Asset 1SWN

سلام وطندار

اقتصادي معاونیت: د افغانستان د اړتیا وړ مالګه په کور دننه تولیدیږي

مالګې تولید کانونه

د رییس‌الوزا اقتصادي معاونیت وايي چې افغانستان دامهال د اړتیا وړ مالګه په کور دننه تولیدوي او د مالګې پراخ او لوی کانونه لري.

اقتصادي معاونیت نن (یکشنبه، سرطان ۲۲) یوه ویډیو کې ویلي چې په لسو ولایتونو سمنګان، فاریاب، هرات، غور، بلخ، تخار، پکتیا، غزني، کندهار او پروان کې د مالګې کانونه شته او په مسلکي ډول یې د استخراج چارې روانې دي.

ویډیو کې ویل شوي چې افغانستان د کال ۳۰۰ زره ټنه مالګې ته اړتیا لري، خو له یادو کانونو په میاشتني ډول ۲۸ زره او په کلني ډول ۳۴۴ زره ټنه مالګه استخراجیږي چې د هېواد اوسنۍ اړتیاووې پوره کوي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


اقتصادي معاونیت ویلي چې دامهال هېواد کې د مالګې د تولید او پروسس ۵۳ کارخونې فعالیت کوي چې په مستقیم او غیر مستقیم ‌ډول په کې ګڼ شمېر هېوادوال په کار بوخت دي.

اقتصادي معاونیت زیاتوي، دغه فاریکې مکلفې ګڼل شوي چې له ټولو معیارونو سره برابر او له صحي اړخه باکیفیته مالګه تولید کړي.

اقتصادي معاوین زیاتوي چې د مالګې د تولید په برخه کې ځان بسیاینې ته د رسېدو په موخه، له بهره هېواد ته د هر ډول مالګې واردات بند کړي.

اقتصادي معاونیت همدارنګه ویلي چې اسلامي امارت د مالګې د تولید فابریکو ته د هر ډول اسانتیاوو برابرولو او همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام