د هېواد په ختیځ کې د وږي ۹مه زلزلې د کونړ ترڅنګ، د ننګرهار درهنور کې هم ولسونو ته د سر او مال درانه زیانونه اړولي دي.
سُتن، مجګنډول، اوتران، لمټک، چوال، شیمل او وایګل د درهنور ولسوالي هغه سیمې دي چې زلزلې سختې ځپلي. دغو کلیو کې د اوسېدو ډېری کورونه یا خو نړېدلي او یا زیانمن شوي چې د اوسېدو وړ نه دي.
یوشمېر زلزلهځپلي چې دامهال خیمو کې ژوند کوي، د هوا سړېدو او د ژمي رانږدې کېدو ته اندېښمن دي. د سُتن کلي اوسېدونکی ۴۰کلن شېرخان ۱۲ کسیزه کورنۍ لري چې اوس په خیمه کې ژوند کوي.
هغه که څه هم وویل چې د حکومت او مرستندویه بنسټونو له لوري ورسره د لومړنیو توکو مرستې شوي، خو غوښتنه کوي چې د ژمي تر راتګ وړاندې دې ورته کورونه جوړ شي.
هغه وویل: «ژمی را روان دی، دې خیمو کې نور ژوند نهکیږي، ځکه دلته واوره هم کیږي، نو د ژوند کولو امکان په کې نهشته. اړتیا ده چې مونږ سره د ژمي لپاره مرسته وشي او مونږ ته دې کورونه جوړ شي. خیمو کې د ژمي پرمهال د ماشومانو لپاره ژوند ډېر سخت دی. پخوا مې مزدوري کوله، خو اوس باید همیشه کور کې ووسو، ځکه خیمه کې ضرورت پېښيږي، ماشومان او ښځې خو یوازې نهشو پرېښودلی.»
قاري احمد هم د درهنور د سُتن کلي اوسېدونکی دی او اوس خپلې کورنۍ سره خیمه کې اوسیږي. دی که څه هم له مرستو او خیمو کې له وړاندې کېدونکو خدماتو خوښ دی، خو زیاتوي چې له ژمي وړاندې دې ورته د کور جوړولو غم وخوړل شي.

هغه په دې اړه وویل: «دلته واوره هم کیږي مونږ دا غواړو چې د ژمي لپاره کور را ته جوړ شي یا دې مونږ سره د ژمي لپاره، د بوټانو او نورو وسایلو مرسته وشي. ماشومان مې اوس خیمه کې اوسیږي.»
د درهنور ولسوالۍ د سُتن کلي قومي مشر محمد عالم وویل، دغه کلي کې تر ۲ زره پورې کورنۍ اوسیږي چې د زیاتره هغوی کورونه تخریب او یوشمېر یې زیانمن شوي چې اوس د اوسېدو نه دي.
دی چې زلزلې سُتن کلي کې ۹ کسان شهیدان او تر ۷۵ ټپیان کړي. همدارنګه زلزله کې جوماتونه، مدرسې، کلینیکونه او ښوونځي هم زیانمن شوي چې اوس خدمات په سیارو خیمو کې وړاندې کیږي.
د هغه په وینا، سُتن کلی ۲ لوی او ۲۵ محلي جوماتونه لري چې ۴ یې له منځه تللي او نور یې زیانمن شوي چې بیارغونې ته اړتیا لري. د سُتن قومي مشر محمد عالم هم د زلزله ځپلو لپاره د کورونو په جوړولو ټینګار کوي.
«کله چې زلزله وشوه خلکو چې توان درلود، ښکته وتي هغوی چې وسه یې نه وه، ټول لاندې خیمو کې ژوند کوي. زیاتره کورونه تخریب شوي، ځینې یې د اوسېدو نهدي کورونو کې د اوسېدو امکان نشته، لومړنۍ مرستې ورسره شوي، خلکو سره همکاري شوې، خو د خلکو اساسي مشکل د کورونو جوړول دي، باید دوی ته کورونه جوړ شي، اوسني کورونه له اوسېدو وتلي او خلک په خیمو کې ژوند کوي.»
ورته وخت کې د درهنور ولسوالۍ د مجګنډول سیمې قومي مشر عبدالقدوس هم وايي، چې دغه کلي کې تر ۴۵۰ پورې کورنۍ اوسېږي چې ۲۰۰ یې په بشپړه توګه نړېدلي او نږدې۲۰۰ کورنیو ته خیمې وېشل شوي.
دی د دغو زلزله ځپلو لپاره د کورونو په جوړولو ټینګار کوي او وايي، درهنور کې د ژمي پرمهال واوره هم کیږي او خیمو کې ژوند کول سخت دي. د نوموړي په وینا، مجګنډول کلي کې زلزلې ۳ کسان شهیدان او ۳۳ پورې ټپیان کړي.
«ټول کلی له منځه تللی، کوم کورونه چې ولاړ دي هغه هم د استفادې وړ نه دي، زلزلې زمونږ د ماشومانو پر ذهنیت بد تاثیر کړی، څو وخت مخکې ږلۍ وشوه، زمونږ یې ډېرو ستونزو سره مخ کړو، اوس ژمی را روان دی، د خیمو ژوند ډېر د تکلیف ژوند دی، خواهش کوو چې زمونږ ولس ته کورونه جوړ شي، که واوره وشي، زمونږ ماشومان او سپینږیري هلاکت سره مخ کیږي.»
د درهنور ولسوالۍ د لمټک کلي قومي مشر امیر احمد وايي، دغه کلي کې ۴۰۰ کورنۍ اوسېږي چې تر ۳۵۰ پورې کورونه د اوسېدو نهدي او دامهال په خیمو کې ژوند کوي.
دغه کلي کې هم زلزلې تر ۳۰ پورې کسان ټپیان کړي. قومي مشر امیر احمد که څه هم ولسونو سره د حکومت او مرستندویه موسسو له لومړنیو مرستو خوښ دی، خو دی هم له ژمي مخکې د کورونو جوړولو غوښتنه کوي.
«مونږ سره نغدي مرستې، خوراکي توکي، د کور وسایلو مرستې شوي، خو ژمی را روان دی او دلته واورې هم کیږي. له موسسو او دولت غواړو چې مونږ سره د ژمي په تړاو مرسته وکړي، خلک ډېر غریبان دي، خیمو کې ژوند سخت دی. دا اوس هم له مازیګر وروسته خیمو کې ژوند سخت دی، ماشومان مو په تکلیف دي.»
د درهنور د اوتران قومي مشر عليشاهان هم وویل چې دغه کلي کې تر ۷۰۰ پورې کورنۍ اوسېدې چې ۲۱۵ یې د زلزلې پرمهال نړېدلي او پاتې نور یې زیانمن او د استفادې وړ نه دي. ده وویل چې د زلزلې پرمهال دغه کلي کې ۱۵ ټپیان او ۲ کسان شهیدان شوي.
ورته وخت کې د درهنور ولسوالۍ سُتن سیمه کې د «بيسيپلس» په نوم د کلینیک مسوول ډاکټر احسانالله وویل چې د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونیسف په همکارۍ زلزله ځپلو ته روغتیايي خدمات وړاندې کوي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
ده وویل چې د کلینیک ودانۍ یې زلزله کې زیانمنه شوې او اوس خیمه کې فعالیت کوي.
ډاکټر احسانالله وویل: «د زلزلې له لومړۍ مو تر نن پورې ۱۶۷ د تروما کېسونه درلودل، ۵۸ مو د ننګرهار حوزوي روغتون ته ریفر کړي او پاتې نورو ته خدمات شوي. مرکزي ساحه دی، سُتن، مجګنډول، اوتران، لمټک، چوال، کندک، سرګلک، شیمل کې ټولو ته خدمات وړاندې کوو.»
سُتن سیمه کې د «بيسيپلس» کلینیک مسوول ډاکټر احسانالله زیاته کړه چې د کلینک لپاره د ودانۍ نهشتون او د صحي پرسونل کمښت یې صحي خدمات ټکني کړي.
ده وویل چې د لا ښو او اغېزناکه خدمتونو وړاندې کولو لپاره ودانۍ او صحي پرسونل ته اړتیا لري.
«دا خو طبیعي خبره ده چې نرس او فارمسست د ډاکټر ښی لاس وي، تر څو خدمت وکړي، سایکو سوشل ته ځکه اړتیا ده چې د خلکو کورونه نړېدلي، بله دا چې خلک په کورونو کې نشته اوس هم زلزلې کیږي، نو طبعا دلته سایکو سوشل، نرس او فارمسست ته ډېره اړتیا ده چې لا ښه خدمات وړاندې کړو. زمونږ اړتیاووې دې رفع شي، زمونږ لپاره تعمیر دې جوړ شي، ځکه خیمو کې هغسې چې اړتیا ده خدمات نهشو وړاندې کولی.»
ورته وخت کې د درهنور ولسوال مولوي عبدالله رحماني وايي، دغې ولسوالي کې تر ډېره د درملو او خوراکي توکو په برخه کې د زلزله ځپلو لومړنۍ اړتیاووې رفع شوي، خو دا چې ژمی په رانژدې کېدو دی، د کورونو په جوړولو کې لاسنیوي ته اړتیا لري.
هغه زیاته کړه چې د حکومت لوړپوړو چارواکو د زلزله ځپلو لپاره د کورونو جوړولو ډاډ ورکړی.
«د زلزله ځپلو اساسي اړتیاوې دا دي چې دوی ته کورونه جوړ شي، تر دې وروسته دلته خیمو کولو کې ژوند کول ګران کار دی. ځکه دلته هوا سړه وي. د حواثو وزیر صاحب راغلی وو، کورونه یې وکتل، دوی ډاډ ورکړ چې خلکو ته به د نقشې له مخې کورونه جوړوي، هغوی د هرات او پکتیکا یادونه هم وکړه، وې ویل چې دوی ته به کورونه جوړوي. مخکې یې انجینیرانو ته ویلي چې داسې نقشې جوړې کړئ، چې خلکو ته څومره اړتیا ده تر څو له مخې یې کورونه جوړ کړي. د ځمکې کمښت دلته درهنور کې هم شته، خلکو ځمکې کمې دي او غوښتنه لري چې حکومت په بل ځای کې ځمکې ورته مشخصې کړي چې کورونه ورته جوړ شي.»
د ننګرهار د درهنور ولسوال مولوي عبدالله رحماني زیاتوي چې زلزلې سُتن، مجګنډول، اوتران، لمټک، چوال، شیمل، وایګل او یوشمېر نورو کلیو کې جوماتونه، کلینیکونه، مدرسې، ښوونځي او د اوبو سرچینې هم زیانمنې کړي، خو د مسوولانو له لوري یې سروې شوې او د حل لپاره یې اقدام کوي.
هغه همدارنګه وویل چې د درهنور ولسوالي زلزله ځپلو سیمو کې دامهال روغتیايي او ښوونیز خدمات په خیمو کې وړاندې کیږي.


