سلام‌وطندار د هېواد په یوشمېر ولایتونو کې له ۴۰ مېرمنو سره د مرکو پرمهال موندلې چې مرستندویه بنسټونو سره د امریکا د مرستو په بندېدو، لومړنیو خوراکي، روغتیايي او نورو خدمتونو ته د ښځو لاسرسی محدود شوی دی.

دغه مېرمنې چې تر ډېره یې، د امریکا پراختیايي پروګرام، د خوړو نړیوال پروګرام او د ملګروملتونو د خوړو او کرنې سازمانونو له لوري ملاتړ کېده، وايي چې د یادو سازمانونو له‌خوا ترلاسه کېدونکې خوراکي او نورو مرستو سره یې، د ژوند اساسي اړتیاوې برابرېدې.

د دوی په وینا، د یادو مرستو بندېدل او یا هم کمښت نه یوازې د دوی خوراکي خوندیتوب له ګواښ سره مخ کړی، د دوی اولادونو یې، د روغتیايي، ښوونیزو او نورو امکاناتو څخه هم محروم کړي دي.

د ۴۰  مېرمنو له ډلې یې، ۱۷ لا هم د خوړو نړیوال پروګرام او د خوړو او کرنې ادارې له لوري مرستې ترلاسه کوي. دا مرستې د تېر په پرتله خورا کمې شوي او له ځنډ سره هم مخ دي. پخوا هره میاشت مرستې کېدې او اوس یوازې درېوو میاشتو کې یوځل مرستې وېشل کېږي.

د نړیوالو مرستو  کمښت؛ له لوږې او تنګسې سره د اړمنو مېرمنو مبارزه

له ۴۰ مرکه شویو ښځو څخه، ۳۵ یې ویلي چې د نړیوالو مرستو کمېدو، دوی د خوراکي توکو له سخت کمښت سره مخ کړي او د کورنیو لپاره د کافي خوړو د چمتو کولو توان نه‌لري.

د دې ښځو ډیری یې وايي، مخکې له دې چې مرستې بندې یا کمې شي، دوی به په خپلو کورونو کې لږترلږه د درې وختو خواړه چمتو کول، خو اوس دوی یوازې په ورځ کې یو یا د دوو وختونو خواړه برابرولی شي. دا وضعیت نه یوازې د کورنیو فزیکي روغتیا ګواښي، بلکې د دوی رواني ارامښت یې هم ګډوډه کړی دی.

۳۵کلنه سالمه چې کاپیسا کې ښوونکې ده، د نظام له بدلون وروسته یې، معاش پنځه زره افغانیو ته راښکته شوی دی. دا وايي، د خوړو نړیوال پروګرام له لوري یې، مرسته ترلاسه کوله، خو په کمېدو یې، اوس د ورخې د دوو وختونو خواړه نه‌شي برابرولی.

نوموړې وویل: «موږ به د خوړو نړیوال پروګرام څخه د اوړو، غوړیو او دال په څېر خوراکي توکي ترلاسه کول، خو  خاوند ړوند دی. داسې ورځې راځي چې په کور کې ګرم خواړه هم نه‌وي او موږ یوازې وچه ډوډۍ او چای خوروو، په ورځ کې یو یا دوه ځله. زما ماشومان وږي ويده کېږي او زه هیڅ نشم کولی. زه له ذهني پلوه دومره ستړی یم چې د شپې خوب نشم کولی.»

د بادغیس اوسېدونکې ۳۱کلنه جمیله وايي چې د ملګروملتونو پراختیايي پروګرام د مرستو بندېدو سره یې، د ژوند شرایط ستونزمن شوي او ماشومان یې، تر ډېره وږې وي.

هغې وویل: «له هغه وخته چې مرستې بندې شوي، ژوند ډېر ستونزمن شوی دی. مخکې به، که یو څه کم وو، خو موږ به ویل چې مرسته به راشي. اوس هغه ډول نه‌دی، تر ډېره یې خواړه، درمل او جامې اغیزمنې شوې دي. زما ماشومان ژاړي، موږ د خوړلو لپاره هیڅ نه‌لرو. هره ورځ، د ډوډۍ  غم، د درملو په اړه غم، د ماشومانو غم وي. د بې‌وسۍ احساس کوو. ځینې وختونه زه غواړم چیغې وکړم، خو چیرته چیغې ووهم؟ موږ یوازې ژاړو.»

خو نړیوالو سازمانونو هم په افغانستان کې د قحطۍ د زیاتیدونکي بحران په اړه خبرداری ورکړی دی. د ملګروملتونو پراختیایي پروګرام (UNDP) په دې وروستیو کې راپور ورکړی چې د افغان مېرمنو او نجونو ترمنځ د خوړو ناامني په ډراماتیک ډول مخ پر زیاتیدو ده.

د یادې ادارې کلنی راپور هم ښیي چې د ژوند لګښتونه، د عاید کمیدل او په ځانګړي توګه د بشري مرستو بندیدل په زیان‌منونکو کورنیو، په ځانګړې توګه هغو کورنیو باندې ژور اغیز لري چې د ښځو لخوا  رهبري کېږي.

د نړیوالو مرستو کمښت او روغتیايي او درملیزو خدمتونو ته د مېرمنو لاسرسی اغېزمن کړی؛

د هغو ۴۰ ښځو له ډلې څخه چې مرکه ورسره شوې، ۳۲ یې وویل چې د نړیوالو مرستو له بندیدو وروسته روغتیايي خدماتو ته د دوی لاسرسی د پام وړ کم شوی دی. دوی زیاته کړې چې روغتیايي مرکزونه د درملو، تجهیزاتو او روغتیايي کارمندانو له سخت کمښت سره مخ دي.

مېرمنو زیاته کړه چې بې‌وزلي او د روغتیايي خدماتو نشتوالي دوی دې ته اړ کړي چې یوازې په بیړني حالتونو کې روغتیايي مرکزونو ته مراجعه وکړي چې د دوی د کورنیو روغتیا یې له جدي خطر سره مخ کړې ده.

۲۲ کلنه نیلاب، د لغمان  اوسېدونکې او ۱۹ کلنه زرمینه، د هرات اوسېدونکې ده چې دواړو د ملګرو ملتونو د روغتیا پروګرام (WHO) څخه روغتیا او حفظ الصحې خدمات لکه د حفظ الصحې کېټونه، د ځان او خپلو ماشومانو لپاره د درملو لوړولو درمل او په کلینیکونو کې طبي خدمات ترلاسه کړي، خو په تېرو درېوو میاشتو کې دې خدماتو ته کافي لاسرسی نه لري، وايي چې د روغتیا خدماتو کمښت له امله، دوی نشي کولی د ځان او خپلو کورنیو درملنه وکړي.

نېلاب وايي: «مخکې به موږ د روغتیا نړیوال سازمان څخه د حفظ الصحې کېټونه، صابون او ځینې نور توکي ترلاسه کول او زموږ کلینیکونو کې هم درمل وو. زما پلار د وینې لوړ فشار لري او موږ د هغه لپاره په سختۍ درمل پیدا کوو. ځینې وختونه موږ درمل ترلاسه کولی شو، خو یوازې نیمایي یې اخلو، ځکه چې موږ پیسې نه‌لرو. یو کلینیک شتون لري، خو درمل نه ورکوي، یوازې د بازار څخه د اخیستلو لپاره نسخې ورکوي. موږ د درملو اخیستلو توان نه‌لرو. یو ډاکټر لري، هغه زموږ اړتیاوې نشي پوره کولی.»

زرمینې هم وویل: «وروسته له هغه چې مرستې بندې شوې، موږ تر هغه وخته پورې روغتیایی مرکز ته نه ځو، څو چې موږ جدي ناروغه نه‌شو. پخوا به دوی موږ ته د پیاوړتیا درمل او د حفظ الصحې کېټونه راکول، خو اوس په کلینیکونو کې هیڅ شی نشته. روغتیایی مرکز ته واټن ډېر لرې دی او موږ باید خپل درد وزغمو. کله چې موږ روغتیایی مرکز ته ځو، دوی زموږ سره مرسته نشي کولی. درمل نشته. روغتیایی مرکزونه خلاص دي، خو د دوی فعالیتونه هغومره فعال نه دي لکه څنګه چې پخوا وو ،کله چې سازمانونو مرسته کوله.»

خو د روغتیا نړیوال سازمان په یوه راپور کې ویلي چې د امریکا د مالي مرستو ځنډېدل لامل شوي چې په افغانستان کې له ۴۲۰ څخه زیات روغتیايي مرکزونه وتړل شي او په ۳۰ ولایتونو کې روغتیايي خدماتو ته د شاوخوا ۳ میلیون کسانو لاسرسی ټکنی کړي.

د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې دغه بحران د درملنې حیاتي خدماتو ته د خلکو لاسرسی محدود کړی او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې د دغو مرکزونو د فعاله ساتلو او پیاوړتیا لپاره بېله بودیجه ځانګړې کړي، ترڅو د انساني بحران د لا زیاتېدو مخنیوی وشي.

ښوونیزو امکاناتو ته پر لاسرسي د نړیوالو بنسټونو د مرستو کمېدو اغېز

په افغانستان کې د نړیوالو مرستو بندېدو نه یوازې د ښځو ژوند اغېزمن کړی، بلکې د هغوی کورنۍ په ځانګړې توګه ماشومان یې هم خورا زیان‌منونکي کړي دي.

د مرکې شویو مېرمنو له ډلې ۲۱ هغو ویلي چې د مرستو کمښت نه یوازې خوړو او درملنې ته د دوی لاسرسی محدود کړی، بلکې دوی نه‌شي کولی چې خپلو ماشومانو ته ښوونیز لوازم چمتو کړي.

د دوی په وینا، د کتابونو، د ښوونځي یونیفورم او قرطاسیې چمتو کولو په څېر تعلیمي اسانتیاوې چې پخوا تر ډېره د نړیوالو موسسو په مرسته چمتو کېدې، اوس د دوی لپاره یوه لویه اندېښنه ګرځیدلې ده.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


ورته وخت کې، د Save the Children په څېر نړیوالو سازمانونو خبرداری ورکړی چې د بودیجې او مالي مرستې کمښت افغان ماشومان له جدي خطر سره مخ کوي، خوارځواکي زیاتوي، ماشومان له زده‌کړو محروموي او روغتیايي خدماتو ته لاسرسی محدودوي.

د کاپیسا اوسېدونکې ۴۰ کلنه مجیبه وايي، پخوا د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونیسف د هغې ماشومانو ته د اړتیا وړ تعلیمي مواد او توکي ورکول، خو اوس چې دا مرسته کمه شوې، هغه نور د خپلو ماشومانو لپاره اړینې اسانتیاوې او لوازم نه‌شي چمتو کولی.

«پخوا یونیسف ښوونځیو سره د قلمونو او کتابچو مرسته کوله. همدا اوس مې ساهر دوو کوچنۍ نجونو ژړل او ویل یې، ‘مورې، قلمونه او کتابچې راکړه. ما نن سهار شیدې وپلورلې. ما شل روپۍ واخیستې او دواړو ته مې لس لس روپۍ ورکړې. دغسې شرایط دي. تېر به شي خو په سختۍ سره،»

د جوزجان اوسېدونکې ۳۴ کلنه شګوفه هم وايي چې یونیسف به د هغې ماشومانو ته هغه تعلیمي توکي ورکول چې دوی ورته اړتیا درلوده، خو اوس چې دا مرستې کمې شوي، د دغو درسي موادو نه‌شتوالي د هغې د ماشومانو په مورال سخت منفي اغېز کړی دی.

هغه تعلیمي خدماتو ته د خپلو ماشومانو د نه‌لاسرسي ننګونو په اړه وايي: «د مرستو بندېدو زموږ د ماشومانو په زده‌کړو منفي اغېز کړی. د مثال په توګه، مخکې به یونیسف زموږ ماشومانو ته کتابچې، قلمونه، پنسلونه او بیکونه ورکول. زموږ ماشومان په ډېرې لېوالتیا سره ښوونځي ته تلل. اوس چې مرستې بندې شوي، زموږ ماشومان نشي کولی دې شیانو ته لاسرسی ومومي. کوچنۍ لور مې په لېوالتیا سره خپلې کتابچې پلاستيکي کڅوړو کې وړي. خو بیرته مایوسه کور ته راستنیږي.»

ورته وخت کې، یو شمیر ارواپوهان او د ښځو حقونو فعالان په دې باور دي چې د ژوند اساسي خدماتو ته لاسرسی، د یوه ارامه او هوسا ژوند لرلو اساسي اړتیاووې دي چې دغو خدماتو ته نه‌لاسرسی ناهیلۍ، خپګان او اندېښنې ډېروي.

دوی ټینګار کوي چې له لومړنیو خدماتو د محرومیت دوام، رواني روغتیا او د ښځو د ژوند کیفیت ګواښوي او پر کورنۍ او ټولنې پراخې منفي اغېزې کوي.

