د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولان وايي، صادراتو کې د وچې او تازه مېوې په ګډون، حبوبات، کاني مواد، سبزيجات او حيواني محصولات شامل دي.
د یادې خونې مرستیال عبدالباقي بینا وویل، تېرو ۱۱ میاشتو کې يې له کندهار څخه پاکستان، هند، چين، امريکا، متحده عربي اماراتو، سويډن، ایران، ترکيې او جرمني ته د ۴۴۷ میلیون او ۱۶۳ زره امريکایي ډالرو په ارزښت ۴۲۱ زره او ۷۵۸ ټنه د وچې او تازه مېوې په ګډون، حبوبات، حيواني او کرنيز محصولات، سبزيجات او کاني توکي صادر کړي دي.
ده وویل، که څه هم سږکال ګاونډيانو سره ترانزيټي او صادراتي برخو کې د لارو بندېدو ستونزې وې، خو بيا هم له کندهار څخه بهر ته صادرات نهدي کم شوي.
ورته وخت کې له کندهاره بهر ته د وچې میوې يوشمېر صادرونکي وایي، حکومت دې د پاکستان پر ځای د نړۍ له نورو هېوادونو سره د سوداګريزو اړیکو پراخولو ته زمینه برابره کړي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
کندهار کې د وچې میوې دوو سوداګرو عبدالمتين او محمد یعقوب وویل: «که د پاکستان پر ځای بله لار پيدا نشي، نو دا ستونزه به حل نشي، ځکه پاکستان تل موږ ته د صادراتو برخه کې ستونزي جوړوي.»
«لومړی باید له پاکستان سره د سوداګرۍ برخه کې ستونزې هوارې شي، که چېرې دا ستونزې همداسې دوام کوي، بيا باید له نورو هېوادونو سره تړونونه وشي چې زموږ صادرات او له هغې خوا خوندي واردات ولرو.»
د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولان زیاتوي چې دامهال د پاکستان ترڅنګ، د منځنۍ اسيا له یوشمېر نورو هېوادونو سره هم سوداګريزې اړیکې د پراختيدو په حال کې دي.



