پرلپسې کلونو راهیسې وچکالي بلخ ولایت کې د مارمل ولسوالۍ د اوسېدونکو لپاره د ژوند یوه جدي ستونزه ګرځېدلې او د زیانونو څپې یې هره ورځ لا پراخېږي.

ځایي اوسېدونکي وایي، دغه بحران نه یوازې کرنیزې ځمکې وچې کړي، بلکې د کلیوالي اقتصاد مهمې ستنې یې له کاره غورځولي او خلک یې فقر او کډوالۍ سره مخ کړي.

د مارمل ولسوالۍ د «لب‌حوض» کلي استازي حاجي قربان وضعیت د اندېښنې وړ بولي او وايي:

«د تېرو درې څلورو کلونو وچکالۍ ۸۰ سلنه د خلکو ژوند تر فشار لاندې راوستی. یوازې ۲۰سلنه ځمکې اوبه لري او پاتې ۸۰ سلنه وچې دي. د دې څو کلونو په ترڅ کې د وچو ځمکو حاصل صفر ته نږدې شوی. که وچکالي په همدې ډول دوام وکړي، خلک اړ کیږي چې مارمل ولسوالي پرېږدي؛ ځکه زموږ ژوند د کرنې او څارویو ساتنې پورې تړلی دی.»

د بلخ ولایت د مارمل ولسوالي «هاشم‌اباد» کلي وضعیت هم ښه نه دی.

د دغه کلي مشر حمیدالله او قاري هاشم وایي چې مارمل ولسوالۍ کې د خلکو کاروبار تقریبا صفر ته راټيټ شوی دی.

«ځینې خلک څاروي لري، ځینې خلک بټي راټولوي او مزار ته یې د خرڅلاو لپاره وړي. کرنه سل په سلو کې زیانمنه شوې. لس سلنه خلکو هېڅ حاصل نه دی ترلاسه کړی. ځمکې وچې دي، د څارویو لپاره واښه نه شته او د څارویو ساتنه له منځه تللې. وچکالۍ خلکو ته ډېرې ستونزې رامنځته کړي.»

«اوبه د څښلو وړ نه دي، د څارویو لپاره واښه نشته او څاروي خوراک نه لري. مالداران له جدي ستونزو سره مخ دي. کار او روزګار نشته او ستونزې په پرله‌پسې ډول ډېرې شوي.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د دوی په وینا، وچکالۍ یوازې مارمل ولسوالۍ نه، بلکې ټول افغانستان ځپلی، خو پر دغې ولسوالۍ یې منفي اغېزې ډېرې دي.

د مارمل ولسوالۍ «بالاسای» کلي کې د ولسي شورا مشر محمد طاهر او د «سنګربالا» سیمې اوسېدونکي دین‌محمد د هغو زیانونو یادونه کوي چې په مخامخ توګه یې د اوسېدونکو ژوند ګواښلی دی.

دوی وویل، که روان وضعیت همداسې دوام وکړي، خلک به لا زیاتو ستونزو سره مخ شي.

«وچکالۍ د خلکو د ژوند ۸۰ سلنه برخه فلج کړې. خلکو کښت کړی، خو حاصل یې ونه کړ. کرنه او د څارویو ساتنه یو له بل سره تړلي دي؛ کله چې باران نه وي، واښه نشته او د څارویو ساتنه له منځه ځي. خلک د خپلو زېرمو او پخوانیو شتمنیو څخه کار اخلي؛ یو یې کور پلوري، بل یې ځمک او بل یې د تېرو کلونو شتمنۍ. ژوند رښتیا هم سخت شوی دی.»

«تر حمل میاشتې لږ وضعیت ښه وي، خو ورپسې هر څه خرابېږي. که د خدای مرسته نه وي، وضعیت لا بدتر کېږي. هر څه وچ شوي دي.»

ورته وخت کې ځايي مسوولان هم د مارمل ولسوالۍ د اوسېدونکو پر ژوند د وچکالۍ منفي اغېزې تاییدوي.

د مارمل ولسوالۍ د قریه‌جاتو مدیر حبیب‌الرحمن وویل:

«نږدې شپږ او اوه کاله کېږي چې مارمل ولسوالۍ له وچکالۍ سره مخ ده. کرنه نشته، خلک تخم وکري، خو حاصل نه شي ترلاسه کولی. واښه نشته او پرته له وښو د څارويو ساتل هم دوام نه لري.»

د وچکالۍ په دلیل د تولیداتو په کمېدو او د عاید سرچینو په له‌منځه تلو سره، د بلخ د مارمل ولسوالي اوسېدونکي تر بل هر وخت زیات مرستو او د اوبو او کرنې سرچینو بیا احیا کولو لپاره اوږدمهاله پروګرامونو ته اړتیا لري.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام