Asset 1SWN

سلام وطندار

د ایران او امریکا ترمنځ پنځم پړاو خبرې پایته ورسېدې

ایران امریکا خبري

د نړیوالو رسنیو د راپورونو پر اساس، د اټومي هوکړې په موخه د ایټالیا په روم ښار کې د ایران او امریکا استازو ترمنځ د خبرو پنځم پړاو تېره ورځ جمعه پایته ورسېد.

ویل شوي چې د ایران اټومي پروګرام په اړه د تهران – واشنګټن ترمنځ دغو خبرو کې محدود پرمختګ شوی دی.

ورته وخت کې د عمان بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د مذکراتو دغه پړاو وروستیو پایلو ته له رسېدو پرته پایته رسېدلی دی.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


راپورونو کې ویل شوي چې که څه هم د ایران او امریکايي لوري د راتلونکو خبرو کره نېټه او ځای نه دی مالوم، خو خبرې به دوام وکړي.

دغه‌راز د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي ویلي چې اټومي مذاکرات عاقلانه دوام لري چې همدا د پرمختګ نښه ده.

یوه امریکايي چارواکي هم رسنیو ته ویلي چې دغه مذاکرات په مستقیمه او غیرمستقیمه توګه شوي او له دوو ساعتونو څخه زیات یې دوام کړی دی.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام