سره له دې چې مهر له نکاح وروسته د ښځو اساسي حق دی؛ خو د نهپوهاوي په دلیل افغانستان کې یوشمېر ښځې له دغه حق څخه محرومې دي، ځينو د کورنیو فشارونو او یوشمېر نورو هم د اقتصادي فقر په دلیل د دغه حق له ترلاسه کولو ډډه کړې، یا هغه خپلو مېړونو ته ور بښي.
بېلا بېلو ولایتونو کې یوشمېر ښځو سره د سلاموطندار د خبرو پایلې ښيي چې زیاتره هغوی د خپل مهر حق په اړه پوهاوی نهلري، د مهر کچې ټاکلو کې رول نهلري، یا تر واده کولو وروسته د اقتصادي فقر او د کورنیو فشارونو په دلیل نه دي توانېدلي چې هغه ترلاسه کړي.
دغه راپور کې یوشمېر هغو نجونو سره هم خبرې شوي چې واده یې نه دی کړی. دغه نجونې وايي، خپلو کورنیو کې د خپل مهر حق لپاره هېڅ واک نهلري او د مهر کچه هم د کورنۍ مشرانو له لوري مشخص کیږي.
د کابل اوسېدونکې ۲۵کلنه یُسرا او ۲۲کلنه یاسمین چې له ودونو یې څلور او نهه کاله تیریږي، وايي چې ټولنه کې د دودونو، اقتصادي ستونزو او کورنیو فشارونو په څېر لاملونو په دلیل نه دي توانېدلي چې د خپل مهر حق ترلاسه کړي.
«زه د مهر په اړه مالومات نه لرم او د مهر ټاکلو کې مې رول نه درلود. له واده وروسته پوهه شوم. کله چې مې له مېړه وغوښتل چې د مهر حق مې را کړي. ویل یې: کوم مهر؟ دا دې وروستی ځل ووسي. ته په دغه کور کې یې او مهر دې په درد نه خوري. که بیا دې د مهر په اړه څه وویل، طلاق در کوم او د پلار کور ته دې لېږم.»
«ما چې کله واده وکړ د مهر په اړه په څه نه پوهېدم او له ما یې پوښتنه هم ونه کړه. کوم مهر چې مې پلار ټاکلی وو ۵ لکه وو. خو د مېړه اقتصاد مې کمزوری دی، نو ځکه مې تراوسه ورڅخه نه دی غوښتی.»
ورته وخت کې یوشمېر ښځې سره له دې چې د مهر حق په اړه پوهاوی لري؛ خو په مختلفو دلایلو یې خپلو مېړونو ته وربښلي دي.
له کابله ۲۹کلنه رڼا وايي، د دې لپاره چې مېړه یې ژمنه کړې چې هغه به حج ته بیايي، نه غواړي چې له هغه د خپل مهر حق واخلي.
«کله چې ما واده وکړ، د مهر حق په اړه مې مالومات درلودل، ځکه مدرسه مې لوستې وه، له ما یې پوښتنه هم وکړه. زما مهریه یو لک وه، خپل مېړه ته مې ور وبښل.»
له حقونو نهپوهاوی، کورني فشارونه، نارینهواکه ټولنه او ناسم دودونه لامل شوي چې یوشمېر ځوانې ښځې چې تراوسه یې ودونه نه دي کړي، د مهر ټاکلو لپاره واک ونه لري.
له لغمان څخه ۲۰کلنه مژده چې د یوې لس کسیزې کورنۍ پېغله ده وايي، نهشي کولی د واده پرمهال د خپلې مهریې ټاکلو کې نظر ورکړي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
«زمونږ په کور کې نجلۍ ته دغه حق نهورکوي چې خپله مهریه خپله وټاکي. نارینه وايي چې مونږ یې باید وټاکو. ان له نجلۍ پوښتل کېږي هم نه. یو کس له خپل طرفه وکیل نیسي، د نجلۍ له خوا هماغه وکیل مهریه ټاکي.»
دې سره، د حقوقي چارو کارپوهان په دې باور دي چې د کورنیو پرلپسې لاسوهنې او د ښځو شرعي حقونو ته د مېړونو نهپام، هغو مسایلو کې تر ټولو دود لاملونه دي چې هغوی ته راجع کیږي.
حقوقي مشاور مدثر ممتاز په دې اړه وايي: «د زوی او ناوې په شخصي چارو کې د کورنیو پرلپسې لاسوهنې د هغوی ترمنځ د اختلافونو رامنځ ته کولو لامل کیږي. د مېرمنې حقونو ته د خاوند نهپام، د نفقې نهورکول او د مېرمنې ضروري اړتیاوو ته رسېدنه. دغه بېتوجهيي لامل کیږي چې مېرمن د خپل حق ترلاسه کولو په موخه د مهریې غوښتنه وکړي.»
ورته وخت کې یوشمېر دیني عالمان د مهر په ورکولو ټینګار کوي او وايي، د مهر ورکولو نه یوازې واجب کار دی، بلکې ګډ ژوند کې د ښځې ځای ته د درناوي نښه شمېرل کیږي.
په اړه یې دیني عالم رحیمالله کشاف وویل: «الله ج فرمايي: د مېرمنو لپاره د هغوی مهر ورکړئ، دلته مهر د مېرمنې د قیمت بیې په توګه او د نکاح پرمهال د پیسو ورکولو مانا نهلري، بلکې دا یوه ډالۍ ده چې مېرمنې ته ورکول کیږي او مینې او محبت ښکارندويي کوي. د نکاح پرمهال ویل کیږي فلانۍ مې په دومره معجل مهر سره ورکړه او قبوله مې کړه چې هغه نوم ته مهر ویل کیږي.»
دا داسې مهال دی چې د ښځو حقونو یوشمېر فعالان د مهر له حق څخه د مېرمنو په نهپوهاوي نیوکه کوي او وايي، ټولنه کې د ښځو ضد لیدلورو شتون او د مهر له ورکولو ناسم برداشتونه ټولنه کې د دغه حق د بېاعتباره کېدو لامل شوي دي.
د ښځو حقونو فعاله تهمینه منګل وايي: «مهر په اصل کې داسې یو حق دی چې شریعت کې د ښځو لپاره ټاکل شوی، خو له بدهمرغه ځینې وخت ټولنه کې د ناسمو لیدلورو په دلیل مهر د پلور او ګوښ لپاره په یوې وسیلې بدلیږي. په دې برخه کې د دې پر ځای چې د ښځو له حق ملاتړ وشي، مهر هغه نوره هم په کمزوري موقف کې دروي.»
افغانستان کې ښځې داسې مهال د پوهاوي نهدرلودو په دلیل له خپل لومړني حق یانې مهر څخه محرومیږي چې د ښوونې، صحي خدماتو، کار او ټولنه کې د مشارکت په څېر نورو حقوقي حوزو کې هم له تبعیض او محدودیت سره مخ دي.


