د ژمي په رانږدېکېدو سره، د کونړ د څوکۍ ولسوالي دېوه‌ګل دره کې ګڼ‌شمېر کورنۍ اوس هم سرپناه‌ نه‌لري او کمپونو کې ژوند کوي.

وروستۍ زلزله چې د دغې ولسوالي یوشمېر کلي وران کړي، سلګونه کورنۍ یې بې‌کوره کړي او ډېری هغه کورونه چې غرونو کې له تیږو جوړ شوي وو، په بشپړه توګه نړېدلي دي.

د څوکۍ ولسوالي د دېوه‌ګل درې زلزله‌ځپلي حضرت‌باز محمدي وویل: «زموږ کورونه په داسې سيمو کې جوړ شوي وو چې اوس هلته د نورو کورونو د جوړولو امکان نه شته. موږ غواړو موږ ته په هغو ځایونو کې کورونه جوړ شي چې بيا له ورته ستونزو سره مخ نه شو، ځکه زموږ سيمه غرنۍ ده او ډېری کورونه په غرو کې جوړ شوي وو او ټول وران شوي. هیله لرو چې په هوارو ځمکو کې مو کورونه جوړ شي څو په راتلونکي کې د زلزلې له خطره خوندي واوسو.»

د دېوه‌ګل درې بل اوسېدونکي بازمحمد چې کور یې زلزله کې وران شوی وايي: «په دې سیمه کې د ۱۲ یا ۱۸ مترو په عرض کې هېڅ ځمکه نشته. زموږ سیمه تنګه او باریکه ده. موږ له اسلامي امارته غوښتنه کوو چې موږ هوارو ځمکو ته ولېږدوي، ځکه ژمی را روان دی او اوس په خېمو کې ژوند کول نور امکان نه لري.»

د نعمت‌الله په نوم یوه بل زلزله ځپلي هم د بیارغونې چارو په اړه وايي: «موږ غواړو د خپلو کورونو د جوړولو کار پيل شي، خو دولت موږ ته وايي چې بايد ځمکې هوارې کړئ. خو زموږ د کلي په سیمه کې د ۱۶ مترو په اوږدوالی او ۹ مترو په پلنوالی هېڅ ځمکه نشته. زموږ غوښتنه دا ده چې په دولتي ځمکو کې، په هوارو سیمو کې موږ ته د ځمکې ټوټه ورکړل شي. موږ به خپله د خټو کورونه جوړ کړو، يوازې دا غواړو چې یو سرپناه ولرو.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


له دې سره کونړ کې د زلزله ځپلو لپاره د مرستو د همغږۍ کمیټې مسوولان وايي، د کورونو بیارغولو لپاره یوه ځانګړي کمیسیون کار پیل کړی.

کونړ کې د زلزله ځپلو لپاره د مرستو د همغږۍ کمیټې مسوول شیخ عبدالقهار صدیقي وویل، د ورانو شویو او زیانمنو شویو کورونو جزییات راټول شوي او ځینو سیمو کې د کورونو جوړول پیل شوي.

هغه وویل: د ټولو ورانو شويو کورونو معلومات راټول شوي یانې دا چې کوم کور په کومه اندازه وران شوی دی. په دې برخه کې يوه ځانګړې کمېټه فعاليت کوي. هغوی ځمکه تثبيتوي او د کورونو د جوړولو چارې پر مخ وړي. په ځينو سيمو کې ځينې مؤسسې د کار پيل کړی، او په ځينو سيمو کې موږ خپله کار پيل کړی دی. خو د هغو کسانو لپاره چې د کور جوړولو لپاره ځمکه نه لري، د هغوی په اړه هم پرېکړه شوې ده.»

له دې سره، د څوکۍ ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې ژمی په نږدې کېدو دی او دوی غواړي چې د واورې او باران له اورېدو مخکې د خپلو کورونو د جوړولو لپاره یې ورته مناسبه ځمکه وټاکل شي، څو وکولی شي بېرته عادي ژوند پيل کړي.

د «ديوه‌ګل» دره هغه سیمه ده چې ډېری کورونه په کې د زلزلې پرمهال وران شوي، که څه هم د بېلابېلو ادارو له لوري لومړنۍ مرستې شوي، خو خلک د ژمي راتګ او د سرپناه نشتوالي ته اندېښمن دي

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام