بدخشان کې د مېرمنو د اقتصادي پیاوړتیا او د بېوزلۍ کچې راکمولو لپاره سلګونه کورنیو ته د هګیو چرګې ورکړل شوي.

د بدخشان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست کورنیو ته د هګیو چرګو د ورکړې له لارې هڅه کوي څو دوی ته د اقتصادي پرمختګ او ځان بسیاینې زمینه برابره کړي.

د یاد ریاست د مالدارۍ امریت سرپرست او د ترویج مدیر فرشید فرهمند له سلام‌وطندار سره خبرو کې وویل، دوی دغه کار د همکارو مؤسسو په مرسته کړی او موخه یې داده چې کاري فرصتونه برابر او محرومو سیمو کې خلکو ته د دوامداره عاید سرچینې برابرې شي.

نوموړی وايي، له دې لارې به د کورنیو د بېوزلۍ کچه تر یوې اندازې راکمه شي.

«موږ هڅه کوو چې د چرګانو پالنې دا صنعت د خلکو د فرهنګ برخه وګرځي. هدف دا دی چې هر ځای تاسو سفر کوئ، یا زموږ کلیوال ژوند کوي، هلته د خوړو سرچینه واوسي. تاسو پخپله ښه پوهېږئ چې یو هګۍ څومره انرژي او کالوري لري او د تغذیې په برخه کې څومره مهم رول لري. همداراز، دا نه یوازې د تغذیې کمښت مخنیوی کوي، بلکې د کورنیو اقتصادي وضعیت ښه‌والي کې هم مرسته کوي.»

خالده هم د بدخشان یوه کلیواله مېرمن ده چې له دې پروژې برخمنه شوې.

هغه په دې اړه سلام‌وطندار ته وايي: «ما ته یې د هګیو شل چرګې راکړې. دغه اقدام نه یوازې د عاید یوه سرچینه را ته برابره کړه، بلکې زما د کورنۍ د تغذیې حالت یې هم ښه کړ. هغه چرګې چې وېشل شوې، ډېرې یې د ښه نسل دي. په پیل کې مې یو څه تلفات لرل، خو کله چې اوبه او خواړه منظم شول، نو هره ورځ هګۍ اچوي. موږ ټول ډېر خوښ یو.»

د بدخشان اوسېدونکې نازي‌ګل هغه مېرمن ده چې د هګیو چرګو له ترلاسه کولو وړاندې له اقتصادي ستونزو سره مخ وه.

هغې له دې مرستې ترلاسه کولو وروسته په خپل ژوند کې د تغییر په اړه وویل: «شکر دی، وضعیت ښه شوی، اقتصادي حالت ښه شوی. زموږ سره په هر څه کې مرسته کوي. اوس مهال ښه وخت تېروو، خو مصرفونه له هرې خوا ډېر شوي.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


په ورته وخت کې د چرګانو روزنې برخې فعال اجمل احمدي له سلام‌وطندار سره خبرو کې وویل، کلیوالو مېرمنو ته د هګیو چرګو وېشل، د هغوی د ماشومانو په روغتیا او وده کې هم د پام وړ اغېز لري.

نوموړی په اوږد مهال کې دا پروژه د کلیوالي ژوند د پرمختګ لپاره اغېزمنه ګڼي.

«دا د ښځو لپاره د کار او بوختيا یوه ښه وسیله ده. دا یو ډول دندې ته ورته مصروفيت دی چې کورنۍ ښځې پرې بوختېږي. بله ګټه یې دا ده چې موږ کولی شو د خوړو پاتې شوني (ضایعات) د چرګانو د خوراک لپاره وکاروو چې دا هم د چرګانو د پالنې یوه مهمه ګټه ده. بل مهم ټکی دا دی چې ماشومان او تنکي ځوانان هم د چرګانو په پالنه کې برخه اخلي، دا د هغوی د روزنې لپاره ارزښتناکه تجربه ګڼل کېږي. دا ټول په کلیو کې د هګیو چرګانو د پالنې له ګټو څخه دي.»

اخوا اقتصادي کارپوهان دا ډول هڅې د بېوزلۍ کمولو او د کورنیو د اقتصادي وضعیت ښه کېدو لپاره ګټورې بولي.

د اقتصادي چارو کارپوه عبدالبصیر یونسي وايي، د ورته پروژو په دوام سره د کوچنیو خو دوامداره کاري فرصتونو زمینې برابریږي چې کلیوالي بې سرپرسته مېرمنې ورته ډېره اړتیا لري.

«که د اندازې او اوسط حد څخه یې په پام کې ونیسو، ډېر ستر اغېز نه‌لري. خو ولې نه؟ ځکه په داسې ټولنو کې چې ډېری خلک یې بېکاره دي او په کلیو کې ډېری کورنۍ د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي، نو دا کار کولی شي د ډېرو کورنیو فقر راکم کړي. لکه څنګه چې مخکې مو هم یادونه وکړه، که په اوسط ډول میاشتنی عاید څلور تر پنځه زره افغانۍ وي، نو دا د فقر د کمښت لپاره واقعاً یوه ښه لاره ده او کولی شي په کلیوالو سیمو کې فقر راکم کړي.»

بدخشان یو له هغو ولایتونو دی چې د لرې پرتو سیمو زیاتره اوسیدونکي یې له اقتصادي ننګونو سره لاس او ګرېوان دي.

مېرمنو ته د هګیو چرګو په وېش سره به نه یوازې د کورنیو خوړو اړتیاوې پوره شي، بلکې د بې‌سرپرسته او له کاري فرصتونو د بې‌برخې مېرمنو لپاره به د ځان بسیاینې او ورځنیو اړتیاو د پوره کولو زمینه هم برابره شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام