اجرایي لنډیز
دغه سروې چې د هېواد په ۳۰ ولایتونو کې د ۱۰۲۰ کروندګرو په ګډون شوې، په کلیوالي سیمو کې پر ټولنیز پایښت، خوړو خوندیتوب او د خلکو پر معیشت د وچکالي د پراخو اغېزو، کره او ټکانورکوونکی خبرداری وړاندې کوي.
موندنې ښيي چې وچکالي یوازې اقلیمي ننګونې نه، بلکې څو اړخیز ناورین دی چې اقتصادي، ټولنیزې او چاپېریالي پایلې له ځان سره لري او د کروندګرو ژوند ګواښي.
مهمې موندنې
- څه باندې ۸۰سلنه کروندګرو د وچکالي د مستقیمو اغېز راپور ورکړی
- ۹۰سلنه د اغېزو د شدت په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده
- ۹۱سلنه کروندې د حاصلاتو کمښت یا په بشپړ ډول وچوالي سره مخ شوي دي
- څه باندې ۷۰سلنه کورنۍ د عاید له سخت کمښت سره مخ دي
- ۷۰سلنه د اوبو سرچینې کمې شوي یا وچې شوې دي
د سروې موخې
عمومي هدف:
د افغانستان په کروندګرو د وچکالۍ د اغېزو بشپړ ارزونه او د مقابلې د لارو چارو پېژندنه
ځانګړي اهداف:
۱. پر کروندګرو د وچکالي د اغېز کچه اندازه کول
۲. د بحراني ولایتونو او سیمو پېژندنه
۳. د اقتصادي او ټولنیزو پایلو ارزونه
۴. د کروندګرو د تطبیقي اقداماتو څېړنه
۵. د سیاستي سپارښتنو وړاندې کول
د تحقیق میتودولوژي
- احصایوي ټولنه: په ۳۰ ولایتونو کې ټول فعال کروندګر
- د نمونې اخیستلو طریقه: څو پړاویز نمونهاخیستنه
پړاونه:
۱. لومړی پړاو: د کرنې له اهمیت سره سم ولایتونه ټاکل
۲. دویم پړاو: په هر ولایت کې د نمونې په توګه د ولسوالۍ ټاکل
۳. درېیم پړاو: په هره خوشه کې د کروندګرو تصادفي انتخاب
د نمونې اندازه:
- شوې نمونه: ۱۰۲۰ کروندګر
د معلوماتو راټولولو وسیله: جوړ شوی پوښتنلیک چې لاندې برخې لري:
د نفوس ځانګړتیاوې (۵ پوښتنې)
د وچکالۍ اغېزې (۸ پوښتنې)
اقتصادي پایلې (۶ پوښتنې)
تطبیقي اقدامات (۷ پوښتنې)
ملاتړ ته لاسرسی (۴ پوښتنې)
د سروې نېټه: ۲۰۲۴ اپرېل-اګسټ
د وچکالي تعریف: د باران د کموالي څرګندېدل، د سطحې اوبو سرچینو وچوالی او د ځمکې لاندې اوبو کچې کمښت چې په پایله کې یې د کرنیزو تولیداتو د پام وړ کمښت لامل شي.
د مطالعې محدودیتونه
۱. ځینو لرېپرتو سیمو ته محدود لاسرسی د پېچلې جغرافیا او د وخت محدودیت له امله
۲. د ټولیز تاریخي معلوماتو نشتوالی
۳. د ټولو ولسوالیو د بشپړ پوښښ لپاره د سرچینو کمښت
۴. د ټولو سیمو لپاره د کره اقلیمي معلوماتو نشتوالی
افغانستان کې د وچکالي د سروې لنډیز
اجرايي لنډیز
دغه سروې چې د هېواد په ۳۰ ولایتونو کې د ۱۰۲۰ کروندګرو په ګډون شوې، په کلیوالي سیمو کې پر ټولنیز پایښت، خوړو خوندیتوب او د خلکو پر معیشت د وچکالي د پراخو اغېزو، کره او ټکانورکوونکی خبرداری وړاندې کوي.
موندنې ښيي چې وچکالي یوازې اقلیمي ننګونې نه، بلکې څو اړخیز ناورین دی چې اقتصادي، ټولنیزې او چاپېریالي پایلې له ځان سره لري او د کروندګرو ژوند ګواښي.
مهمې موندنې
څه باندې ۸۰سلنه کروندګرو د وچکالي مستقیمو اغېزو په اړه راپور ورکړی او ۹۰سلنو یې، بیا د شدت له کبله اندېښنه څرکنده کړې ده. د هېواد اصلي محصول غنم، ډېر اغېزمن شوي او ۹۱سلنه کروندې د حاصلاتو کمښت یا په بشپړه توګه وچېدو سره مخ شوي دي.
د دې ناورین اقتصادي پایلې ژورې دي؛ له نیمو څخه زیاتې کورنۍ د عاید له شدید کمښت سره مخ دي او نږدې یو پر څلورمه برخه یې له بشپړ عاید څخه بېبرخې شوې دي. د اوبو د کمښت ناورین هم نوې بڼې غوره کړې؛ ۷۰سلنه د اوبو سرچینې کمې شوي یا بشپړې وچې شوي او اوبولګولو ته اړتیا لرونکې ځمکې تر ټولو ډېر زیانمنې شوې دي.
د ولایتونو ارزونه ښيي چې بادغیس، لوګر او کندوز په ناوریني وضعیت کې دي؛ فاریاب او وردګ د شدیدې اغېزې لاندې دي او بدخشان د لږ زیانمنو ولایتونو له ډلې دی. له جغرافیوي پلوه، مرکزي ولایتونه د خلکو د ډېرې کډوالي او د ځمکو د وچوالي له ستونزو سره مخ دي، شمالي ولایتونه د تولید د کموالي له ناورین سره لاس او ګرېوان دي او ختیځ ولایتونه د کم غبرګون ښودنې له ستونزې سره مخ دي.
د وچکالۍ دې ژور بحران ته په غبرګون کې، یوازې یوه برخه کروندګرو اقدامات کړي؛ لکه د څاګانو کیندل او د حاصلاتو د ډول بدلون. کابل د دې بدلون برخه کې د ولایتونو په سر کې راځي، خو تخار تر ټولو لوړه د نهاقدام کچه لري. شاوخوا نیمایي کروندګرو هېڅ ډول مرسته نهده ترلاسه کړې او نږدې نیمايي یې اړینې روزنیزې برنامې نهدي لیدلي.
دا سروی پر دې ټینګار کوي چې د افغانستان د کرنیزې برخې او د خوړو د امنیت د خوندي ساتلو لپاره بېړني، پراخ او اغېزمن اقدامات اړین دي. بې له منظم پلان او جدي مداخلې، وچکالي به د کرنې او خوړو امنیت په یوه نه کنټرولېدونکي ناورین بدل کړي.
د افغانستان د وچکالي هر اړخیز انځور
د راپور لنډیز
د وروستیو کلونو پرمهال افغانستان کې د وچکالي څپو د کروندګرو پر ژوند ژورې اغېزې کړې دي. د دې سروې موندنې له اقتصادي، ټولنیز او چاپېریالي اړخه د دې ښکارنده «پدیدې» کره انځور وړاندې کوي.
غوڅ اکثریت ځواب ویونکي نارینه دي، خو د ښځو ۱۹سلنه شتهوالی هم ښيي، که څه هم لږ دي، خو کرنه کې فعاله ونډه لري. د دې سروې د ډېری ګډونوالو عمر له ۲۰ تر ۲۵ کلونو دی چې ښيي کرنه د ځوان قشر ترمنځ دود ده او د دې نسل پایښت، اقلیمي بدلون پورې مستقیم تړاو لري.
څه باندې ۸۰سلنه کروندګرو په مستقیم ډول پر ځمکو او محصولاتو د وچکالي منفي اغېزو په اړه راپور ورکړی. له یادې ډلې ۹۰سلنه ویلي چې کرنیز محصولات یې اغېزمن شوي او یا هم کم شوي دي. په دې ډله کې غنم ۵۵.۵سلنه زیانمن شوي؛ هغه څه چې د خوړو خوندیتوب پایلې له ځان سره لري.
د اقتصادي ناورین اړخونه هم د پام وړ دي. په ډېری کورنیو کې د څه باندې ۷۰سلنه عوایدو کمښت یا پرېکېدل، د کروندګرو د فقر او مات و ګوډ معیشت ښکارندوینه کوي. د دې وضعیت ترڅنګ د څارویو له لاسه ورکول یا په زور کډوالي، په کلیوالي سیمو کې د مخ پر ځوړ اقتصادي ظرفیتونو بشپړ تصویر وړاندې کوي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په کرنیزو زیربناوو کې ډېری کروندګر د سطحې اوبو سرچینو پورې تړلي؛ خو شاوخوا ۷۰سلنو ویلي چې د دوی د اوبو سرچینې یا کمې شوي یا په بشپړه توګه وچې شوي دي. د بېثباته اوبو سرچینو پورې لوړه تکیه او اوبو ته د لاسرسي شدید کمښت د کرنې راتلونکی له جدي ګواښ سره مخامخوي.
د دې ناورین په ځواب کې، یوازې یوه برخه کروندګرو عملي ګامونه اخیستي، لکه د څاګانو کیندل، د حاصلاتو ډول بدلول، یا د کار بدلول. درېیمه برخه هېڅ اقدام نهدی کړی چې دا ښيي د بېوزلۍ، ناهیلۍ یا د بنسټونو د ملاتړ د نشتوالي نښه وي.
دا پرېښودو دا احساس دا ښيي چې لږترلږه ۷سلنه ګډونوالو اغېزمنې مرستې ترلاسه کړې دي، په داسې حال کې چې نیمایي هېڅ مرسته نهده ترلاسه کړې او پاتې کسانو یوازې بېپايه ژمنې اورېدلي دي. دغه وضعیت د خلکو بېړنو اړتیاوو او د حکومت او نړیوالو ادارو د ځواب ویلو ترمنځ ستر واټن ښکاره کوي.
سربېره پر دې، د کروندګرو د وچکالۍ د ناورین مدیریت په اړه د پوهاوي ټیټه کچه هم د زیانونو کمولو په لاره کې خنډ دی. نږدې نیمایي کروندګرو په دې برخه کې هېڅ روزنه نهده ترلاسه کړې. دا حالت د پراخو ښوونیزو او ملاتړ پروګرامونو د طرحې او عملي کولو اړتیا څرګندوي.
په پایله کې د سروې ځواب ویوونکو د اوبو سېسټم عصري کولو، ښوونه او مالي ملاتړ او پر نورو حللارو ټينګار کړی دی. د دې سروې موندنې ښيي چې وچکالي سره د مبارزې لپاره اړتیا ده چې محلي ټولنی په مستقیمه توګه په څو اړخیزه بڼه اقدام وکړي؛ ګنې تنګسیه، ټولنیزه بېثباتي او کورنۍ کډوالي به نوره هم پراخه شي.
بشپړ راپور
د ګډونوالو د مشخصاتو دموګرافیک
دا سروې د ۱۰۲۰ کروندګرو ترمنځ په ۳۰ ولایتونو کې شوې چې له ډلې یې، ۸۲۹ نارینه چې (۸۱سلنه) کېږي او ۱۹۱ ښځینه چې (۱۹سلنه) جوړوي، ګډون کړی دی.

