بېلا بېلو ولایتونو کې لسګونه ځوانانو سره د سلاموطندار د خبرو پایلې ښيي چې د غوره کاري فرصتونو او ښې کاري راتلونکې لرلو په دلیل یې هغو څانګو کې زدهکړو ته مخه کړې چې نهیې خوښوي.
دغه راپور کې د ۱۲ ولایتونو له ۴۰ ځوانانو سره خبرې شوي چې ۱۲ هغه یې د طب څانګې، ۱۰ د کمپیوټر ساینس، ۷ د اقتصاد، ۵ د حقوقو او ۳ د ژورنالیزم زدهکړیالان دي.
د دغو ځوانانو په اند، دې وروستیو کې د نورو څانګو په پرتله د کمپیوټر ساینس، طب او اقتصاد څانګو زدهکړیالانو ته ښه کاري فرصتونه برابریږي او په همدې دلیل یې دغه څانګې د خپلو تحصیي څانګو په توګه غوره کړي دي.
۲۲ کلن محمد صادق د بادغیس اوسېدونکی دی چې د یو خصوصي پوهنتون د کمپیوټر ساینس څانګې د څلورم سمستر محصل دی. هغه وايي چې د اقتصادي ستونزو او د درسي اړتیاوو د برابرولو له ستونزو سره سره، د خپلې روښانه راتلونکې جوړولو لپاره یې د کمپیوټر ساینس زدهکړو ته لیوالتیا پیدا کړې ده.
«دغه څانګه مې هم د خپلې شخصي علاقې له مخې او هم د راتلونکو کاري فرصتونو له امله انتخاب کړې. ما له سیاسي او مدیریتي مسایلو سره لیوالتیا لرله. فکر مې وکړ چې دغه څانګه کولی شي د ښې راتلونکې زمینه برابره کړي.»
د کونړ اوسېدونکی حمادالله همدرد چې د اقتصاد څانګې د درېیم کال زدهکړیال دی وايي چې یوازې د دې لپاره یې دغه څانګه انتخاب کړې چې کاري فرصتونه په کې ډېر دي.
«زما د زدهکړې څانګه اقتصاد ده، خو زما کمپیوټر ساینس خوښ وو. خو داچې د اقتصاد څانګې کاري ساحه پراخه ده، ما دغه څانګه انتخاب کړې. په افغانستان کې د طب، کمپیوټر ساینس او اقتصاد څانګو لپاره دندې ډېرې دي. ډېر محصلین فارغ شوي، ځینې یې د ماسټري سندونه هم لري، خو بیا هم مناسبه دنده نه شي موندلی.»
دغه راپور کې له ۴۰ ځوانانو سره خبرې شوي، خو ۱۴ یې په هغو څانګو کې زدهکړې کوي چې ورسره علاقه لري؛ خو ۲۶ نور بیا د کاري فرصتونو د موندلو له امله په هغو څانګو کې زدهکړې کوي چې هیڅ علاقه ورسره نهلري.
ننګرهار کې ۱۹ کلن عزتالله د اقتصاد پوهنځي د دویم کال محصل دی چې غواړي په حقوقو کې زدهکړې وکړي، خو د کاري راتلونکې په اړه د اندېښنې له امله اړ شوی چې د اقتصاد پوهنځي کې زدهکړې وکړي.
«رښتیا ووایم، ما دا څانګه د خپلې شخصي علاقې پر بنسټ نه ده انتخاب کړې، بلکه په دې دلیل چې وروسته په دولت یا ادارو کې ښه دنده پیدا کړم انتخاب کړې مې ده. دامهال د طب، کمپیوټر ساینس، اقتصاد او سوداګرۍ په څانګو کې نسبتاً ډېر کاري فرصتونه شته.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
همدارنګه، د غور اوسېدونکې ۲۴ کلنه رابعه رحیمي وايي، غوښتل یې په ارواپوهنه کې زدهکړې وکړي، خو د نجونو پر مخ د پوهنتون دروازو تړل کېدو له امله اړ شوې چې د نرسنګ برخه کې زدهکړې وکړي؛ نرسنګ له هغو څو محدودو څانګو ده چې نجونې په کې د زدهکړو اجازه لري.
«زه خپله د ارواهپوهنې څانګې سره علاقه لرم؛ خو د وضع شوو محدودیتونو له امله ونه توانېدم زدهکړو دوام ورکړم. د بېکارۍ او د کاري فرصتونو له امله مې نرسنګ انتخاب کړ، ځکه اوس په صحي برخو کې د کار امکانات ډېر دي.»
ټولنپوهان ټینګار کوي چې له خپلو تحصیلي څانګو سره د ځوانانو د علاقې نشتوالی کولای شي په فردي ودې او اقتصادي پرمختګ منفي اغېز وکړي؛ داسې چې د ټولنې د پرمختګ لړۍ به ټکنۍ کړي.
د ټولنیزو چارو کارپوه راشد صدیقي وايي: «یو له هغو مواردو څخه چې کولی شي ټولنه پر خپلو پښو ودروي او د دولت اقتصادي خپلواکۍ ته لاره هواره کړي، د تخصصمحورۍ مسله ده. دا هغه مهال ممکنه ده کله چې ځوانان خپلې زدهکړې د خپلې لیوالتیا، شوق او وړتیا له مخې انتخاب کړي. خو کله چې ځوانان یوازې د کار له امله د داسې یوې څانګې انتخاب کوي چې ورسره یې لیوالتیا نهوي، نو پرته له شکه دا به د ټولنې تخصصي بنسټونه له زوال سره مخ کړي.»
یوشمېر ارواهپوهان هم په دې باور دي چې خپلو تحصیلي څانګو سره د ځوانانو نهليوالتیا، د وخت په تېرېدو سره کولای شي د رواني ستونزو لکه اضطراب، د زدهکړو د هڅې کمښت، او له زدهکړو سره د نارضایتۍ لامل شي.
ارواهپوه محمدالله بلوڅ وایي چې خپلو تحصیلي څانګو سره د ځوانانو لېوالتیا، د هغوی د رواني روغتیا او تحصیلي هڅونې لپاره خورا مهم رول لري، خو د دغې لېوالتیا نشتوالی کولی شي چې د رواني ستونزو او د زدهکړو د اغېزمنتوب کمېدو لامل شي.
«څومره چې یو کس له خپلې لیوالتیا پرته د زدهکړو بله څانګه انتخابوي، هغومره یې وړتیا، کاري ظرفیت، د هوش ګټه اخیستنه او وړتیا کمېږي. څومره چې د خپل ذهن د طبیعي غوښتنو خلاف عمل کوي، همغومره د خپګان (افسردګۍ) کچه لوړېږي او د ځانوژنې فکرونه پکې راښکاره کېږي.»
وموغوښتل چې د وروستیو کلونو پرمهال مشخصو تحصیلي څانګو کې د زدهکړیالانو زیاتېدو یا کمېدو په اړه د سرپرست حکومت د لوړو زدهکړو وزارت نظر هم ترلاسه کړو، خو بریالي نه شوو.
سره له دې چې په دې وروستیو کلونو کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت څو څو ځله د ځوانانو لپاره د کاري فرصتونو پر رامنځ ته کولو ټینګار کړی، خو ډېری ځوانان د خپلې خوښې څانګو کې د کار نشتوالي له امله اړ شوي چې خپله تحصیلي لاره بدله کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د نړیوال بانک د یوه تازه راپور پر بنسټ، افغانستان کې د ځوانانو د بیکارۍ کچه شاوخوا ۲۵ سلنه ته رسېدلې، یانې له هر څلورو ځوانانو یو یې بېکاره دی او ګڼ شمېر نور بیا په غیر رسمي او لږعاید لرونکو کارونو بوخت دي.


