کابل ښار کې یوشمېر موټر چلوونکي د پلازمېنې په ډېری ټانکونو کې د بېکیفیته تېلو له پلور د شکایت ترڅنګ وايي چې د بېکیفیته تېلو له امله یې د موټرو ماشینونه خراب شوي دي.
احمدشاه چې کابل ښار کې ټکسي موټر چلوي، سلاموطندار ته وویل چې د تېلو ټانکونو کې د تېلو بیه او کیفیت بېلابېل ډول دي چې په وینا یې، بېکیفیته تېل هم پرې پلورل کېږي.
د سلاموطندار پښتو برخه دلته وڅارئ
نوموړي وویل: «درې ډوله تېل په پمپونو کې دي چې یو یې سوپر، متوسط او درېیم یې بېکیفیته دي چې بیه یې ۷۵، ۷۰ او وروستي یې هم په ۶۲ افغانۍ پلورل کېږي.»
په همدې حال کې یو بل ټکسي چلوونکی سیدګل وايي چې د بېکیفیته تېلو استفادې له امله یې موټر له کاره لوېږي.
د نوموړي په وینا، اړوند بنسټونه دې د کابل ښار د تېلو ټانکونو کې د بېکیفیته تېلو د پلور مخه ونیسي. نوموړي وویل: «زه د سترګو لیدلی حال درته وایم چې څوک راغلي چې دا تېل معاینه کړي؟ چا لابراتوار ته وړي؟ بېکیفیته تېل مو موټر استهلاکوي او عوارض پیدا کوي.»
موټر چلوونکي همداراز زیاتوي چې د بېکيفيته تېلو کارول موټرو ته د زیان رسولو ترڅنګ د هوا ککړتيا کې هم رول لري. کابل ښار کې یوشمېر نور ټکسي چلوونکي له اړوندو بنسټونو غواړي چې د هېواد بازارونو کې د تېلو کیفیت کنټرول کړي.
کابل کې ټکسي چلوونکی شکران وویل: «دوی وايي چې د تېلو کیفیت ښه دی، خو نه معلومېږي، زما په نظر ښه نه دي او زموږ موټر هوا ککړوي او خراب ده چې لامل یې هم بېکیفیته تېل دي.»
بلخوا د سټنډرډ ملي ادارې مسولان د کابل کې د «تېلو پمپستېشنونو یا ټانګونو» کې د بېکيفيته تېلو شتون تاییدوي، خو په وینا یې، د تېرو څو میاشتو پرمهال یې کابل کې د بېکیفیته تېلو د پلور له امله ۳۰۰ د تېلو ټانګونه تړل شوي دي.
د سټنډرډ ادارې ویاند عاشق الله وزیر په دې اړه سلاموطندار ته وویل: «موږ کابل ښار کې د تېلو ۳۰۰ زېرمې مهراو لاک کړې له دې امله چې بېکیفیته تېل یې پلورل. هغه څه چې هېوادوال وايي، رښتیا دي، اې ۹۵، اې ۹۲ او اې ۸۰ دا هغه تېل دي چې جواز لري او د استفادې وړ دي، خو ټولو ولایتونو څېړنې او پلټنې روانې دي چې تېل اې۹۲ شي.»
د ستندرد ادارې مسوولان زیاتوي چې د روانې اوونۍ د یکشنبې پر ورځ یې د تېلو ۶۷ ټانکرونه چې له ازبکستان څخه افغانستان ته وارد شوي وو، حيرتان بندر کې تر څارنې وروسته د ټيټ کيفيت له امله بېرته دغه هېواد ته مسترد کړي دي.
د يادونې ده چې اوس د کابل ښار ځينو برخو کې بېکیفیته نفتي توکي په ټيټه بيه پلورل کېږي، خو لاهم د سټنډرډ اداره نهده توانېدلې چې د دغه کار مخه ونیسي.