د سمنګان د د فیروزنخچیر او خُلم ولسوالیو ترڅنګ، حضرت سلطان ولسوالي هم هغه سیمه ده چې د لړم د ۱۲مې ویجاړونکې زلزلې پهکې لږ ځاني تلفات؛ خو ډېر مالي زیانونه اړولي.
د حضرت سلطان ولسوال، عبدالوکیل حقیار وویل چې دغه طبیعي پېښه کې یو دوه کلن ماشوم ژوند له لاسه ورکړی او د ښځو او ماشومانو په ګډون له ۷۰ ډېر نور ټپیان شوي.
د هغه په وينا، په دې زلزله کې حضرت سلطان ولسوالۍ کې شاوخوا ۱۸۰۰ استوګنیز کورونه په بشپړه توګه یا جزوي ډول ویجاړ شوي.
نوموړی زیاتوي: «حضرت سلطان ولسوالۍ کې شاوخوا ۳۰۰ کورونه په بشپړ ډول او څه باندې ۱۵۰۰ نور کورونه په جزوي توګه ویجاړ شوي او دیوالونه یې درز شوي. په دې پېښه کې د اجمل په نوم یو کس ژوند بایللی او تر ۷۰ ډېر کسان ټپیان شوي. ټپیان لومړی د ولسوالۍ روغتیايي مرکز ته او وروسته د ولایت مرکزي روغتون ته ولېږدول شول او هلته یې درملنه وشوه.»
په همدې حال کې، د سنګرخېل، غزنيګک او د یادې ولسوالۍ د نورو زیانمنو سیمو یو شمېر اوسېدونکي وایي چې د زلزلې له امله اوښتي زیانونه د جبران وړ نهدي.
دوی وایي، کورونه یې نړېدلي او دامهال په ډېرې سختۍ سره خپلې شپې او ورځې تر خیمو لاندې تېروي چې لومړنیو اسانتیاوو ته هم لاسرسی نهلري.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د حضرت سلطان ولسوالۍ دوه زلزلهځپلي محمد زمان او جاوید وايي: «په همدې کلي کې ډېری کورونه ویجاړ شوي. ماشومان د شپې لهخوا حاضر نهدي چې بېرته کورونو ته داخل شي. خلک د خپلو کورونو د جوړولو توان نهلري، اړ دي چې تر خېمو لاندې ویده شي. دلته په ټول کلي کې یوازې پنځه خېمې وېشل شوې. له وېرې تر سهاره خوب نه شو کولای؛ ماشومان هره شېبه وایي چې پلاره، کور به پر موږ راولوېږي.»
«هغه شپه چې زلزله وشوه، زما دوه کوټې او تنورخونه ویجاړه شوه. الحمدالله، خپله ژوندی پاتې شوم؛ خو نور ډېر زیانونه راته واوښتل. دامهال هڅه کوو چې کور بېرته ورغوو؛ خو نغدي مرستې ته اړتیا لرو، ځکه اوس خپل کورونه په پور جوړوو. خښتې او د کور جوړولو نور توکي مو هم په پور اخیستي دي.»
د روان کال د لړم میاشتې په ۱۲مه یوې مرګونې زلزلې د هېواد شمالي سیمې، په ځانګړې توګه بلخ، سمنګان سرپل او بدخشان ولایتونه ولړزول چې زرګونه استوګنیز کورونه یې ویجاړ کړل.
د حکومت لهخوا د ورکړل شویو شمېرو پر بنسټ، دغه زلزله کې ۲۷ کسان مړه شوي ، له زرو څخه ډیر ټپیان او له درېیو زرو څخه ډیر کورونه ویجاړ شوي دي.


