کونړ کې له مرګونې زلزله وروسته د څوکۍ ولسوالي د دېوه‌ګل درې ګڼ شمېر زلزله ځپلې کورنۍ د څوکۍ زوړ کلي کمپ کې ځای پر ځای شوي.

د دې کمپ یوشمېر اوسېدونکي وایي چې د وخت له تېرېدو او د ژمي د موسم له رارسېدو سره، د دوی روغتیایي وضعیت د اندېښنې وړ دی.

اسماعیل چې د دې کمپ یو تن اوسېدونکی دی وایي چې ډېری کورنۍ د مناسب استوګنځای نشتوالي او د امکاناتو کمښت له امله په بېلابېلو ناروغیو، په ځانګړې توګه سینه بغل او زکام اخته شوي.

هغه وایي: «زمونږ چې دی سرپناه ته ډېر ضرورت دی، بل پاکو اوبو ته ډېر ضرورت لرو، د خوړ له اوبو استفاده کوو، چې ناروغۍ یې زیاتې کړي، د صحت په برخه کې باید مونږ ته پام وشي، زمونږ ماشومان او سپینږیري ناروغۍ لري، ښځې مو د اومیندوارې دي، هغوی ته ناپاکې اوبه خطر پېښوي، خلک ډېر دي او امکانات کم دي. باید زمونږ لپاره کلینیک فعاله شي.»

ختین چې د کمپ بله اوسېدونکې ده هغه هم روغتیایي وضعیت خراب بولي او وایي، ماشومان او مشران په مختلفو ناروغیو اخته شوي.

هغې له مرستندویو بنسټونو وغوښتل چې دې حالت ته بېړنۍ پاملرنه وکړي.

«ناروغۍ ډېره ده، ماشومان او مشران ناروغه دي، مونږ ته دې پاملرنه وشي، مونږ له هرې خوا مجبوره یو، مننه چې حکومت مرسته کړې، خو لا ډېرو مرستو ته ضرورت لرو.»

همداراز، طارق او غلام محمد چې د دې کمپ نور اوسېدونکي دي وایي، که څه هم په کمپ کې یو کلینیک فعال دی، خو د ټولو کورنیو اړتیاوو ته ځواب نه شي ویلی.

هغوی وایي: «دلته یو کلینیک دی، کورنۍ ۳۰۰ پورې دي، نفوس ډېر دی، هوا هم ککړه ده. ټول ناروغه شوي، صحي اوبه کمې دي، بسنه نه کوي، دا یو کلینیک زمونږ اړتیاوې نه‌شي پوره کولی، اړتیا ده چې بل روغتیايي مرکز فعاله شي.»

«ناروغان لرو، پیسې نه لرو چې یې علاج وکړو، دلته ډېر کم درمل پیدا کیږي، یو قسم درمل دي، یو پاکټ را کوي او ناروغان ورسره نه ښه کیږي. مونږ سره دې د هرڅه کومک وشي.»

ورته وخت کې ډاکټر نصرالدین افغان چې د «هیلت نت» موسسې روغتیایي کارکوونکی دی وایي، د کمپ د اوسېدونکو تر منځ اسهالات او تنفسي ناروغۍ تر ټولو ډېرې دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


هغه وویل، پخوا د پوستکي ناروغي هم زیاته وه، خو اوس مهار شوې.

«زمونږ صحي خدمات شته، عمومي OPD لرو، ناروغان مونږ ګورو، تشخیص او درملنه یې کوو، لومړني خدمات لرو. د مور او ماشوم برخه هم شته، د خوارځواکۍ برخه هم لرو. د ټپیانو درملنه هم کوو، ماشومانو ته واکسین هم ورکوو. زیاتره دلته اسهالات ناروغان، د تنفسي ناروغۍ زیاتې شوي، زیاتره هم دغه ناروغان دي. پخوا د پوستکي ناروغۍ وې، هغه اوس کنټرول شوي، اوس اسهالات او تنفسي ناروغۍ زیاتې دي.»

اخوا، د څوکۍ زوړ کلي د کمپ مسئول عزت‌الله کریمي وایي، دغه کمپ کې زلزله ځپلو ته روغتیایي خدمتونه د «هیلت نت» موسسې او یو شمېر نورو بنسټونو له‌خوا وړاندې کیږي او ناروغان که اړتیا ولري، د څوکۍ کلینیک یا د اسعدآباد ولایتي روغتون ته استول کېږي.

هغه وایي: «په دې برخه کې مونږ سره په دې کمپ کې د هلنټ اداره کار کوي، هم ښځینه او هم نارینه پرسونل لري. دلته خیمو کې ناروغانو ته لومړني خدمات وړاندې کیږي، علاج یې کیږي د خپل ظرفیت له مخې، کله چې یې وس ونه رسیږي، بیا یې د څوکۍ صحي روغتون ته ریفر کوي، که هلته هم درملنه ونه‌شي بیا ولایتي روغتون ته استول کیږي، خدمات په همدغه شکل روان دي.»

څوکۍ د زوړ کلي کمپ اوسېدونکي زیاتوي چې د هوا له سړېدو سره او په کمپ کې د کافي امکاناتو د نشتوالي له امله، د ماشومانو او زړو کسانو تر منځ د ناروغیو د زیاتېدو خطر لا ډېر شوی.

دوی له حکومته او مرستندویو بنسټونو غواړي چې د ژمي له رارسېدو وړاندې، د درملو، خوراکي توکو او تودوخې وسایلو برابرولو لپاره اقدامات وکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام