د سمنګان د حضرتسلطان ولسوالۍ یو شمېر زلزلهځپلي چې نږدې دوه میاشتې وړاندې د هېواد په شمال کې د شوې زلزلې له امله یې کورونه ویجاړ شوي وایي، دامهال د زلزلې له امله د ویجاړیو ترڅنګ، سختو شرایطو کې تر خېمو لاندې ژوند کوي.
دوی وایي، د هوا د سړېدو او د سرپناه د نشتون له امله پر موسمي ناروغیو اخته شوي.
زلزلهځپلي زیاتوي، سره له دې چې د زکام، ټوخي او ریزش په څېر موسمي ناروغۍ د زلزلېځپلو ترمنځ په پراخېدو دي؛ خو د یادې ولسوالۍ په روغتیايي مرکزونو کې شته روغتیايي خدمتونه د ناروغانو د درملنې لپاره بسنه نهکوي.
په اړه یې د سمنګان د حضرتسلطان ولسوالۍ دوه اوسېدونکي جمعهخان او پشمګل د خپلو کورنیو ترمنځ د موسمي ناروغیو د خپرېدو په اړه وایي:
«ماشومان مو ټوخی کوي، په زکام اخته شوی، دا ټول د سړې او یخې هوا له امله دي. ټولې ښځې او ماشومان ناروغه شوي، زه هم ناروغ یم او ټوخی کوم. هوا ډېره سړه ده، تر سهاره تر خېمې لاندې ویده کېږو. کله چې کلینیک ته مراجعه کوو، یوازې پنځه دانې ګولۍ راکوي؛ که درمل وي راکوي، که نه بېرته مو رخصتوي، بېرته راځو او په همدې سړه هوا کې د خدای په هیله ویده کېږو.»
«کلینیک زموږ له سیمې شاوخوا ۳۰ کیلومتره لرې دی او د ولسوالۍ په مرکز کې موقعیت لري. زموږ ناروغان له ګڼو ستونزو سره مخ دي، په ځانګړي ډول که ناروغ عاجل وي. دامهال زیاتره د سینهبغل، زکام او ریزش ناروغۍ خپرې شوې. په هر کور کې له پنځو تر شپږو پورې کسان ناروغان دي. که غواړئ، ورشئ او په خپلو سترګو یې وګورئ.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د سمنګان د حضرتسلطان ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی قدرتالله هم دغه ولسوالۍ کې د روغتیايي خدماتو له کمښت څخه شکایت لري.
هغه وایي، زلزلهځپلي د خصوصي روغتیايي مرکزونو د ډاکټرانو د لوړو فیسو د ورکړې توان نه لري.
قدرتالله د بسترونو کمښت، د متخصصو ډاکټرانو نشتوالی، د ناروغیو د تشخیص لپاره د طبي تجهیزاتو او درملو کموالی د یادې ولسوالۍ د روغتیايي مرکزونو ترټولو مهمې اړتیاوې ګڼي او وايي:
«له درېیو شپو راهیسې هوا ډېره سړه شوې او زموږ ټول ماشومان او ښځې ناروغه شوي. ټول په زکام اخته شوي. کله چې کلینیک ته ځو، موږ ته سم درمل نه راکوي. دومره پیسې هم نهلرو چې شخصي ډاکټر ته ولاړ شو او درمل واخلو. دلته کلینیک سم درمل نه راکوي، څو ماشومان مو روغ شي.»
خو د حضرتسلطان ولسوالۍ ځایي مسوولان بیا وایي، د دغه ولسوالۍ په روغتیايي مرکزونو کې ناروغانو ته شپهاوورځ مناسب روغتیايي خدمات وړاندې کېږي.
د سمنګان د حضرتسلطان ولسوال، عبدالوکيل حقیار وویل: «الحمدلله روغتیايي خدمتونه ښه دي او خلک ورته لاسرسی لري. هغه سیمې چې د زلزلې له امله ویجاړې شوې، د ولسوالۍ مرکز ته نږدې موقعیت لري او دلته موږ کلینیک هم لرو چې ډاکټران یې شپه او ورځ د خلکو په خدمت کې دي، نو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی شته. دویم دا چې موږ د اېبک، د ولایت له مرکز سره هم نږدې یو؛ که چېرې ناروغان دلته تداوي نهشي، نو ولایتي روغتون ته یې لېږو.»
روغتیايي خدماتو ته لاسرسی نهدرلودل یوازې د حضرتسلطان ولسوالۍ د زلزلهځپلو ستونزه نه؛ بلکې دا د هېواد په شمال کې د لړم د ۱۲مې زلزلې له امله د ویجاړ شویو ټولو سیمو د اوسېدونکو ګډه ستونزه ده.


