بادغیس کې د نسايي-ولادي برخې یوشمېر ډاکټران دغه ولایت کې د مېرمنو ترمنځ د انساني پاپیلوما ویروس یا اېچپيوي د خپرېدو له امله خبرداری ورکوي.
دوی د اندېښنو په څرګندونو سره وايي چې د یاد ویروس په اړه د عامه پوهاوي او واکسین نشتوالي، د رحم سرطان ته د زمینې برابرولو ګواښ ډېر کړی دی. د دوی په وینا، دغه ناروغي هغه مهال پېژندل کېدای شي چې وخت له وخته تېر وي او پرمختللې وي.
زرینې مهمند چې د بادغيس ولايتي روغتون د نسایي-ولادي برخې متخصصه ده، وايي، په وروستیو کلونو کې د ښځو ترمنځ د HPV (انساني پاپیلوما وېروس) مشکوکې پېښې ډېرې شوې دي. خو د هغې په وينا، د نهپوهاوي له امله ډېری مېرمنې هغه وخت روغتون ته مراجعه کوي چې ناروغي يې لا د پرمختللي پړاو ته رسېدلې وي.
مهمند زياتوي: «موږ ډېرې مشکوکې پېښې دHPV لرو. نښې یې عموماً د رحم په غاړه کې ښکاره کېږي او وروسته له معاینې روښانه کېږي چې مېرمن په دې ويروس اخته ده. افغانستان کې رسمي شمېرې شتون نهلري، خو پېښې ډېرې دي، په ځانګړې توګه د هغو ښځو ترمنځ چې هېڅ ډول پوهاوی نهلري او کله چې مراجعه کوي، ناروغي یې پرمختللې وي.»
د روغتيايي کارپوهانو په خبره، HPV د پوستکي د مستقيم تماس له لارې، په ځانګړي ډول د جنسي اړيکو پرمهال، لېږدول کېږي. دوی ټينګار کوي چې دا ناروغي د ځينو خلکو د تصور خلاف، ارثي نهده.
ډاکټر زرینه مهمند زیاتوي: «په پرمختللو هېوادونو کې، ځکه چې عامه واکسين عملي شوی، د دې ويروس د خپرېدو کچه کمه شوې ده؛ خو افغانستان کې نه واکسين شتون لري او نه هم د خلکو د پوهاوي پروګرامونه پراخ دي.»
بلخوا، معصومه احسان چې بادغيس کې د نسایي- ولادي ډاکټره ده، وايي، د عامه پوهاوي د نشتوالي له امله ډېری ښځې ان نهپوهېږي چې داسې ناروغي هم شتون لري.
هغې وويل: «کله چې معلومات ورکړل شي، ښځې پوهېږي چې علایم څه دي او پر وخت مراجعه کوي. خو کله چې معلومات نهوي، ناروغي پټه پاتې کېږي، تر هغه چې ډېر ناوخته شي. که ويروس ډېر شي، د رحم د غاړې بڼه له عادي حالت نه بدلېږي او ورو ورو د سرطان لامل ګرځي. ځينې وختونه ناروغې د وينې بهېدو سره مخ کېږي، ځينې لاغرېږي او ځينې بيا د ادرار ساتلو توان له لاسه ورکوي. که پر وخت تشخيص نهشي، د ښځې ژوند اخيستلی شي.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
بادغيس کې ډېری ښځې ان د دې ويروس نوم هم نهدی اورېدلی او نه پوهېږي چې د دې د مخنيوي لپاره واکسين هم شته. حنیفه چې ۳۵ کلنه ده او د دوو ماشومانو مور ده، وايي: «ما هېڅکله د HPV په اړه څه نهدي اورېدلي.»
د بادغيس بله اوسېدونکې او د دوو ماشومانو مور عارفه فولاد وايي، سره له دې چې مور ده، خو تراوسه يې د دې ويروس په اړه هېڅ نهدي اورېدلي: «زه هېڅ معلومات د دې واکسين په اړه نه لرم او نه مې تر اوسه کارولی دی. غواړم ډېر معلومات ترلاسه کړم، ځکه ځينې ښځې په دې ويروس اخته کېږي او کله چې ډاکټر ته ځي، ورته کافي معلومات نه ورکول کېږي. آن ځينې ښځې له منځه ځي. اړينه ده چې روغتونونه، ډاکټران او ګرځنده روغتيايي ډلې دا معلومات ښځو ته ورسوي.»
د روغتيايي کارپوهانو په وينا، د عامه پوهاوي پروګرامونه، د ښځو پر وخت معاینات، او د HPV واکسين ته لاسرسی کولای شي د رحم د سرطان پېښې په افغانستان کې د پام وړ راکمې کړي.
د بادغیس د عامې روغتیا ریاست ویاند، مصطفی صدیقي وايي: «دHPV واکسین د افغانستان د کتلوي معافیت په ملي پروګرام کې فعلاً شامل نه دی، نو له همدې امله د عامو خلکو لپاره په واکسیناتوري مرکزونو کې شتون نه لري او نه هم په روغتیايي مرکزونو کې تطبیقېږي. اوس موږ داسې واکسین نه لرو. که په کومو خصوصي مرکزونو کې موجود وي، موږ پرې معلومات نه لرو.»
د روغتیايي مسوولانو او ډاکټرانو په وینا، د واکسین نشتوالی، د پاپسمیر یا د HPV د معاینې په څېر د سکریننګ ازموینو نهشتون، د عامه پوهاوي کمښت او د معایناتو لوړه بیه هغه اصلي عوامل دي چې ښځې یې په افغانستان کې د رحم د سرطان پر وړاندې له جدي خطر سره مخ کړې دي.
د روغتیا نړيوال سازمان د شمېرو له مخې، شاوخوا پنځه سلنه د سرطانونو پېښې د رحم د غاړې له سرطان سره تړاو لري او له ۹۰سلنه ډېرې دا پېښې په بېوزلو او د پرمختګ په حال هېوادونو کې رامنځته کېږي.