ارواپوهه حسینا محمدي وايي: «د ژوند لومړنیو خدماتو کې کافي او صحي خواړه، د ژوند کولو لپاره مناسب ځای، روغتیايي خدمات، زده‌کړو ته لاسرسی، شخصي او رواني امنیت، عاید او ډیری نورې برخې شاملې دي. د دې مواردو نشتوالی په ښځو کې فزیکي او رواني ستونزې رامنځته کوي، د دې اسانتیاوو نشتوالی په ښځو کې خپګان، د بېوسۍ احساسات، په ځان بې‌باوري زیاتوي.»

د ښځو حقونو فعاله تهمینه منګل وايي: «اوسنیو شرایطو کې چې مرستې قطع شوي، افغان ښځو ته ډېر جدي زیان رسولی. د ژوند لومړنیو خدماتو ته د لاسرسي نشتوالی ښځې نورې هم زیان‌منونکې کوي. دا د ښځو په منځ کې ناهیلي، خپګان او بې‌پاوري زیاتوي. د دې وضعیت دوام به د هیواد لپاره ناوړه پایلې ولري.»

اقتصادي کارپوهان وايي چې نړیوالې مرستې یوازې په لنډمهاله کې غربت کمولی شي،خو مناسبې بنسټیزې زېرمې او اغېزناکه پروګرامونه په دوامداره توګه اغېزمن تمامیږي.

دوی ټینګار کوي چې په نورو پورې د تړلي پاتې کېدو کچې کمولو او ځان بسیاینې ته د رسېدو لپاره حکومت کولی شي، پانګونې جلب کړي، کورني تولیدات پیاوړي کړي، له کانونو غوره ګټه پورته کړي.

د اقتصادي مسایلو کارپوه عبدالنصیر رښتیا په دې اړه وايي: «بشري مرستې یوازې بېړنیو حالاتو کې فقر کموي او که د دولت له لوري کره اقتصادي پروګرامونه وړاندې نه‌شي، تلپاتې پایلې به ونه‌لري. اقتصادي ځان بسیاینې ته د رسېدو لپاره، دولت باید پانګونه جلب کړي، له خصوصي سکتور ملاتړ وکړي او له طبیعي منابتو په غوره او مسوولانه ګټې اخیستنې سره، اقتصادي ننګونې حل کړي. یوازې په دې صورت کې افغانستان کولی شي د پرمختګ په لوري ګامونه پورته کړي او په بهرنیو مرستو تړلي پاتې کېدو کچه راکمه کړي.»

خو د سرپرست حکومت د عامې روغتیا وزارت مسوولان د بشري مرستو له کمښت وروسته هېواد کې د ۴۲۰ روغتیايي مرکزونو تړل کېدل تاییدوي او وايي، دغه وزارت توانیدلی چې د خپلو هڅو له لارې د دې مرکزونو یوه لویه برخه بیا فعاله کړي، خو تر اوسه یې د هغو مرکزونو د شمېر په اړه کره شمېرې نه دي وړاندې کړي چې بیا پرانیستل شوي دي.

«هغه کلینیکونه چې تړل شوي، حمایوي کلینیکونه دي چې لرې پرتو سیمو کې چې ورته اړتیا لیدل کیږي شتون لري، خو اوس د ملاتړیزو پروژو ځنډولو له امله تړل شوي. د دې ننګونې د حل لپاره موږ د دې مرکزونو لپاره د بسپنه ورکوونکو د راجلبولو لپاره غونډې درلودې، موږ وکولی شو ځینې کلینیکونه بیا فعال کړو او هڅه کوو چې دا مرکزونه یا د بسپنه ورکوونکو په مرسته یا زمونږ په خپلې شخصي بودیجې سره بیا فعال کړو.»

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د روان کال سروې ښيي، افغان ښځې او نجونې د بشري خدماتو، معیشت، روغتیا او زده‌کړو ته د لاسرسي په برخه کې له جدي ستونزو سره مخ دي.

فرهنګي محدودیتونه، په بېلا بېلو سکتورونو کې د ښځینه کارکوونکو کمښت او ستونزمنو اقتصادي شرایطو دغه ننګونې نورې هم زیاتې کړي. په دغه سروې کې له ۷۰ سلنې زیاتو مېرمنو ویلي، د ښځینه کارمندانو کمښت لامل شوی چې دوی د بشري مرستو ترلاسه کولو کې خنډ سره مخ شي.

دغه راپور کې همدارنګه د جنسیت پروګرامونو پر پیاوړتیا، بشري حوزه کې د فعاله ښځو پر ملاتړ او اساسي خدماتو ته د ښځو او نجونو د لاسرسي پر ښه‌والي ټینګار شوی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام