Asset 1SWN

د هرات د والي مرستیال: ګذره ولسوالي کې مو پر جومات د برید عاملان ونیول

herat-780x436

د هرات د والي مرستیال حیات‌الله مهاجر فراهي د غبرګولي په دیارلسمه، د شنبې ورځ پر خپلې اېکس‌پاڼې په دغه ولایت کې د یوشمېر هغو داعشیانو د نیول کېدو خبر ورکړی چې نږدې یوه میاشت مخکې یې د هرات په ګذره ولسوالي کې شوی برید پلان کړی و.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دغه برید چې مسوولیت یې داعش وسله‌والې ډلې پر غاړه واخیست، په یوه جومات کې شیعیان په نښه کړي وو.

فراهي د یاد برید د عاملانو نیول کېدو په اړه لیکلي: «په هرات کې د ]فتنه‌ګرو[ یوه ډله چې یوه میاشت مخکې یې د هرات په ګذره ولسوالي کې پر جومات برید پلان کړی و، نیول شوې ده. له دوی سره د ځانمرګي بریدګر یو واسکټ، یو موټر او څو وسلې نیول شوې دي.»

مسوولانو د دغو کسانو د پېژندګلوۍ په اړه څه نه‌دي ویلي او نه یې هم په دې اړه د سلام‌وطندار پوښتنې ځواب کړې.

دا داسې مهال ده چې داعش وسله‌واله ډله وخت‌ناوخت د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې بریدونه او چاودنې کوي چې له کبله یې د سیمې هېوادونو اندېښنې هم را پارېدلې دي.

خو د امنیتي چارو شنونکی عزیز ستانکزی د داعش پر وړاندې اقدامات د سیمې هېوادونو د اندېښنو له منځه وړلو لپاره مهم بولي او زیاتوي: «په دغه اقدام سره ویلی شوو چې اوسنی حکومت د هغو پدیدو له منځه وړلو لپاره چې هم په کور دننه او هم بهر کې اندېښنې زېږوي، بریالي عملیات کوي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

خو د امنیتي چارو یو بل شنونکی صادق شینواری بیا باور لري چې په هېواد کې د داعش ډلې د فعالیتونو مخنیوي لپاره سیمه‌ييزې همغږۍ ته اړتیا ده. نوموړی وايي: «د دې ډلې د مهارولو لپاره یوې سیمه‌ييزې همغږۍ او اجماع ته ډېره اړتیا ده.»

دا په داسې حال کې ده چې ا.ا تر دې مخکې په هېواد کې د داعشیانو پر له منځه تلو ټینګار کړی او لوړپوړو چارواکو یې ویلي چې داعشیان په افغانستان کې فزیکي حضور نه لري.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام