افغانستان کې د کمعمر ودونه د ښځو او نجونو د بشري حقونو له تر ټولو جدي ننګونو څخه ګڼل کېږي، هغه موضوع چې په ډېرو مواردو کې د کورنیو له جبر سره مل وي او له وخت مخکې د نجونو ماشومتوب پایته رسوي.
د تخار اوسېدونکې ۳۰ کلنه حلیمه وایي، هغه مهال یې واده وشو چې یوازې ۱۲ کلنه وه، هغه عمر چې د قانون له مخې د ماشومتوب دی او ماشوم د پرېکړې نیولو توان نهلري.
د هغې په وینا، دا واده له هماغه پیله له زور او تاوتریخوالي سره مل وو.
هغه زیاتوي: «هیڅ کله مې ښه او خوشاله ورځ ونه لیدله. شاوخوا ۱۷ یا ۱۸ کاله کېږي چې واده مې کړی، ۷ اولادونه لرم. پلار مې په زور او تاوتریخوالي واده ته اړ کړم. ما ویل چې نه یې منم، خو پلار مې یوه لکړه راواخیسته او ډېر یې ووهلم. ویې ویل هر څنګه چې وي، باید ویې منې؛ او ما ومنله. زما مېړه هم له ما ۱۵ کاله مشر دی.»
د هغې ګډ ژوند کلونه په تاوتریخوالي، شخړو او نارضایتۍ کې تېر شوي. حلیمه وایي، د عمر لوی توپیر او د مېړه د انتخاب حق نهلرلو یې ژوند بنبست سره مخ کړ او په پای کې له خپل مېړه جلا شوه.
حلیمه نن د ۷ ماشومانو مور ده؛ یو ماشوم یې له هغې سره ژوند کوي او بل یې له خپلې نیا سره دی. نوموړې وایي، پلار یې اوس پر هغې پرېکړې پښېمانه شوی چې کلونه وړاندې یې کړې وه؛ خو دا پښېماني د هغې له لاسه تللی ژوند نهشي جبرانولی.
د حلیمې کیسه کمعمره کې د واده کولو یوازې یوه بېلګه ده؛ هغه ودونه چې په ډېرو مواردو کې کورنۍ د نجونو له رضایت او راتلونکې پرته، د هغوی د برخلیک په اړه پرېکړه کوي.
د حقوقپوهانو له نظره، دا کړنه د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي یو ډول بلل کېږي. دوی وایي چې دغه موضوع د روغتیايي ګواښ، کورني تاوتریخوالي او د ځان وژنې کچې لوړېدو په څېر ناوړه پایلې لري.
دوی زیاتوي چې د کمعمر واده د ښځو او نجونو د بشري حقونو ښکاره نقض دی، ځکه د مېړه د انتخاب حق، د رواني او فزیکي خوندیتوب او د سالم ژوند حق ترې اخیستل کېږي.
حقوقپوهه خاطره یاران وایي چې د افغانستان مدني قانون ټینګار کوي چې واده باید د دواړو لورو په بشپړ رضایت ترسره شي.
«د ماشوم د حقونو د ملاتړ قانون ۲۲مه ماده هم (له قانوني عمر څخه ټيټ عمر کې) د ماشوم واده کول منع کوي. له همدې امله، په قوانینو کې د ودونو د څارنې لپاره میکانېزمونه شته؛ خو د عملي کېدو په برخه کې له جدي ننګونو سره مخ دي.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
یو شمېر هغو نجونو چې د کمعمر ودونو تجربه لري وایي چې د کورنیو اقتصادي ستونزې، تعلیمي محدودیتونه او بندیزونه او ټولنه کې ناسم دودونه او کلتوري باورونه لامل شوي چې کورنۍ یې واده ته اړې کړي، هغه ودونه چې په ډېرو مواردو کې له فزیکي او رواني تاوتریخوالي سره مل وي.
د کونړ اوسېدونکې ۱۶ کلنه مریم وایي چې د ټولنیز قضاوت له وېرې او د کورنۍ د فشار له امله یې هېڅکله د شکایت ثبتولو اقدام نه دی کړی.
«پلار او مور مې دواړو وویل چې دا واده زموږ د کورنۍ لپاره ښه دی. زه راضي نهوم، خو د هغوی له خبرو سره مې مخالفت ونه شو کړای. د دې ترڅنګ د شکایت لپاره هېڅ ځای ته نه یم تللې؛ ځکه خلک به زما تر شا بدې خبرې وکړي.»
د تخار اوسېدونکې ۲۰ کلنه ندا هم وایي چې د اقتصادي ستونزو له امله یې په کمعمر کې واده کړی.
«مور او پلار مې پرېکړه وکړه او زه یې واده ته مجبوره کړم؛ ځکه زموږ اقتصادي ستونزې ډېرې وې، پر کورنۍ فشار زیات وو او زه یې دې ته اړ کړم چې واده وکړم.»
د ښځو د حقونو فعاله تهمینه منګل هېواد کې د ښځو د ملاتړ کوونکو کورنیو بنسټونو د فعالیتونو محدودېدو ته په اشارې وایي، دولت کولی شي د اغېزمنو لارو چارو له لارې کمعمر کې د ودونو د زیاتېدو مخه ونیسي.
«هېواد کې د ښځو د حقونو مدافع بنسټونه باید د عامه پوهاوي، له مشرانو سره د کار، له کورنیو سره د حقوقي او اقتصادي ملاتړ او د ودونو د رسمي ثبت د پیاوړتیا له لارې د اجباري ودونو د کچې په راکمولو کې مرسته وکړي.»
د شریعت له نظره هم، رضایت او فکري او جسمي بلوغ د واده له اساسي شرطونو څخه ګڼل کېږي.
دیني عالم قطبالدین مجتهد وایي: «که نکاح په شرعي ډول سمه هم وي، واده باید له عقلي ودې، فکري بلوغ، د نجلۍ له رضایت او پرته له جسمي او روحي زیان ترسره شي.»
د اسلامي امارت د امربالمعروف او نهیعنالمنکر وزارت ویاند سیفالاسلام خیبر وایي چې په تېر یو کال کې د کمعمر او اجباري ودونو له سلګونو پېښو مخنیوی شوی.
«هغه امامان چې سره له دې پوهې چې نکاح اجباري ده، بیا هم د نکاح تړلو اقدام کوي، له قانوني پلوه مجازات کېږي او عدلي او قضايي بنسټونو ته ورپېژندل کېږي. همداراز، د خلکو د عامه پوهاوي لپاره محتسبانو، درنو علماوو او قومي مشرانو ته لارښوونه شوې، څو د پوهاوي کچه لوړه کړي او د اجباري او کمعمر کې د ودونو مخه ونیول شي.»
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) په ۲۰۲۳ کال کې په خپل یوه راپور کې ویلي وو چې په سویلي اسیا کې ۲۹۰ میلیون کمعمر ودونه شوي او په دې ډله کې افغانستان د کمعمر ودونو تر ټولو لوړه کچه لري.
یونیسف، بېوزلي او د ښوونځیو تړل کېدل په افغانستان کې د کمعمر ودونو د زیاتېدو له اساسي لاملونو څخه یاد کړي دي.


