د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وايي، د افغانستان د ازدو او عادلانه ټاکنو بنسټ یا د فیفا اجراييوي مشر یوسف رشید د وژنې په تور یې ۳ کسان نیولي او قضیه تر څېړنې لاندې ده.
نوموړي لیکلي، ځینې نور کسان هم دغه وژنه کې لاس لري.
په ورته وخت کې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح پر فېسبوکپاڼه ویلي، نیول شوي کسان په مخامخ توګه د یوسف رشید په وژنه کې لاس لري.
د افغانستان د ازدو او عادلانه ټاکنو بنسټ یا د فیفا اجراييوي مشر یوسف رشید او د هغه موټر چلوونکی د جدي میاشتې په ۳مه نېټه د کابل ښار اوومه ناحیه کې د ناپېژانده وسلهوالو برید کې ووژل شو.