د کابل ښار د شهرنو سیمې په قصابي کوڅه کې له چرم د توکو او وسایلو جوړولو یوې کارخونې دغې کوڅې ته یوه بله بڼه ورکړې.
کارخونه کې دننه پر چرم د څټک غږ د یو هنري اثر د جوړولو کیسه بیانوي. ۵۵کلن غلام رباني چې لاسونه یې د کلونو سخت کار له امله ټپونه هم لري، په خپل کوچني او ساده دوکان کې د چرمي توکو او وسایلو پر جوړولو بوخت دی.
څټک یوې خوا ته ږدي او هغه چرم چې په لاس کې یې دی، تر څرخ لاندې کوي او ګنډي یې. وايي، له ۲۲کلونو راهیسې له وطني چرم څخه لاسي صنایع جوړوي او هره ورځ یو یا دوه چرمي څېزونه تولیدوي، په دې هیله چې شاید څوک د هغه له دوړو ډک دوکان ته ورشي او یو څه ترې وپېري.
هغه وویل: «زه دلته شاوخوا ۲۲ کاله کېږي چې یم؛ موږ له وطني چرم استفاده کوو چې یوه لاسي صنایع ده. موږ د وزې او خوسکي پوستکي، تور او نسواري چرم کاروو. زما خرڅلاو کم دی. زه هره ورځ یو یا دوه تولیدوم.»
غلام رباني هره ورځ له ساعتونو پلې مزل وروسته، مخکې له دې چې د لمر وړانګې پر کوڅې راټیټې شي، خپل دوکان پرانیزي او کار پیلوي؛ خو د پېرېدونکو نهدرلودو له امله ماښام تش لاس کور ته ستنیږي.
هغه وویل: «د خیرخانې لبجر ته پیاده ځم، یو ساعت ورزشي ته ځم، بیا دلته راځم، تر ماښامه یم او بېرته پیاده خیرخانې ته ځم او غرمه هم وچه ډودۍ او چای څښم.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
غلام رباني له چرم څخه لاسي بکسونه، کمربندونه، د موبایل پوښونه او نور لاسي صنایع جوړوي. هغه زیاتوي چې په دې وروستیو کې یې کاروبار کمرنګه شوی او له درېیو اوونیو راهیسې یې هېڅ څه نهدي پلورلی.
نوموړي وویل: «همدا اوس هېڅ هم نهلر او کار نشته. یوه میاشت کېږي چې سم کار مو نهدی کړی؛ مجبوري ده چې راځم، که دوکان خوشې کړم، نو چېرته لاړ شم. تراوسه مې دستلاف نهدی کړی.»
د پېرېدونکو نشتون لامل شوی چې غلام رباني له تېرو دوو کلونو راهیسې ونشي کولی د خپل دوکان میاشتنۍ کرایه چې درې زره افغانۍ ده، ورکړي؛ هغه پور چې د هرې میاشتې په تېریدو سره پرې زیات شوی او ورکول یې ورته په یوه جدي اندیښنه بدله شوې.
هغه وویل: «کار نشته، کار نهلرو، پیسه ورکه ده او اوس هم خرڅلاو نهلرو، د دوکان دوه کاله کرایه لا پاتې.»
د دوکان د کرایې د ورکولو توان نه درلودل د هغه یوازینۍ اندېښنه نه ده؛ غلام رباني له څه مودې راهیسې د خپل کور کرایه هم نشي ورکولی او د دې لپاره چې خپلې شپږ کسیزې کورنۍ ته یوه سرپناه ولري، له ملګرو او خپلوانو څخه پور اخلي.
هغه وویل: «نهه میاشتې مې د کور کرایه نهده ورکړې، خو څنګه وکړم پوروړی یم، کار چې وکړم، کرایه ورکوم، که ومې نکړ، یو څه قرض اخلم ورکوم یې.»
غلام رباني لاسي صنایع د افغانستان د کلتوري هویت یوه برخه ګڼي او په دې باور دی چې د کاري فرصتونو په برابرولو او د صادراتي بازارونو په رامینځته کولو سره، دا اصیل هنر لا پیاوړی کیدای شي.
ده زیاته کړه: «د کار زمینه دې راته برابره کړي، همدا زموږ د هېواد هویت ښيي، باید کار مو ښه وي، څو صادر شي بهر ته؛ دا مسلې دې راجوړې کړي، څو وکار وکړو، اوس هېڅ کار نشته.»
که څه هم هغه د خپل کار له عاید څخه د خپلې کورنۍ د ژوند لګښتونه نهشي پوره کولی؛ خو په زړه کې یې یو څه هڅوي چې کار ته دوام ورکړي او نشي کولی له خپل هنر سره خدایپاماني وکړي.
غلام رباني خپل کار ته دوام ورکوي او هیله لري چې یوه ورځ به د چرمي لاسي صنایعو هنر د خلکو په منځ کې خپل ریښتینی ځای ومومي.