په دې سروې کې له ۳۰ ولایتونو خلک ګډون کړی دی. تر ټولو ډېر ګډونوال له کابل (۱۵۱)، بدخشان (۸۷)، کندوز (۷۶)، تخار (۷۳) او بادغیس (۶۹) کسان دي. تر ټولو لږ ګډونوال له سرپل، زابل، دایکندي، بغلان او نیمروز څخه دي چې هر یو یې له درې کسانو کم دی.

د سروې د ګډونوالو تر ټولو ډېر عمر د ۲۰ څخه تر ۲۵ کلنو پورې عمرلرونکي کسان دي چې شمیر یې ۲۹۸ کسان او (۲۹٪) جوړوي. ورپسې د ۳۰ څخه تر ۳۵ کلنۍ پورې ډله بیا ۲۱۷ کسان او (۲۱٪)، د ۲۵ څخه تر ۳۰ کلنۍ پورې ۲۰۷ کسان (۲۰٪) او د ۳۵ کلنۍ څخه پورته عمرلرونکي بیا ۲۲۳ کسان (۲۲٪) دي. دا ښيي چې کرنه په ځوانانو کې پراخه ده او د هغوی ترمنځ دود ده.

پر کرنې د وچکالي اغېزې:
له ۸۱٪ څخه زیات ګډونوالو تایید کړې چې وچکالي په تېر یوه یا دوو کلونو کې د دوی پر کرنیزو حاصلاتو اغېزه کړې ده. یوازې له ۱۹٪ څخه کمو ګډونوالو ویلي چې دوی کومه اغېزه نهده لیدلې.

نږدې ۹۰٪ کروندګرو ویلي چې وچکالي یې پر حاصلاتو سخت یا ډېر زیات اغېز کړی دی. یوازې یوسلنه کروندګرو ویلي چې دوی کومه اغېزه نه ده احساس کړې.

د وچکالي مستقیمې پایلې:
۹۱سلنه ګډونوالو ویلي چې د وچکالۍ له امله یې د حاصلاتو کچه کمه شوې او د هغوی کرنیزې ځمکې وچې شوې دي. پاتې ۹٪ ویلي چې د وچکالۍ له امله یې څاروي له لاسه ورکړي یا اړ شوي چې له خپلو سیمو کډه وکړي.

غنم د ۵۵.۵٪ زیان سره تر ټولو ډېر اغېزمن شوي چې دا یوه ډېره اندېښمنونکې پایله ده، ځکه غنم په افغانستان کې د اصلي خوړو ماده ګڼل کېږي. مېوې او سبزیجات هم په ترتیب سره د زیان د کچې په دویم او درېیم ځای کې دي.

وچکالي د کورنیو پر اقتصاد ژور اغېز کړی؛ د ۵۶.۴٪ کورنیو عاید کم شوي او د ۱۸.۵٪ کورنیو عاید په بشپړه توګه پرې شوي دي. یوازې ۴.۶٪ کورنیو ویلي چې دوی کوم خاص اغېز نهدی احساس کړی. دا شمېرې د وچکالۍ له امله پراخه بېوزلۍ ښيي.

د ځمکې بڼه او د زیان کچه:
نږدې نیمایي کروندګرو چې (۴۸.۱٪) کېږي، اوبیزې ځمکې لري، په داسې حال کې چې ۳۷.۱٪ اوبیزې او للمي ځمکې لري. یوازې ۱۴.۷٪ کروندګر للمو ځمکو پورې تړلې دي.

د ګډونوالو تر ټولو زیات زیان د اوبیزو ځمکو دی چې (۴۵.۵٪) راپور شوی دی. سره له دې، شاوخوا یوه برخه ګډونوالو چې (۳۲.۴٪) دي، ویلي چې د دواړو ډولونو ځمکې یې زیانمن شوي دي.

د اوبولګولو لپاره د سرچینو او اوبو بدلون:
له نیمایي ډېر ګډونوال (۵۱.۴٪) د سطحې اوبو سرچینو څخه ګټه اخلي، په داسې حال کې چې ۲۵.۸٪ یې د ژورو او نیمه ژورو څاګانو څخه ګټه اخلي. یوازې ۱۷٪ کروندګر په باراني اوبو تکیه دي.

نږدې ۷۰سلنه ګډونوالو راپور ورکړی چې د اوبو سرچینې یې یا کمې شوي او هم وچې شوې دي.

د ګډونوالو غبرګون او اقدامات:
د سروی موندنې ښيي چې ۳۷.۵سلنه کروندګرو د وچکالۍ په ځواب کې د اوبو د چمتوکولو لپاره څاه کیندلې ده. نږدې یو پر درېیمه برخه ګډونوال وايي چې هېڅ اقدام یې نهدی کړی چې ښایي د مالي امکاناتو د نشتوالي یا د لازم پوهاوي له کمښت سره تړاو ولري. همداراز یوشمېر کروندګرو د کښت ډول بدل کړی یا یې دندې ته بدلون ورکړی، څو له ناورین سره مقابله وکړي.

نږدې نیمايي ګډونوالو ویلي چې هېڅ مرستې یې نهدي ترلاسه کړي. شاوخوا ۲۲.۷سلنه نورو ویلي، یوازینی څه یې چې ترلاسه کړي، هغه تشې او بېپایلې ژمنې وې. یوازې ۶.۴سلنه ګډونوالو اغېزمنې مرستې ترلاسه کړي دي. دغه معلومات د خلکو د اړتیاوو او د مسوولو دولتي او نړیوالو ادارو د مرستو ترمنځ ژوره تشه او نه همغږي په ډاګه کوي.

د سروی پایلو ښودلې چې له ۴۸سلنه زیاتو ګډونوالو ویلي، دوی د وچکالۍ د مدیریت په برخه کې هېڅ ډول روزنه نهده ترلاسه کړې. یوازې ۷.۳سلنه یې عملي روزنه لیدلې او شاوخوا ۴۴سلنه نورو ویلي، یوازې یې معلومات د رسنیو یا محدودو سرچینو له لارې ترلاسه کړي دي. دغه وضعیت په هېواد کې د وچکالۍ پروړاندې د پراخو او هدفمندو روزنیزو پروګرامونو اړتیا لاروښانوي.

د وچکالي اغېزو کمولو لپاره وړاندیزونه او حللارې
د سروی ۵۸سلنه ګډونوالو ټینګار کړی چې د وچکالي د ستونزې د حل لپاره باید ټول وړاندیز شوي اقدامات، لکه د اوبهلګولو عصري سیستمونه، روزنیز پروګرامونه او مالي ملاتړ، هممهاله پلي شي. دا غبرګون د خلکو د ناورین د ژور درک او د څو اړخیزو حللارو پر اړتیا روښانه ټينګار کوي.

د ولایتونو پرتله: د لومړیتوبونو پېژندنه
په دې سروې کې د ۱۱ ولایتونو کې ګډونوالو چې د هر یو شمېر یې د ۴۵ او ۲۰۰ کسانو ترمنځ دی، په پرتلهییزه توګه یې، ارزونه شوې.
دغه ولایتونه بادغیس لوگر، کندوز، فاریاب، وردګ، بلخ، هرات، کابل، کاپیسا، تخار او بدخشان دي.
بادغیس په ۹۷سلنه زیانمنونکو او ۹۹سلنه لوړې کچې په درلودو سره تر ټولو ډېر اغېزمن شوی، بدخشان بیا ۶۷سلنه زیانمنونکو ولایتونو په ډله کې لږ اغېزمن ولایت دی.
- بادغیس له ناورین ډکه ولایت غوره شوی
- کابل د لوړې کچې مقابلې ظرفیت
- تخار د نه اقدام تر ټولو لوړه کچه
د وچکالي شدت او پراختیا
د سروې له مخې، بادغیس د ۹۷٪ اغېزمنونکو ولایتونو په ډله کې تر ټولو زیانمن ولایت دی او په بحراني وضعیت کې دی. لوګر (۹۴.۱۲٪) او کندوز (۹۲٪) هم په لوړه کچه وچکالي سره مخ دي. په مقابل کې بدخشان د ۶۷٪ اغېرمنونکو ولایتونو ډله کې تر ټولو لږ اغېزمن شوی دی. په ټولیز ډول، د دغو ولایتونو منځنۍ اغېزمنونکې کچه ۸۳.۹۹٪ ده چې هېواد کې د ناورین پراختیا ښيي. د اغېز تر ټولو لوړې او ټیټې کچې ترمنځ ۳۰٪ توپیر د وچکالۍ نابرابر وېش څرګندوي.
د وچکالۍ د اغېز شدت تر ټولو زیات په بادغیس او کابل کې راپور شوی چې دواړو کې ۹۹٪ دی، په داسې حال کې چې کاپیسا یوازې ۴۵٪ شدت لري. له ۱۱ څارل شویو ولایتونو څخه په ۸ ولایتونو کې، تر ۸۵٪ زیات کروندګرو د اغېز لوړه کچه ثبت کړې. دا څرګندوي چې حتا په هغو سیمو کې چې وچکالي لږ اغېزمنوي، بیا هم ژور او جدي زیانونه شتون لري.

اقتصادي او کرنیزې پایلې
د وچکالي یوه تر ټولو اصلي اغېزه د کرنیزو محصولاتو کمښت دی. بلخ له دې اغېزمنتیا ۷۰.۲۱سلنه اغېزمن شوی دی. بادغیس دویمه درجه ک دی چې ۶۴سلنه او لوګر بیا ۲۰.۹سلنه ښيي. دا معلومات ښيي چې د حاصلاتو کمښت یوازې د زیانمنونکو کچې پورې تړاو نهلري او سیمهییز عوامل او د کښت بڼه هم مهمه ونډه لري.

د کرنیزو ځمکو د وچېدو په برخه کې لوګر له نورو ولایتونو مخکې دی چې ۶۲.۶۹٪ ځمکې یې وچې شوې دي. وردګ (۵۴.۹٪) او کابل (۵۳.۶٪) هم له نیمايي زیاتې ځمکې له وچوالي سره مخ دي. په مقابل کې، بلخ یوازې ۲۱.۲۸٪ د ځمکو وچوالی راپور کړی دی. دا معلومات ښيي چې په مرکزي ولایتونو کې د ځمکو وچېدل لویه ستونزه ده، حال دا چې په شمال کې د حاصلاتو کمښت تر ټولو ستره ننګونه ګڼل کېږي.

وچکالي په ځینو ولایتونو کې د کډوالۍ کچه هم لوړه کړې؛ داسې چې وردګ د ۱۷.۶۵٪ او لوګر د ۱۶.۴۲٪ سره د وچکالۍ له امله د کډوالۍ تر ټولو لوړه کچه لري. په هرات کې ۹.۶۸٪ او کندوز کې ۸٪ کډوالۍ په منځني کچه راپور شوې ده. دغه کډوالۍ په عمده ډول په مرکزي ولایتونو کې رامنځته شوي چې ښايي د ښارونو نږدېوالي او د انتقال اسانۍ سره تړاو ولري.

د کښت بڼه او د اغېزمنلو کچه
د کرنیزو ځمکو د ډولونو څېړنه ښيي چې کابل د ۸۳.۴۶٪ سره تر ټولو ډېر اوبیزې ځمکې پورې تړلی دی. بدخشان یوازینی ولایت دی چې ۳۹٪ للمي کښت لري؛ په داسې حال کې چې په تخار او فاریاب ولایتونو کې اوبیر او للمي دواړه متوازن ډول لیدل کېږي.

د کرنې د کښت د ډول پربنسټ د زیانمنلو کچه ښيي چې اوبیزې ځمکې په ټولو ولایتونو کې تر ټولو ډېرې زیانمنې دي. په کابل کې ۸۰.۹۵٪ اوبیزې ځمکې زیانمنې شوي دي. په بدخشان کې چې للمي کښت ډېر دی، ۵۷٪ ځمکې زیانمنې شوي دي. دا وضعیت د ټولو کښت ډولونو د خرابېدو جديت او د ستونزې پراخوالی څرګندوي.

د اوبو سرچینې او بدلونونه
اوبو پورې د تړاو برخه کې بادغیس او فاریاب ولایتونه تر ټولو زیات په باراني اوبو تکیه دي، په داسې حال کې چې تخار او کاپیسا ډېر د سطحې اوبو سرچینو څخه استفاده کوي. لوګر او هرات هم د ژورو څاګانو د اوبو کارولو ته مخه کړې ده.

د اوبو د سرچینو د کموالي په برخه کې تر ټولو زیات کمښت په کندوز او بدخشان کې ثبت شوی چې له ۸۰٪ څخه زیات دی. کابل هم د ۷۹.۲٪ کموالي سره اندېښمنونکي وضعیت لري. یوازې لوګر د اوبو د سرچینو د کموالي کچه له ۷۵٪ ټیټه ښودل شوې ده. دغه شمېرې څرګندوي چې د اوبو د سرچینو کموالی یوه عمومي، خو توپیریزه ستونزه ده.

د مقابلې اغېزمن ګامونه او حللارې
د وچکالي پروړاندې د مبارزې لپاره ځینو ولایتونو د نویو څاګانو په کیندو سربېره بېلابېل اقدامات پیل کړي دي. کابل د ۸۴٪ هڅو سره تر ټولو مخکښ دی، په داسې حال کې چې بلخ (۵۹.۵۷٪) او هرات (۵۴.۸۴٪) په منځني کچه هڅې کوي او بادغیس د ۲۶٪ سره تر ټولو لږ اقدامات کړي دي.

د کرنیزو محصولاتو د ډول د بدلون په برخه کې لوګر د ۵۶.۹۲٪ او وردګ د ۵۳.۸۵٪ سره د شرایطو د تطبیق تر ټولو لوړه کچه لري. په مقابل کې، تخار (۱۹.۳۰٪) او بادغیس (۱۷٪) تر ټولو ټیټه کچه د محصول د بدلون راپور ورکړی دی.

په دې برخه کې اندېښمنوونکې مسله ځینو ولایتونو کې د اقدام نهکولو موضوع ده. تخار له ۶۱.۴۰٪، کاپیسا له ۵۷.۵۰٪ او بدخشان له ۴۸٪ سره هغو ولایتونو څخه دي چې هېڅ ګټور اقدام یې نه دی کړی. دا موضوع د دې ښکارندوي کوي چې د هېواد له ختیځو ولایتونو بېړني ملاتړ اړتیا ده.

ژور لید؛ د هغو ولایتونو جزییات چې سروې کې د ګډون تر ټولو لوړه سطحه لري.
بادغیس
۱ـ د وچکالۍ اغېز:
تر ټولو لوړ شمېر ځواب ورکوونکو (۹۷٪) تایید کړې چې وچکالۍ یې پر محصولاتو اغېز کړی دی.
۲ـ د کښت ډول:
۹۳سلنه کروندګر للمي یا للمي او اوبیزې ځمکې لري؛ یوازې د ٪۷ هغوی ځمکې اوبیزې دي.
۳ـ د حاصلاتو زیان:
۴۳٪ هغو ویلي چې د دوی دواړه ډوله کرنیزې ځمکې زیانمنې شوي دي او ۵۰٪ نورو بیا ځانګړي ډول د للمي ځمکو ته اشاره کړې.
۴ـ د اغېز شدت:
۹۹ سلنه نورو ویلي چې وچکالۍ ډېر زیات او یا ډېر اغېز لرلی او یوازې یو کس یې اغېز کم بللی دی.
۵ـ د وچکالۍ په دلیل ستونزې:
۶۴٪ د حاصلاتو له کمېدو شکایت لرلی او شاوخوا ۲۸٪ نورو د ځمکو وچېدو راپور ورکړی.
۶ـ د اوبو لګولو سرچینې:
نیمايي کروندګر د باران په اوبو پورې تړلي دي او ۳۶٪ نور په سطحي اوبو پورې. څاګانې ډېر کم رول لري.
۷ـ د اوبو لګولو سرچینو تغییر:
۶۴٪ کروندګرو ویلي د اوبو سرچینې ډېرې کمې شوي او ۲۰٪ نورو ویلي چې د اوبو سرچینې یې په بشپړه توګه وچې شوي.
۸ـ د وچکالۍ پر وړاندې اقدامات:
یوازې شاوخوا ۲۶٪ د څاګانو کیندلو ته مخه کړې او ۱۷٪ نورو هم د خپلو محصولاتو ډول ته بدلون ورکړی.
بدخشان
۱ـ د وچکالۍ اغېز:
بدخشان کې شاوخوا ۶۷٪ کروندګرو وچکالي جدي او اغېزناکه بللې، خو د بادغیس په پرتله یې په کمه سطحه زیان لیدلی.
۲ـ د کښت ډول:
۴۴٪ کروندګر هم للمي او هم اوبیزې ځمکې لري؛ یوازې د اوبیزو ځمکو کروندګر شاوخوا ۱۷٪ دي.
۳ـ د حاصلاتو زیات:
۵۷٪ هغو ویلي د للمي حاصلاتو ته یې ډېر زیان اوښتی او ۲۱٪ نورو ویلي چې دواړو ځمکو ته یې زیان رسېدلی.
۴ـ د اغېز شدت:
شاوخوا ۵۵٪ هغوی اغېز ډېر زیات بللی، خو شاوخوا ۱۰٪ نورو ویلي ډېر لږ اغېز یې هېڅ اغېز یې نه دی لرلی.
۵ـ د وچکالۍ په دلیل ستونزې:
شاوخوا ۵۰٪ هغو ویلي چې حاصلات یې کم شوي او ۴۲٪ د خپلو ځمکو وچېدو خبره کړې. د کډوالۍ یادونه هم شوې.
۶ـ د اوبو سرچینې:
سطحي او د باران اوبه دوه اصلي سرچینې دي. د څاګانو رول په ۸٪ نسبتاً کم دی.
۷ـ د اوبو لګولو سرچینو تغییر:
څه باندې ۸۰٪ هغو ویلي د اوبو سرچینې کمې شوي یا وچې شوي.
۸ـ د وچکالۍ پر وړاندې اقدامات:
تر نیمايي کروندګرو (۴۸٪) هېڅ ډول تدبیر نه دی نیولی. ۲۳٪ نورو نوې څاګانې کیندلي او ځینو هم کار یا محصول ته بدلون ورکړی دی.
بلخ
۱. په کرنیزو محصولاتو د وچکالي اغېز
بلخ ولایت کې ۸۳.۶۴٪ کروندګرو ویلي چې د تېرو یو دوو کلونو وچکالۍ یې پر محصولاتو اغېز کړی، داسې حال کې چې یوازې ۱۶.۳۶٪ نورو دغه اغېز نه دی احساس کړی.
۲. د کښت ډولونه:
په بلخ ولایت کې په ډېری کرنیزو ځمکو (۶۱.۷۰٪) په اوبیز ډول کښت کېږي. یوازې ۱۰.۶۴٪ ځمکې للمي دي او ۲۷.۶۶٪ یې له دواړو ډولونو دي.
۳. د وچکالۍ له امله حاصلاتو تر ټولو ډېر زیان
۵۱.۰۶ ٪ کروندګر وایي چې د دوی اوبیز حاصلات د وچکالۍ له امله تر ټولو زیات زیانمن شوي، په داسې حال کې چې ۲۵.۵۳ ٪ یې څرګندوي چې هم اوبیز او هم للمي حاصلاتو ته زیان رسېدلی دی.
۴. د وچکالۍ د اغېز کچه
تر نیمايي زیاتو ګډونوالو (۵۱.۰۶٪) ویلي چې وچکالۍ «ډېره زیاته» اغېزه کړې او ۴۴.۶۸٪ هغو ویلي چې دغه اغېز «تر یوه حده زیاته» وه.
۵. د وچکالۍ پایلې
د حاصلاتو کمښت تر ټولو لویه ستونزه یاده شوې چې ۷۰.۲۱٪ ګډونوالو ورته اشاره کړې. ترڅنګ یې ۲۱.۲۸٪ د کرنیزو ځمکو وچېدو او ۸.۵۱٪ د مالدارۍ لمنځه تلو ته اشاره کړې ده.
۶. د ځمکو اوبه کولو سرچینه
د ډېری کروندګرو لپاره د ځمکو اوبو کولو اصلي سرچینې سطحي اوبه (۴۴.۶۸٪) او ژورې یا نیمهژورې څاګانې (۳۶.۱۷٪) دي.
۷. دې وروستیو کلونو کې د اوبو سرچینو کې بدلون
له ۶۱٪ زیاتو کروندګرو ویلي چې د دوی د اوبو سرچینې په پراخه کچه کمې شوي او ۲۹.۷۹٪ نورو ویلي چې دغه سرچینې «تر یوه حده» کمې شوې دي.
۸. د وچکالۍ پر وړاندې تدابیر
په بلخ ولایت کې، ۵۹.۵۷٪ کروندګرو د نوو څاګانو په کیندلو سره هڅه کړې چې له وچکالۍ سره مقابله وکړي، خو ۲۳.۴۰٪ نورو هېڅ ډول تدبیر نه دی نیولی.
تخار
۱. په کرنیزو حاصلاتو د وچکالۍ اغېز
تخار کې ۷۲.۶۰٪ کروندګرو د وچکالۍ له امله پر خپلو کرنیزو حاصلاتو د اغېز شتون تأیید کړی، په داسې حال کې چې ۲۷.۴۰٪ هغو دا اغېز نه دی تجربه کړی.
۲. د کښت ډولونه
تخار کې ډېری کروندګرو ۵۶.۱۴٪ داسې ځمکې لري چې هم اوبیزې دي او هم للمي، په داسې حال کې چې یوازې د ۲۶.۳۲٪ کروندګر ځمکې اوبیزې دي.
۳. د وچکالۍ له امله د حاصلاتو تر ټولو زیات زیان
۴۲.۸۶٪ کروندګرو ویلي چې د وچکالۍ له امله یې هم اوبیز او هم للمي حاصلات زیانمن شوي او ۳۳.۹۳٪ نورو یوازې د للمي حاصلاتو ته د زیان خبره کړې ده.
۴. د وچکالۍ د اغېز کچه
تخار کې ۲۷.۵۹٪ کروندګرو وچکالي «ډېره زیاته» او ۴۶.۵۵٪ نورو دا اغېز «تر یوه حده زیات» بللی. ۸.۶۲٪ نورو بیا ویلي چې وچکالۍ هېڅ اغېز نه دی پرې کړی.
۵. د وچکالۍ پایلې
د حاصلاتو کمېدل (۵۱.۷۲٪) او د ځمکو وچېدل (۳۶.۲۱٪) تر ټولو مهمې ستونزې په ګوته شوي دي. ځینو کروندګرو د مالدارۍ له لاسه ورکولو او کډوالۍ ته هم اشاره کړې ده.
۶. د ځمکو د اوبه کولو سرچینه
تخار کې ۷۰.۱۸٪ کروندګر له سطحي اوبو لکه نهرونو او سیندونو ګټه اخلي او یوازې ۱.۷۵٪ له ژورو څاګانو څخه استفاده کوي.
۷. په وروستیو کلونو کې د اوبو د سرچینو بدلون
تخار کې ۴۳.۸۶٪ کروندګرو ویلي چې د دوی د اوبو سرچینې «تر یوه حده» کمې شوې او ۳۶.۸۴٪ نورو د شدید کمښت راپور ورکړی او ۱۰.۵۳٪ نورو څرګنده کړې چې د دوی سرچینه په بشپړ ډول وچه شوې ده.
۸. د وچکالۍ پر وړاندې تدابیر
له نیمايي ډېرو کروندګرو (۶۱.۴۰٪) ویلي چې دوی د وچکالۍ پر وړاندې هېڅ ډول تدبیر نه دی نیولی. یوازې ۱۹.۳۰٪ هغو د خپلو کرنیزو محصولاتو ډولو بدل کړی او ۱۰.۵۳٪ د اوبو لپاره څاګان کیندلي دي.
فاریاب
۱. په کرنیزو حاصلاتو د وچکالۍ اغېز
فاریاب کې ۹۱.۳۰٪ کروندګرو تأیید کړې چې په تېرو یو یا دوو کلونو کې وچکالۍ د دوی پر کرنیزو حاصلاتو اغېز کړی، په داسې حال کې چې یوازې ۸.۷۰٪ هغو ویلي چې دوی دا اغېز نه دی تجربه کړی.
۲. د کرنیزو ځمکو ډول
۵۴.۳۵٪ ګډونوال هم اوبیزې او هم للمي ځمکې لري. للمي ځمکې ۲۶.۰۹٪ او اوبیزې ځمکې ۱۹.۵۷٪ جوړوي.
۳. د وچکالۍ له امله د حاصلاتو تر ټولو ډېر زیان
۴۵.۶۵٪ کروندګرو ویلي چې د دوی دواړه ډوله (اوبیزې او للمي) ځمکې د وچکالۍ له امله زیانمنې شوي. ۳۴.۷۸٪ د للمي حاصلاتو د زیان خبره کړې او ۱۹.۵۷٪ بیا د اوبیزو حاصلاتو د زیان یادونه کړې ده.
۴. د وچکالۍ د اغېز کچه
فاریاب کې ۴۳.۴۸٪ کروندګرو ویلي چې وچکالۍ پرې «ډېره زیاته» اغېزه کړې، ۴۱.۳۰٪ دا اغېز «تر ډېره حده» اغېزناکه وو. یوازې ۱۵.۲۲٪ کروندګر ویلي چې وچکالۍ پرې لږ اغېزه کړی دی.
۵. د وچکالۍ پایلې
د وچکالۍ تر ټولو زیات راپور شوی زیان د حاصلاتو کمښت (۵۴.۳۵٪) و او تر هغه وروسته د کرنیزو ځمکو وچېدل (۳۴.۷۸٪) یاد شوي. ځینو نورو د مالدارۍ لمنځه تلو او کډوالۍ ته اشاره کړې ده.
۶. د ځمکو اوبو لګولو سرچینې
د باران اوبه او سطحي اوبه هر یو د ۳۷.۷۸٪ کروندګر اصلي منبع جوړوي او ۱۷.۷۸٪ له څاګانو ګټه اخلي او ۶.۶۷٪ کروندګرو هېڅ مشخصه د اوبو سرچینه نهلري.
۷. د اوبو سرچینو کې بدلون
نږدې نیمايي کروندګرو (۴۶.۶۷٪) د اوبو د سرچینو د شدید کمښت راپور ورکړی. ۳۱.۱۱٪ نورو هم ویلي چې سرچینې یې په بشپړه توګه وچې شوي دي.
۸. د وچکالۍ پر وړاندې تدابیر
فاریاب کې ۳۵.۵۶٪ کروندګرو د وچکالۍ پر وړاندې هېڅ ډول تدبیر نه دی نیولی، خو ۳۳.۳۳٪ د څاګانو په کیندلو او یو شمېر نورو بیا د خپلو محصولاتو یا دندې ډول په بدلولو سره مبارزه کړې
کابل
۱. په کرنیزو حاصلاتو د وچکالۍ اغېز
کابل کې ۸۱.۴۶٪ کروندګرو د وچکالۍ اغېز تأیید کړی، په داسې حال کې چې ۱۸.۵۴٪ ویلي وچکالۍ پرې اغېزه نه ده کړې.
۲. د کرنیزو ځمکو ډول
کابل کې ډېری کرنیزې ځمکې (۸۳.۴۶٪) اوبیزې دي. د للمي ځمکو برخه یوازې ۲.۳۶٪ ده او ۱۴.۱۷٪ ځمکې بیا د اوبیزو او للمي ځمکو ګډ ترکیب لري.
۳. د وچکالۍ له امله د حاصلاتو تر ټولو ډېر زیان
تر ټولو ډېر زیان اوبیزو ځمکو ته اوښتی چې ۸۰.۹۵٪ یې یادونه کړې. یوازې ۲.۳۸٪ د للمي ځمکو زیان راپور ورکړی او ۱۶.۶۷٪ ویلي چې دواړه ډوله ځمکې یې زیانمنې شوې دي.
۴. د وچکالۍ اغېز
وچکالۍ د ۷۴.۴۰٪ کروندګرو لپاره ډېر زیات او د ۲۴.۸۰٪ نورو لپاره تر یوه حده زیات اغېز لرلی. یوازې ۰.۸۰٪ هغو د کم اغېز راپور کړی.
۵. د وچکالۍ پایلې
د حاصل کموالی ۴۶.۴۰٪ او د ځمکو وچېدل ۵۳.۶۰٪ کابل کې د وچکالۍ دوه اصلي او جدي پایلې بلل شوي دي.
۶. د اوبه کولو سرچینې
په کابل کې تر ټولو ډېر کروندګر ۶۰٪ د خپلو کرنیزو ځمکو اوبه کولو لپاره له سطحي اوبو، ۳۶٪ د څاهګانو له اوبو او یوازې ۴٪ د باران له اوبو استفاده کوي.
۷. د اوبو سرچینو کې بدلون
د اوبو سرچینو وضعیت په جدي توګه بحراني دی؛ ۵۰.۴۰٪ هغو ویلي چې د دوی د اوبو سرچینه په بشپړه توګه وچه شوې او ۲۸.۸۰٪ نور یې د سخت کمښت راپور ورکړی دی.
۸. د وچکالۍ پر وړاندې تدابیر
په کابل کې ۸۴٪ کروندګرو له وچکالۍ سره د مقابلې لپاره څاهګانې کیندلي. لږ شمېر هغو خپل مسلک یا د کرنیزو محصولاتو ډول بدل کړی او ۱۰.۴۰٪ کروندګرو هېڅ اقدام نه دی کړی.
لوگر
۱. په کرنیزو حاصلاتو د وچکالۍ اغېز
په لوګر کې ۹۴.۱۲٪ کروندګرو ویلي چې وچکالۍ د دوی پر کرنیزو حاصلاتو اغېز کړی او یوازې ۵.۸۸٪ نورو دغه اغېز نه دی حس کړی.
۲. د کرنیزو ځمکو ډول
ډېری ځمکې (۷۰.۱۵٪) اوبیزې دي. ۲۶.۸۷٪ ځمکې اوبیزې او للمي دواړه دي او یوازې ۲.۹۹٪ بیا للمي دي.
۳. د وچکالۍ له امله تر ټولو ډېر زیانمن شوي حاصلات
۶۰٪ کروندګرو څرګنده کړې چې د اوبیزو ځمکو حاصلات تر ټولو ډېر زیانمن شوي، په داسې حال کې چې ۲۹.۲۳٪ باور لري چې د اوبیزو او للمي دواړو ډولونو حاصلاتو ته زیان رسېدلی دی.
۴. د وچکالۍ د اغېز کچه
لوګر کې ۷۰.۱۵٪ خلکو د وچکالۍ اغېز “تر یوه حده زیات” او ۲۳.۸۷٪ دا اغېز “ډېر زیات” او یوازې ۲.۹۹٪ دغه اغېز کم بللی دی.
۵. د وچکالۍ پایلې
د وچکالۍ تر ټولو زیاته راپور شوې پایله د کرنیزو ځمکو وچېدل دي چې ۶۲.۶۹٪ کروندګرو یې یادونه کړې. همداراز ۲۰.۹۰٪ د حاصلاتو له کمښت او ۱۶.۴۲٪ د کډوالۍ یا د استوګنځای د بدلون راپور ورکړی.
۶. د اوبه کولو سرچینې
لوګر کې ۵۴.۲۴٪ کروندګر د خپلو ځمکو د اوبه کولو لپاره له ژورو یا نیمهژورو څاهګانو کار اخلي. ۳۷.۳۱٪ له سطحي اوبو او یوازې ۲.۹۹٪ له باراني اوبو ګټه اخلي.
۷. د اوبو سرچینو بدلون
۶۲.۶۹٪ کروندګرو د اوبو سرچینو له سخت کمښت خبر ورکړی او ۱۰.۴۵٪ هغو ویلي چې د دوی سرچینې په بشپړه توګه وچې شوي دي.
۸. د وچکالۍ پر وړاندې تدابیر
لوګر کې ۵۶.۹۲٪ کروندګرو د وچکالۍ پر وړاندې د مقابلې لپاره د کرنیزو محصولاتو ډولونه بدل کړي. ۲۳.۰۸٪ کسانو خپل د کرنې مسلک پرې ایښی یا بدل کړی او ۱۵.۳۸٪ کروندګرو نوې څاهګانې کیندلي دي.
هرات
۱. په کرنیزو حاصلاتو د وچکالۍ اغېز
هرات کې ۸۳.۳۳٪ کروندګرو د وچکالۍ اغېز حس کړی او ۱۶.۶۷٪ نورو هغه بېاغېز بللی.
۲. د کرنیزو ځمکو ډول
هرات کې د کرنې ډېرې ځمکې ترکیبي (اوبیزې او للمي) دي چې ۴۶.۱۵٪ یې جوړوي. داسې حال کې چې اوبیزې ځمکې ۴۳.۵۵٪ دي او یوازې ۱۵.۳۸٪ ځمکې للمي دي.
۳. د وچکالۍ له امله تر ټولو ډېر زیانمن شوي حاصلات
اوبیزو حاصلاتو ۴۱.۹۴٪ تر ټولو ډېر زیان لیدلی، خو ۳۰.۶۵٪ نورو ویلي چې دواړه ډول حاصلات ته زیان رسېدلی.
۴. د وچکالۍ د اغېز کچه
ډېری ګډونوالو ۶۱.۲۹٪ د وچکالۍ اغېز “تر یوه حده زیات” بللیاو ۳۲.۲۶٪ نورو دا اغېز “ډېر زیات” ارزولی دی.
۵. د وچکالۍ پایلې
د وچکالۍ تر ټولو پراخه ستونزه د کرنیزو حاصلاتو کمښت بلل شوی چې ۵۶.۴۵٪ کروندګرو یې یادونه کړې. داسې حال کې چې ۳۳.۸۷٪ د ځمکو وچېدل او ۹.۶۸٪ کډوالي تجربه کړې.
۶. د اوبه کولو سرچینې
ډېری کروندګر (۵۳.۲۳٪) د خپلو کرنیزو ځمکو د اوبه کولو لپاره له ژورو یا نیمهژورو څاهګانو ګټه اخلي. ورپسې ۳۲.۲۶٪ له سطحي اوبو او ۱۲.۹۰٪ له باراني اوبو استفاده کوي.
۷. د اوبو سرچینو بدلون
۵۸.۰۶٪ هغوی ویلي چې د اوبو سرچینې ډېرې کمې شوي او ۱۴.۵۲٪ هغوی ویلي چې سرچینې یې په بشپړه توګه وچې شوې دي.
۸. د وچکالۍ پر وړاندې تدابیر
هرات کې له نیمایي زیات کروندګرو (۵۴.۸۴٪) نوې څاهګانې کیندلي. یوازې لږ شمېر کسانو خپل دنده یا د کرنیزو محصولاتو ډول بدل کړی او ۲۰.۹۷٪ کروندګرو هېڅ اقدام نه دی کړی.
میدانوردګ
۱. په کرنیزو حاصلاتو د وچکالۍ اغېز
۸۵.۲۵٪ کروندګرو ویلي، وچکالۍ د دوی پر کرنیزو حاصلاتو اغېز کړی، په داسې حال کې چې ۱۴.۷۵٪ ویلي چې دوی دغه ډول اغېز نه دی احساس کړی.
۲. د کرنیزو ځمکو ډول
۶۹.۲۳٪ ځمکې اوبیزې دي او ۳۰.۷۷٪ ځمکې للمي او اوبیزې ترکیبي بڼه لري. د للمي ځمکو په اړه کومه ځانګړې شمېره نه ده ثبت شوې.
۳. د وچکالۍ له امله تر ټولو ډېر زیانمن شوي حاصلات
تر ټولو ډېر زیان اوبیزو ځمکو ۷۳.۰۸٪ لیدلی او ۲۶.۹۲٪ هغو ویلي دواړه ډوله محصول ته زیان اوښتی دی.
۴. د وچکالۍ د اغېز کچه
اکثرو ګډونوالو (۷۴٪) د وچکالۍ اغېز “تر یوه حده زیات” بللی، ۱۶٪ یې دا اغېز “ډېر زیات” او ۱۰٪ یې “کم” بللی دی.
۵. د وچکالۍ پایلې
تر ټولو ډېره راپور شوې ستونزه د کرنیزو ځمکو وچېدل دي چې ۵۴.۹۰٪ کروندګرو یې یادونه کړې. ورپسې، ۲۸.۴۹٪ د حاصلاتو د کمښت او ۱۷.۶۵٪ د کډوالۍ راپور ورکړی.
۶. د اوبه کولو سرچینې
۵۴.۹۰٪ کروندګر د خپلو ځمکو د اوبه کولو لپاره له ژورو یا نیمهژورو څاهګانو ګټه اخلي، ۴۱.۱۸٪ له سطحي اوبو او یوازې ۱.۹۶٪ یا له باراني اوبو استفاده کوي یا یې منبع مشخصه نه ده.
۷. د اوبو سرچینو کې تغییر
ډېری کروندګرو ۵۷.۶۹٪ د اوبو سرچینو د شدید کمښت راپور ورکړی. ۲۸.۸۳٪ هغو د اوبو منځنی کمښت او ۱۳.۴۶٪ د سرچینو بشپړه وچېدل تایید کړي دي.
۸. د وچکالۍ پر وړاندې تدابیر
اکثریت ۵۳.۸۵٪ کروندګرو د کرنیزو محصولاتو ډول بدل کړی، ۲۱.۱۵٪ نوې څاهګانې کیندلي او یوازې ۷.۶۹٪ هېڅ ډول اقدام نه دی کړی.
کاپیسا
۱. په کرنیزو حاصلاتو د وچکالۍ اغېز
کاپیسا کې ۷۶.۱۹٪ کروندګرو ویلي چې وچکالۍ یې پر حاصلاتو اغېز کړی، پداسې حال کې چې ۲۳.۸۱٪ دا اغېز نه دی احساس کړی.
۲. د کرنیزو ځمکو ډول
ډېری ځمکې اوبیزې دي ۶۸.۲۹٪ ، للمي ځمکې ۱۲.۲۰٪ دي او ۱۹.۵۱٪ ترکیبي ځمکې بلل شوي.
۳. د وچکالۍ له امله تر ټولو ډېر زیان لیدلي حاصلات
اکثریت کروندګر (۶۲.۵۲٪) وایي چې د اوبیزو ځمکو حاصلاتو ډېر زیان لیدلی، داسې حال کې چې ۲۲.۵۰٪ هغو د اوبیزو او للمي دواړو حاصلاتو د زیان یادونه کړې ده.
۴. د وچکالۍ د اغېز کچه
کاپیسا کې ۴۰.۴۸٪ کروندګرو د وچکالۍ اغېز “تر یوه حده زیات” ارزولی او یوازې ۴.۷۶٪ دا اغېز “ډېر زیات” بللی او ۱۱.۹۰٪ کسانو دا اغېز “کم” ګڼلی دی.
۵. د وچکالۍ پایلې
کاپیسا کې د وچکالۍ تر ټولو مهمې پایلې د حاصلاتو کمښت (۵۰٪) او د ځمکو وچېدل (۴۵٪) دي. یوازې ۵٪ کروندګرو د کډوالۍ راپور ورکړی.
۶. د اوبه کولو سرچینې
ډېری کروندګر ۷۲.۵۰٪ له سطحي اوبو کار اخلي او یوازې ۱۵٪ له ژورو یا نیمه ژورو څاهګانو ګټه پورته کوي.
۷. د اوبو سرچینو بدلون
۷۰٪ کروندګرو ویلي چې د اوبو سرچینې یې په جدي ډول کمې شوي او ۷.۵۰٪ هغو ویلي چې سرچینې یې په بشپړه توګه وچه شوې دي.
۸. د وچکالۍ پر وړاندې تدابیر
په کاپیسا کې ۵۷.۵۰٪ کروندګرو هېڅ تدبیر نه دی نیولی. یوازې لږ شمېر کسانو د خپل مسلک، د کرنیزو محصولاتو ډول یا د څاه کيندلو په اړه اقدام کړی دی.
کندوز
۱. په کرنې د وچکالۍ اغېز
کندوز کې ۹۲٪ کروندګرو ویلي چې وچکالۍ یې پر کرنیزو محصولاتو اغېز کړی.
۲. د زراعتي ځمکو ډولونه
۵۱٪ ځمکې هم اوبیزې او هم للمي بڼه لري، ۴۰٪ اوبیزې دي او یوازې ۱۰٪ للمي دي.
۳. زیانمن شوي حاصلات
۴۳٪ کروندګرو ویلي چې د دواړو ډولونو (اوبیزو او للمي) حاصلاتو ته زیان رسېدلی، ۳۶٪ یوازې ابیزو حاصلاتو ته او ۲۰٪ یوازې للمي حاصلاتو ته زیان رسېدلی دی.
۴. د وچکالۍ د اغېز شدت
۵۵٪ کروندګرو د وچکالۍ اغېز “تر یوه حده زیات” او ۳۲٪ هغو “ډېر زیات” ارزولی دی.
۵. د وچکالۍ پایلې
۶۱٪ کروندګرو د حاصلاتو کمښت تجربه کړی، ۲۴٪ د ځمکو د وچېدو ستونزه لري او ۸٪ یې د کډوالۍ راپور ورکړی.
۶. د اوبه کولو سرچینې
۷۴٪ کروندګر د اوبه کولو لپاره له سطحي اوبو کار اخلي، یوازې ۸٪ یې له څاهګانو ګټه اخلي او د ۵٪ کروندګرو سرچینه مشخص نه ده.
۷. د اوبو سرچینو بدلون
۸۴٪ کروندګرو ویلي چې د دوی د اوبو سرچینې کمې شوې یا وچه شوې دي.
۸. د وچکالۍ پر وړاندې تدابیر
۳۶٪ کروندګرو هېڅ اقدام نه دی کړی، ۳۶٪ نوې څاهګانې کيندلي، او ۲۱٪ یې د کرنیزو محصولاتو ډول بدل کړی دی.
وروستۍ پایله
د وچکالۍ ملي سروې موندنې چې د افغانستان له ۳۰ ولایتونو څخه د ۱۰۲۰ بزګرانو په ګډون ترسره شوې، یو جامع، کره او خبرداری ورکوونکې انځور وړاندې کوي چې وچکالي په کرنه، معیشت او ټولنیز ثبات څو اړخیزې اغیزې لري.
دغه سروې څرګندوي چې وچکالي یوازې یوه اقلیمي پېښه نهده، بلکې یو ملي کړکیچ ګرځېدلی چې اقتصادي، ټولنیزې او بشري ستونزې را ولاړوي.
په دې سروې کې راغلي چې له ۸۰ سلنې زیاتو بزګرانو د وچکالۍ مستقیم اغیز تجربه کړی او له ۹۰ سلنې زیاتو هغو د وچکالۍ د شدّت لوړې کچې راپور ورکړی دی.
د افغانانو د اصلي قوت په توګه غنم له جدي زیانونو سره مخ دي چې د خوړو ناامنۍ، فقر، د عاید کمېدو، کرنیزو ځمکو له منځه تلو او کډوالۍ په څېر ناوړه پایلې لري.
د پراخو زیانونو ترڅنګ، سروې ښيي چې غبرګونونو او ملاتړیزو پروګرامونو بسنه نهده کړې. له نیمايي ډېرو بزګرانو هېڅ ډول مرسته نه ده ترلاسه کړې او شاوخوا نیمايي نورو بیا د وچکالۍ د مدیریت په برخه کې هېڅ زدهکړه نهده لیدلې.
د تطبیقي اقداماتو کچه ټيټه پاتې شوې او د بحران پر وړاندې د مبارزې په برخه کې سیمهییزه نابرابري هم څرګنده ده.
په دې توګه، افغانستان کې وچکالۍ سره مبارزه یوې جامع کړنلارې ته اړتیا لري. د اوبو لګولو سیستمونو رغولو، له کروندګرو مالي ملاتړ، د تلپاتې اوبو سرچینو ودې، کروندګرو ته روزنې ورکولو او د نړیوالو او کورنیو بنستونو ترمنځ همغږۍ په څېر حللارو ته باید لومړیتوب ورکړل شي.


