غور کې یوشمېر بزګران سلام‌وطندار سره خبرو کې وايي چې د وچکالۍ له امله یې فصلونه وچ شوي او سږ کال یې هېڅ حاصل نه دی ترلاسه کړی.

دوی چې په للمي ځمکو یې کښتونه کړي وايي، سږکال د بارانونو نه‌شتون په دلیل یې کرل شویو کښتونو هېڅ کله زرغونېدو چانس پیدا نه‌کړ.

دوي چې سترګې یې له اسمانه د بارانونو رحمت ته په انتظار وې وايي، روان کال یې نه یوازې دا چې هېڅ حاصلات نه لرل، بلکې د تخمونو کرل او پرې لګښت کول یې هم بېځایه لاړل.

«سږکال هېڅ باران ونشو، مخکې ښه وه خلکو به چې کرنه وکړه یو څه حاصل به یې ترې اخیسته مګر اوس متاسفانه هېڅ حاصال نشته. زمونږ اندېښنې زیاتې دي، خلک ورباندې زحمت وباسي، د ټراکټور پیسې مصرف کړي چې بالاخره هغه هم ونشي.»

د غور د مرکز فیروزکوه د شمالي کلي «کاسي» اوسیدونکی سخي‌داد چې ۳۵ کاله عمر لري وايي، سږ کال یې له ۱۰۰ منه زیات غنم پر خپله ځمکه کرلي وو چې د وچکالۍ له امله یې ټولې خوارۍ هېڅ نتیجه نه‌لرله.

نوموړی اندېښمن دی چې د کرنیز محصول د نه لرلو پرمهال به څنګه د خپلې کورنۍ لومړنۍ اړتیاوې پوره کړي او د خپلو اولادونو لپاره د ډوډۍ په پیدا کولو کې به بریالی شي.

«ما خپله ۷۰ منه غنم کرلي وو چې له دې ۷۰ منو حتی ۷۰ دانې غنم هم راشنه نشول. درې منه اوربشې مې کرلې وې چې هېڅ را زرغونې نشوې. الوګان مې هم کرلي وو چې هېڅ ونشول. ټول وسوځیدل او واښه ترې جوړ شول. زما اندېښنه داده که ملاتړ مو ونشي بل هېڅ عاید نه لرو حیران یم چې د خپلو اولادونو نفقه به څنګه برابرو!؟»

یوازې سخي‌داد نه دی چې د خپلې کروندې د وچېدو له امله اندېښمن دی، د همدې کلي لسګونه او په ټوله کې د غور د بېلا بېلو سیمو ګڼ شمېر بزګرانو سږ کال د باران له کمښت او سختۍ وچکالۍ په پایله کې خپل محصولات له لاسه ورکړي او حتی نه دي بریالي شوي چې په ډېره کمه اندازه حاصلات هم ترې په لاس راوړي.

د غور اوسیدونکی ۴۵ کلن بزګر عظیم داد وايي: «له هغې ورځې چې مونږ کرنه ترسره کړې، هېڅ باران نه دی شوی نو چې باران ونشي هېڅ شی هم نه را زرغونیږي. ځمکې وچې پاتې شوي، نورو کلونو مو به لږ تر لږه ۱۳ یا ۱۴ خرواره غنم حاصل راټولوه. ځمکې زمونږ د ټولو اړتیاوو پوره کوونکې دي. زمونږ ډوډۍ له همدې ځمکې ده. ځینې وخت به مو اضافي غنم خرڅ کړل، وریجې او غوړي به مو ورباندې واخیستل خو سږ کال هېڅ هم نه لرو.»

د غور د للمي ځمکو کروندګر خبرداری ورکوي، که مسؤلې حکومتي ادارې او مرسته کونکي بنسټونه یې بحراني وضعیت ته پام ونه کړي، د اوبو د مدیریت لپاره اغېزمنې لارې چارې ونه سنجوي، د وچکالۍ پر وړاندې د مقاومو تخمونو د توزیع په برخه کې یې لاسنیوی ونه کړي، نه یوازې دا چې دوي به له خپلو مېنو کډو کولو ته اړ شي بلکې د کورنیو ترمنځ به د لوږې او سوی تغذيي کچه هم د پام وړ زیاته شي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


له بلې خوا د غور کرنیز متخصصین هم د اقلیمي بدلونونو په دوام هلته د وچکالۍ له امله راپورته شوې اندېښنې تاییدوي او وايي د بارانونو کمښت او د هوا ګرمیدل په وروستیو کلونو کې ددې لامل شوي چې کروندګر ونشي کولای له خپلو کرنیزو ځمکو د اړتیا وړ حاصلات ترلاسه کړي.

د دوي په باور له دې ستونزې د خلاصون یوازینۍ لارې دادي چې د اوبو د مدیریت لپاره له نویو لارو کار واخیستل شي، د وچکالۍ پر وړاندې مقاوم زراعتي تخمونه برابر شي او د اوبو زیاتیدو لپاره کوچني بندونه جوړ شي.

کرنیز کارپوه محمدیونس کمالي وايي: «که اقلیمي بدلونونه او وچکالي په همدې ډول دوام وکړي، ډېره د اندېښنې وړ ده. زما نظر دادی چې د دوامداره او اساسي تغیراتو لپاره لازمه ده د اوبو مدیریت ته پام وشي. د کوچنیو بندونو جوړولو ته لومړیتوب ورکړل شي، ویالې او کوچني ډنډونه د خلکو لخوا جوړ شي تر څو د باران اوبه ذخیره شي، په داسې ډول ممکنه ده تر یوه له حده له وچکالۍ څخه مخنیوی وشي.»

کرنیز کارپوهان هم وايي، که له بزګرانو څخه د ملاتړ لپاره مسؤلې حکومتي ادارې او مرستندویه بنسټونه اقدامات ترسره نه‌کړي، د خلکو اقتصادي او ټولنیز بحرانونه زیاتیدلی شي.

په همدې حال کې د غور د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولان هم تاییدوي چې د دې ولایت په کچه د حاصلاتو اندازه له تېرو کلونو سره په پرتله ۴۰ سلنه کمه شوې.

د دوی په خبره، د بزګرانو ټولې غوښتنې او شکایتونه یې له مرکزي ادارو او چارواکو سره شریک کړي.

د غور د کرنې ریاست مطبوعاتي مسؤل ضياءالحق جویا وايي: «متاسفانه روان کال د للمي ځمکو په حاصلاتو کې ډېره اندازه کمښت راغلی، په ځانګړي ډول د غنمو په حاصلاتو کې؛ هغه ارقام چې کرنې ریاست یې په واک کې لري، له تېر کال سره دا پرتله نیږدې ۴۰ سلنه ده چې حاصلات کم  شوي دي. د بزګرانو شکایتونه، غوښتنې او وړاندیزونه همېشه تر مونږ را رسي او مونږ یې هم را ټولو چې وروسته مو له ملاتړو ادارو لکه اېف اې او او نورو مؤسساتو او همکارو ادارو سره شریک کړي دي.»

د غور د کرنې او مالدارۍ ریاست د مالوماتو له مخې، غنم، اوربشې او نخود د دې ولایت له مهمو کرنیزو محصولاتو دي چې نږدې ۶۰ سلنه د کورنیو اړتیاوې ترې پوره کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې وروستیو اقلیمي بدلونو او بارانونو د پام وړ کمښت دا حاصلات په لوړه کچه زیانمن کړي؛ هغه ستونزه چې غور کروندګرو او بزګرانو ژوند یې له ستونزو سره مخ کړی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام