کابل کې د نسايي ولادي «زېږون« برخې یوشمېر ډاکټران سلاموطندار سره خبرو کې وايي، د توبرکلو «نريرنځ» ناروغي کولی شي د بدن بېلابېلو برخو ته سرایت وکړي، خو کله چې د ښځو رحم ته ورسیږي، د مور نهکېدو او پرلپسې د جنین سقط په څېر د نهجبران وړ پایلې له ځانه سره لري.
دوی وویل، روغتیا ته نهپام او د توبرکلوز ناروغ سره مخامخ اړیکه د «رحم توبرکلوز» په خطرناکه ناروغۍ د ښځو د اخته کېدو اصلي لامل دی.
د روغتیاپالانو په وینا، سره له دې چې د توبرکلوز ناروغي تشخیص ستونزمن دی، خو هېواد کې یې د درملنې زمینه برابره ده.
د نسايي ولادي برخې ډاکټره زرغونه محبت په دې اړه وايي:
«د ناروغۍ اصلي لامل د توبرکلوز میکروب دی چې لومړی سږي نیسي او د فرازاتو له لارې اخته کس څخه بل روغ کس ته لېږدول کیږي. افغانستان کې د پرمختللو تجهیزاتو کمښت په دلیل، پر وخت تشخیص ستونزمن دی. زیاتره هغه ښځې په ځانګړې توګه اومیندواره مېرمنې چې له اخته ناروغانو سره نژدېوالی لري، په توبرکلوز ناروغۍ اخته کیږي.»
د زېږون برخې بله ډاکټره سونیتا بهرام وايي، د «رحم توبرکلوز» د ځینو نورو نښو له لارې هم تشخیص کولی شو.
«د رحم توبرکلوز د حیض په جریان کې د شدید او دوامداره درد، له محبل د بدبوی خارجېدو، د جماع پرمهال د درد او د پرلپسې سقط او نهاومیندواره کېدو په څېر له علایمو هم تشخیص کړو. دغه ناروغي ان د فالوب لیکو د سرېښېدو او د رحم خولې بندېدو لامل هم کیږي چې دغه ټول د ښځو د نه اومیندواره کېدو لامل کیږي، یا خطر ورته رامنځ ته کوي.»
ورته وخت کې د افغانستان د نسايي ولادي ډاکټرانو ټولنې مشره نجمالسما شفاجو د ښځو ترمنځ د دغې ناروغۍ پایلو په اړه داسې وايي:
«کله چې توبرکلوز رحم ککړوي، د رحم تخریب، د پرلپسې سقط کېدو او نهاومیندواره کېدو لامل کیږي. که فالوپ لیکو ته سرایت وکړي، د هغو د انسداد لامل کیږي او تخمدان ته هم زیان رسوي. توبرکلوز کولی شي د تخمدان ذخیره کمه کړي او د ښځو د اومیندواره کېدو کچه راټيټه کړي.»
د کابل ښار د یوه خصوصي روغتون لاراتوار ټکنیسین ذبیحالله مونس وايي، اوس هېواد کې د ښځو د رحم توبرکلوز ناروغۍ د تشخیص او درملنې زمینه برابره شوې ده.
ښاغلی مونس زیاتوي چې:
«شاوخوا یوه نیمه میاشت کیږي چې مونږ د IGRA طبي ټسټ راوړی او دغه برخه کې مونږ تر ۶۰۰ پورې ناروغان درلودل.»
له پکتیکا ولایت څخه ۳۵کلنه معصومه چې د رحم په توبرکلوز اخته دی، د خپلو رنځ په اړه داسې وايي:
«شپږو کلونو کې مې څلور ماشومان له لاسه ورکړل. له واده وړاندې مې کومې مشخصې نښې نه درلودې، خو له پرلپسې سقط وروسته تشخیص ورکړل شو چې د رحم په توبرکلوز اخته یو، درملنه مې تازه پیل شوې ده.»
د بدخشان اوسېدونکې ۲۵کلنه سعدیه چې کلونو راهیسې د مور کېدو هیله لري وايي:
دوه کاله کیږي چې د نهاومیندوارۍ درملنه مې کوم، تازه څو ورځې وړاندې ډاکټرانو تشخیص کړه چې د رحم په توبرکلوز اخته یو. هیله منده یم چې په درملنې سره ښه شم او خدای اولاد راکړي.»
د ډاکټرانو په وینا، سره له دې چې افغانستان کې د رحم توبرکلوز تشخیص ستونزمن دی، خو اوس هېواد دننه کې یو څو محدودو مرکزونو کې د دغې ناروغۍ د تشخیص زمینه برابره شوې ده.
دا داسې مهال دی چې د راپورونو پر اساس، افغانستان له هغو ۲۲ هېوادونو دی چې اوس هم په کې دغه ناروغي قرباني اخلي.


