې د اصلي مصرف توکو په توګه یاد شوی دی. وروسته د ماشومانو زده‌کړه له ۲۷٪ سره د کورنیو دویم مالي لومړیتوب ګڼل کېږي. همدارنګه، روغتیا او درملنه له نږدې ۱۹٪ برخې سره په درېیم ځای کې دي. دغه پایلې ښيي چې د کورنیو لویه برخه عاید د اساسي او حیاتي اړتیاوو په پوره کولو مصرفیږي او د نورو لګښتونو لپاره محدود فرصت پاتې کېږي.

د سروې پر بنسټ، نږدې ۷۲٪ کورنۍ میاشتنی عاید له ۱۰,۰۰۰ افغانیو څخه کم لري؛ شاوخوا ۲۰٪ کورنیو عاید له ۱۰,۰۰۰ تر ۲۰,۰۰۰ افغانیو پورې دی او یوازې ۸.۲٪ کورنیو میاشتنی عاید له ۲۰,۰۰۰ افغانیو څخه زیات دی. دا شمېرې د کورنیو پراخ اقتصادي محدودیتونه او ټیټ عاید څرګندوي چې په سروې کې ګډونوالو ډله کې پراخ دي.

د کورنۍ نارینه د کورنۍ د عاید د اصلي سرچینې په توګه پېژندل شوي چې شاوخوا ۵۷.۳٪ ځواب‌ویونکو دغه گزینه انتخاب کړې ده.
شاوخوا ۲۰.۳٪ کسانو ویلي چې یوازې خپله د کورنۍ عاید مسوول دي.سربېره پر دې، داسې ترکیبونه لکه «د کورنۍ نارینه او خپله» چې ۱۰.۹٪ برخه لري او د خیریه بنسټونو او کسانو ونډه چې له ۵٪ څخه کمه ده، هم شتون لري. دغه احصایه ښيي چې د کورنیو عاید په عمده توګه د کورنۍ پر نارینه‌وو تړلی دی.

له نیمایي زیاتې کورنۍ چې ۵۲.۵٪سلنه کېږي، خپل عاید د شخصي سوداګرۍ له لارې ترلاسه کوي. شاوخوا یو څلورم، یعنې ۲۶.۳٪ ثابت معاش لري. بهرني مرستې او خیریه مؤسسې لږه ونډه لري او یوازې له ۸٪ څخه کم برخه لري.

دا څرګندوي چې کورنۍ زیاتره وخت خپل عاید د شخصي فعالیتونو پرمټ ترلاسه کوي.

د سروې پایلې ښيي چې ۷۲.۴٪ ځواب‌ویونکي هیڅ ډول سپما نه‌لري. یوازې ۳.۶٪ ویلي چې په منظم ډول سپما کوي او ۲۳.۹٪ یې ډېر محدود توان لري چې سمپا وکړي. دغه شمېرې د مالي سختیو او د کورنیو په منځ کې د مالي ذخیره کولو د ظرفیت نشتون څرګندوي.

د سروې موندنې ښيي چې نږدې ۷۵٪ ګډونوالو (۷۲۲  کسانو) ویلي چې د تېرو یو تر درېوو کلونو یا زیات وخت په جریان کې د هغوی د پېرلو توان کم شوی دی. دا ښيي چې اقتصادي بحران په تېرو کلونو کې په پرله‌پسې ډول د کورنیو د پېرلو ځواک باندې منفي اغېز کړی دی.

له بل‌خوا، ۲۴.۹٪ ځواب‌ویونکو ویلي چې له پیل څخه یې محدود پېرلو توان درلود او هېڅکله یې خپلې ټولې اړتیاوې بشپړې کړې نه‌دي.

د پېرلو توان، اقتصادي وضعیت او د عاید سرچینې په اړه د دنده‌لرونکو او وزګاره مېرمنو تحلیل او پرتله‌یییز راپور

د کورنیو د عاید سرچینه:

په دې برخه کې څرګندېږي چې د کورنیو د عاید اصلي سرچینه د بیکاره او دنده‌لرونکو ښځو ترمنځ توپیر لري. دنده‌لرونکو ښځې زیاتره د ثابت معاش له لارې عاید ترلاسه کوي، په داسې حال کې چې بیکارې ښځې زیاتره د کورنۍ شخصي سوداګرۍ او خیریه مرستو پورې تړلې دي.

د کورنۍ د عاید برابرولو اصلي سرچینه:

د سروې د موندنو پربنسټ، په هغو کورنیو کې چې ښځې دندې لري، خپله ښځه د کورنۍ د عاید په تامین کې مهمه ونډه لري، خو په هغو کورنیو کې چې ښځې وزګاره دي، د کورنۍ نارینه د عاید زیاتره برخه برابروي.

د کورنۍ د عاید سرچینه

په دې برخه کې لیدل کېږي چې د کورنیو د عاید اصلي سرچینه د بیکاره او دنده‌لرونکو ښځو ترمنځ توپیر لري. دنده‌لرونکې ښځې زیاتره عاید د ثابت معاش له لارې ترلاسه کوي، په داسې حال کې چې بیکاره مېرمنې  پر کورنۍ شخصي سوداګرۍ او خیریه مرستو تکیه دي.

د کورنۍ د عاید اصلي برابرونکی

د دې سروې موندنو پر بنسټ، په هغو کورنیو کې چې ښځې دندې لري، خپله ښځه په عاید برابرولو کې مهمه ونډه لري، خو په هغو کورنیو کې چې ښځې بیکارې دي، د کورنۍ نارینه د عاید لویه برخه برابروي.

د کورنۍ د میاشتني عاید کچه

په عمومي توګه، د دنده‌لرونکو ښځو کورنیو میاشتنی عاید لوړ دی او د هغو کورنیو کچه چې میاشتنی عاید یې له ۵۰۰۰ افغانیو کم وي، لږ دی. په مقابل کې، بیکاره ښځې په هغو کورنیو کې زیاتې دي چې ټیټ عاید لري.

د ژوند لګښتونو لپاره د عاید بسنه

ډېری دنده‌لرونکې ښځې خپل د کورنۍ عاید د ژوند لګښتونو لپاره په سختۍ کافي ګڼي، خو د دوی یو مشخص شمېر د عاید د بشپړې بسنې احساس کوي چې دا کچه د بیکارو  ښځو په پرتله دوه برابره ده. بیکاره ښځې بیا په زیاته کچه د عاید د نشتوالي او کموالي ستونزې تجربه کوي.

د کورنۍ د عاید لګښت

په دواړو ډلو کې د عاید لویه برخه خوراک، کالي او د ماشومانو زده‌کړو ته ځانګړې شوې ده. خو بیکاره ښځې خوراک او روغتیا ته ډېر لګښت برابروي، په داسې حال کې چې دنده‌لرونکې ښځې د خپلو ماشومانو زده‌کړو ته ډېر پام کوي.

(یادونه: دغه ځوابونه په ترکیبي ډول راټول شوي او معلومات یې تقریبي دي.)

د سمپا توان

په دنده‌لرونکو مېرمنو کې د سپما توان ډېر دی، خو ډېری کسان منظمه سپما نه‌لري او یا هم د سپما توان نه‌لري.

د اساسي ادتیاو د پېرلو توان

د دنده‌لرونکو مېرمنو په پرتله وزګاره مېرمنې د پېرلو توان نه‌لري.

 د نه پېرلو توان موارد

ګډونوالو څرګنده کړې چې تر ټولو ډېره د پېرلو ناتواني یې د کور د وسایلو، روغتیا او درملنې او خوراک په برخو کې ده. ډېری یې په څو برخو کې په یوه وخت کې د پېرلو ستونزې لري.

د نه پېرلو توان اصلي لاملونه

بیکاره ښځو ویلي چې د خپل شخصي بیکارۍ ستونزه تر ټولو لوی لامل ګڼي، خو په دنده‌لرونکو ښځو کې د کورنۍ عاید کموالی او د کورنۍ نورو غړو بیکاري تر ډېره مهم عوامل ګڼل کېږي. همدارنګه، د بیو لوړوالی په دنده‌لرونکو ښځو باندې ډېر اغېز لري.

گراف…………….

د پېرلو توان د کمېدو وخت

په دواړو کټګوریو کې کسانو ویلي چې د وروستیو کلونو پرمهال یې د پېرلو توان کم شوی دی.

گراف……………….

وروستۍ پایله

موندنې ښيي چې د افغان ښځو د پېرلو توان په شدیده توګه د اقتصادي او ټولنیزو عواملو له لوري اغېزمن شوی دی. له ۹۰٪ زیات ګډونوالې ښځې نشي کولای خپل ټولې اساسي اړتیاوې پوره کړي، او د بیکارۍ، د کورنیو عاید کموالی او د بیو د لوړوالي له امله اقتصادي فشارونه په مستقیم ډول د هغوی د ژوند کیفیت ته زیان رسوي. دغه پراخ مالي محدودیتونه کورنۍ اړ ایستلي چې تر ډېره خپل عاید خوراک، روغتیا او د ماشومانو زده‌کړو ته ولګوي او د سمپا یا غیرضروري توکو د پېرلو لپاره لږ مصرف وکړي.

همدارنګه، بیکارې ښځې له سختو ننګونو سره مخ دي او د دنده‌لرونکو ښځو په پرتله د اساسي اړتیاوو د پوره کولو او سپما  توان یې ټیټه دی. د کورنیو عاید په عمده توګه د نارینه‌وو او شخصي سوداګرۍ پورې تړلی دی چې په اقتصادي بحران کې د کورنیو زیان مننې کچه زیاتوي. د پېرلو د توان کموالی په تېرو کلونو کې د ژوند د شرایطو خرابوالی ښيي او د ښځو او کورنیو لپاره عاجل او هدفمند اقتصادي ملاتړ ته اړتیا څرګندوي.

که دایمي کاري فرصتونه، د عاید لوړول او د ښځو د اقتصادي پیاوړتیا پروګرامونه رامنځته نه‌شي، نو دغه معیشتي ناورین کولای شي، د ساختاري فقر پراختیا، د ژوند کیفیت کمښت او د ټولنیزې زیان مننې زیاتوالي سبب وګرځي. له همدې امله د دولتي، غیردولتي او مدني بنسټونو په ګډه همکارۍ سره د ښځو او کورنیو د اقتصادي وضعیت د پیاوړتیا لپاره جامع او څو اړخیزې پالیسۍ جوړول لومړیتوب ګڼل کېږي.

 

 

 

 

 

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام