د روان کال د عقرب میاشتې ۱۲مې زلزلې، د سرپل ډېرې سیمې زیانمنې کړي، خو په ځانګړي ډول د الجهاد ولسوالي اوسیدونکي یې له سختو ستونزو سره مخ کړل.

د دې ولسوالي د «کنده‌ها» په نوم د اوبو سرچینې چې تر دې مخکې د سیمې اوسیدونکو د اوبو د اړتیا پوره کولو اصلي سرچینې وې، د وچکالۍ په دلیل وچې او زلزلې بیا زیانمنې کړي.

د الجهاد ولسوالي یو اوسیدونکی قدرت الله وايي چې ډېری کورنیو به پخوا د دغو چینو له ډلې یوازې یوه چینه کاروله، خو اوس دا سرچینې په بشپړه توګه له‌منځه تللي.

هغه وايي: «د کنده‌ها په نوم د اوبو ذخیرې په مکمل ډول تخریب شوي. دا اوس چې کومې د اوبو چینې وینئ دا ټولې له منځه تللي. مخکې به هغو کسانو چې توان یې درلود، یو ټانکر اوبه له نعیم‌اباد څخه اخیستې او بیا به یې په دې چینو کې ذخیره کولې، ترڅو څلور یا پینځه کورنۍ ترې ګټه واخلي، خو اوس هر څه له منځه تللي او هېڅ اوبه په کې نه ساتل کیږي.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د دې ولسوالي دوه نور اوسېدونکي محمد ظریف او محمد اعظم هم اوسنی وضعیت نازک بولي او وايي:

«زلزلې د خلکو کورونه ویجاړ کړي. سرچینې یې ورانې کړي، د خلکو لپاره اصلي ستونزه پاکې اوبه دي. که حکومت یا مرستندویه ادارې اقدام ونه‌کړي، نو ستونزې به نورې هم زیاتې شي. د خلکو بیړنۍ اړتیا پاکې اوبه دي.”

«د اوبو ذخیرې تخریب شوي، ډېر کورونه او جوماتونه ویجاړ شوي. پخوا به خلکو د باران او د څاګانو څخه اوبه ترلاسه کولې، خو اوس له هرو سلو کورونو څخه یوازې یو یې اوبه لري او خلک باید خپلې اړتیاوې د نعیم آباد سیمې څخه ترلاسه کړي. اوس دلته یوه څاه هم نشته چې خلک ترې اوبه پیدا کړي زیاتره وخت خلکو ته د اوبو نوبت نه رسیږي.»

ورته وخت کې د سرپل ولایت د طبیعي پیښو پر وړاندې د مبارزې ادارې رییس سید صفت‌الله صفوان هم په دغه ولایت کې د ځمکې لاندې اوبو او سطحي اوبو سرچینو کې د سخت کمښت یادونه کوي.

هغه وايي چې الجهاد او صیاد ولسوالیو کې وروستۍ زلزلې هغه ډنډونو او د اوبو سرچینو ته سخت زیان اړولی چې د خلکو د څښاک اوبو یوازینۍ سرچینې وې.

نوموړی زیاتوي: «سرپل کې د اوبو سرچینې په جدي توګه کمې شوي. په الجهاد او صیاد ولسوالیو کې، زلزلې د اوبو زیرمو ته زیان رسولی او ذخیره شوې اوبه په ځمکه کې جذب شوي. د ځمکې لاندې اوبو کچه له ۲۰ مترو څخه ۷۰، ۸۰ او حتی ۱۰۰ مترو ته ښکته شوې ده. د بلخاب سیند او د اوبو نورې سرچینې هم د پام وړ کمې شوې دي. د اوبو زیرمو له لاسه ورکولو خلک د اوبو کمښت له جدي ستونزو سره مخ کړي دي، او د اسلامي امارت او همکارو ادارو لویه پاملرنه خورا اړینه ده.»

د راپورونو پر بنسټ، پرلپسې وچکالۍ او طبیعي پیښو د سرپل ولایت د اوسیدونکو د ژوند پر وړاندې جدي ننګونې پیدا کړي دي.

هغه مهمه ستونزه چې تر بل هروخت زیات ترې د سرپل اوسیدونکي ځوریږي، د څښلو پاکو اوبو ته نه‌لاسرسی دی چې د بیړنۍ پاملرنې غوښتنه کوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام