د کندهار مسوولان وايي چې له دغه ولایت څخه بهر ته د انځرو د صادراتو لړۍ پیل شوه.
د کندهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویاند محمد حنیف حقمل نن (دوشنبه، اسد ۲۷) وویل، روان کال د لومړي ځل لپاره سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو ته ۱۰۰ ټنه انځر له کندهاره صادر شول.
هغه وویل: «دغه صادرات د کندهار والي، د کرنې ریاست، د سوداګرۍ خونې او ملي سوداګرو د ګډو هڅو پایله ده چې په کې د کندهار انځر اوس د عربي هېوادونو نړیوالو بازارونو ته لاره موندلې.»
نوموړي زیاته کړه چې راتلونکو میاشتو کې به یوازې انځر نه، بلکې د کندهار نورې میوې هم نورو هېوادونو ته صادرې شي.
هغه له سوداګرو او مسوولانو وغوښتل چې د لا زیاتو صادراتو لپاره همغږي او هڅې زیاتې کړي.
اخوا کندهار کې یو شمېر بڼوال دغه اقدام د انځرو او نورو وچو میوو د بهرنۍ بازار موندنې لپاره حیاتي بولي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په اړه یې بڼوال قاسم جان وویل: «د انځر صادرات نه یوازې د بڼوالو د مالي ثبات لامل کېږي، بلکې سیمهییز اقتصاد ته هم نوې وده ورکوي او بڼوالۍ ته د هڅونې یوه مهمه وسیله ده. دا ډېر ښه او پر ځای اقدام دی موږ یې له اسلامي امارت څخه د دوام او پرختیا غوښتنه کوو .»
کارپوهان هم د انځرو صادرات د هېواد پر ځان بساینې کې یو مهم فرصت ګڼي.
د چارو شنونکی کمالالدین کمال ټینګار وکړ: «افغانستان باید یوازې د کرنیزو محصولاتو په برخه کې نه، بلکې په نورو سکتورونو کې هم د صادراتو د پراخېدو لپاره کوټلي ګامونه واخلي.»
د کندهار له انځرو د لومړنیو صادراتو پیل د بڼوالو او کارپوهانو له لوري یو مهم اقتصادي ګام بلل کېږي.
هغوی ټینګار کوي چې دا به د سیمهییز اقتصاد د پیاوړتیا، د بڼوالو د مالي ثبات او د هېواد د ځان بساینې لپاره یو نوی فرصت رامنځته کړي.


