د نړیوالو څېړنو له مخې له ۱۰زره ډېر زیانرسوونکي حشرات پېژندل شوي چې له ډلې یې یو پر شپږمه برخه کې دغه حشرات د کرنیزو فصلونو حاصلات مصرفوي.
هغه محصولات چې بزګران یې له خپلو ځمکو راټولوي، له دغو مضرو حشراتو پاتې شوني بلل کېږي. د یادې برخې یوشمېر پوهان وايي، زیانرسوونکي حشرات تر ټولو ډېر زیان، کرنیزو فصلونو ته اړوي چې ورسره یې کیفیت هم راټیټېږي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
خو ځینې داسې حشرات هم شته چې نهیوازې زیان نهرسوي، فصلونو، باغونو او بوټو ته ګټه لري. افغانستان کې بیا کروندګر پر خپلو کروندو او بوټو کې د زیانرسوونکو حشراتو له شتون څخه ستړي شوي او د خلاصون لاره نهلري.
د پروان په مرکز چاریکار ښار کې ٦٥کلن ګلپادشاه جليلي چې شاوخوا ٤٥ جريبه کرنيزه ځمکه لري، له زيانمنو حشراتو ستړی شوی او د دغه ولايت له کرنې رياست څخه د شکایت ترڅنګ وايي، تراوسه ورسره د کرنیزو افتونو او ناروغیو مخنیوي لپاره هېڅراز همکاري نهده کړې.
هغه وویل: «یو ډول حشرات شتون لري چې کچالو خرابوي، هم یې خوري او هم یې وچوي، همدا لامل کېږي چې بازار کې یې بیه رالوېږي، همداسې لوبیا، توربانجان او داسې نور محصولات یې خراب کړي دي. همداسې یې د بادامو، زردالو ،ګیلاس او شفتالو ونې خرابې کړې دي. د دې ناروغۍ مخنیوي لپاره په کار ده، مشخصه دوا را کړل شي، څو د دغه افتونو مخنیوی وشي.»
د پروان د غوربند درې اوسېدونکی مرادعلي هم د جلیلي په څېر له ورته وضعیت سره مخ دی. نوموړی وايي، زیانرسوونکي حشرات د فصلونو حاصلات لهمنځه وړي چې د مخنیوي لپاره یې د کرنې ریاست همکاري او لارښوونو ته په تمه دی.
هغه وویل: «څلور ډوله درمل مو وکارول، خو هېڅ ګټه یې ونهکړه. دغه حشرات زموږ یو پر درېیمه برخه محصولات خراب کړې دي. د کرنې برخه کې موسساتو زیات کارونه کړي، خو هیله مو دا ده چې د اوسنیو افتونو د مخنیوي په برخه کې راسره کمک وکړي او بڼوالو ته پوهاوی ورکړي.»
د پروان پوهنتون د کرنې پوهنځي استاد سیداحمد ملکزاده په دې باور دی چې د کرنیزو افتونو او ناروغیو کنټرول لپاره میخانیکي او کیمیاوي حل لارې شتون لري او بڼوال کولای شي، له مخې یې، د دغو افتونو مخنیوی وکړي.
ملکزاده له چارواکو غواړي چې په دې برخه کې له کروندګرو سره همکاري وکړي او په بازار کې د ټیټکیفیت کیمیاوي سرو مخه ونیسي.
هغه وویل: «په عموم کې حشرات زیات شتون لري او دغه حشرات د حاصلاتو خرابوالي لامل کېږي. ۷۵سلنه حاصلات دوی خوري او خرابوي یې او څه چې بڼوالو ته پاتې کیږي، دا هغه پاتې شوني وي. د مخنيوي لپاره يې سمې لارې چارې شته، مثلا د جال په واسطه، له کومې لارو چې تېرېږي، د ځمکې کیندنه، یا کوم ځای کې چې دوي ژوند کوي، هلته د رېښو قطعهکول او بیا یې جارو کول، خو مهمه داده چې په اړه یې کروندګرو ته معیاري او مسلکي معلومات ورکړل شي.»
د پروان د کرنې او مالدارۍ رياست د کرنيزو چارو امر نيازمحمد طيب هم کروندو کې د زيانمنو حشراتو د شتون په اړه د کروندګرو اندېښنه تاییدوي، خو هغه له دې پدیدې سره د مبارزې لپاره د کافي بودیجې له کمښت څخه یادونه کوي.
نوموړي وویل: «د زیان رسوونکو حشراتو مخنيوي لپاره مختلفې طریقې او حل لارې، تطبیق شوي دي. بڼوالو ته پوهاوی، تخنیکي او مسلکي مشورې ورکړل شوي، خو د لا ډېر مخنیوي لپاره متاسفانه بودیجوي امکانات په لاس کې نهلري چې بزګرانو ته یې په واک کې ورکړي.»
که د کرنیزو افتونو پېژندلو او لهمنځه وړو برخه کې مسوول بنسټونه کار وکړي او د هغوی سره د مبارزې علمي لارې چارې پلي کړي؛ د بزګرانو کروندې به د دې افتونو له برید څخه خوندي او ښه حاصلات به په لاس ورشي.