په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو پروګرام وايي، پر خوارځواکۍ د هرو درېوو اخته افغان ماشومانو له ډلې یوازې د یوه هغه ملاتړ کولای شي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دغه پروګرام نن پر خپلې اېکسپاڼې لیکلي چې تر اوسه په افغانستان کې درې میلیونه ماشومانو پر خوارځواکۍ اخته شوي دي.
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام زیاته کړې چې ماشومان تر ټولو ډېر د مرستو له کموالي سره مخامخېږي او مالي ملاتړ یې مهم دی.