د بلخ ولایت د شولګرې ولسوالي د «ګذر تراب» سیمې اوسېدونکي وایي، له زلزلې د څه باندې یوې میاشتې په تېرېدو لا هم دوی سره هېڅ ډوله مرسته نه‌ده شوې او خلک بېوزلۍ، د ‌سرپناه نه‌شتون او د سړې هوا له ګواښ سره مخ دي.

د شولګرې ولسوالي «ګذر تراب» کلي کې چې شاوخوا ۸۰ پورې کورنۍ په کې ژوند کوي، خلک یې د څښاک اوبو، ښوونې او روزنې، روغتیا او د ژوند نورو لومړنیو اسانتیاوو ته د لاسرسي برخه کې هم له ستونزو سره مخ دي.

همدارنګه د وروستۍ زلزلې پرمهال د دغې سیمې د ګڼ شمېر اوسېدونکو کورونه نړېدلي یا هم زیانمن شوي.

د دغې سیمې اوسېدونکي وايي، له زلزلې راهیسې یې سیمې ته هېڅ مرستندویه اداره نه‌ده ورغلې.

د شولګرې ولسوالي د «ګذر تراب» سیمې دوو اوسېدونکو بي‌بي او محمد داوود وویل: «له زلزلې تراوسه مونږ سره هېڅ مرسته نه‌ده شوې. نورو سره شوي خو زمونږ کلي کې تراوسه سروې نه ده شوې. در په دره یو، ماشومان خو خوارو زار دي.»

«مونږ سره تراوسه لس افغانۍ مرسته هم نه ده شوې. د دولت نورو ادارو او شتمنو له لوري مونږ سره د پیسو او خوراکي توکو هېڅ مرسته نه ده شوې. ستونزې مو ډېرې دي، په تش میدان پراته یو. ژمی دی، که د خوراکي توکو یا سرپناه مرسته راسره وشي، خوښ به شو.»

اغا محمد چې د دې سیمې یو بل اوسېدونکی دی او د زلزلې پر مهال ټپي شوی وایي، نه د دولت او نه هم د خیریه بنسټونو لوري ورسره د خوراکي توکو یا نغدو پیسو مرسته شوې.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


«مونږ سره تراوسه مرسته نه ده شوې. د کلي ملک مو ټپي شو، زمونږ وضعیت هم نه وو، زلزله چې وشوه دېوالونه مو ونړېدل، ورخطا شوم، زما پښه هم خوږ شوه اوس هم سم نه شم ګرځېدلی. غریب او بېچاره خلک یو. خوراکي توکي او خیمې نه‌لرو.»

د «ګذر تراب» سیمې استازي عطاخان هم د خلکو ستونزې تاییدوي او وایي چې څو ځله یې له مسوولانو سره د مرستو غوښتنه شریکه کړې، خو تر اوسه عملي اقدام نه دی شوی.

«زمونږ له کلي سره تراوسه هېڅ مرسته نه‌ده شوې. خلک بېوزله او بېچاره دي څه نه لري چې ځان ته سرپناه برابره کړي، زه او نور ولسوالۍ ته ورغلو خپل غږ او غوښتنه مو ورسره شریکه کړه، وې ویل چې سمه ده خو تراوسه کوم اقدام نه دی شوی.»

د شولګرې ولسوالي د «ګذر تراب» اوسېدونکو په وینا، که د ژمي له ورښتونو وړاندې دوی سره مرستې ونه‌شي، د سلګونو خلکو ژوند به له جدي خطر سره مخ شي.

ورته وخت کې د بلخ ځايي مسوولان ډاډ ورکوي چې د زلزله ځپلو سیمو ارزونې اوس هم دوام لري او ټولو سیمو ته به مرستې ورسوي.

د بلخ د والي مرستیال نورالهادي ابو ادریس وايي: «توضح اوس هم دوام لري. هرځای چې ووسي، د متضررینو ارزونه کیږي. اول خو کوم ځای نه دی پاتې خو که پاتې هم وي، ارزونه یې کوو. خپل غږ دې پورته کړي انشاالله پلاوی ټاکل کیږي. ډاډه دې اوسي چې مرستې ټولو ته رسیږي.»

د تېرې عقرب میاشتې په ۱۲مه د رښتر په کچه ۶.۳ درجې زلزله د هېواد د شمالي ولایتونو ځینې برخې ولړزولې؛ په دغه زلزله کې ۲۷ کسان مړه او له زرو څخه زیات ټپیان شول.

همدارنګه دغه زلزله زرګونه د اوسېدو کورونه هم نړېدلي یا زیانمن شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام