د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې يو شمېر ناروغلرونکي وايي، د ډاکټرانو لهخوا په سمه توګه د ناروغي نهتشخیص او د روغتونونو نشتوالی لامل شوى چې د درملنې لپاره مياشتې او ان کلونه سرګردانه شي او درانه مالي لګښتونه پرې راشي.
د دوی په وینا، په وخت د ناروغۍ نهتشخیص د ناروغ د مړينې لامل کیږي یا هم د ناروغۍ د زیاتېدو او د درملنې بهیر اوږدوي.
فريد چې خپل پلار يې د درملنې لپاره کابل کې د سرطان درملنې روغتون ته راوستی وايي، له دوو کلونو سختې ناروغۍ وروسته مشخصه شوه چې پلار يې پر سرطان اخته دی. هغه زیاتوي چې تر دې وړاندې ډاکټرانو ورته ويلي وو چې پلار يې تور زېړی لري.
ده وویل: «ډاکټرانو دوه کاله وړاندې ویلي وو چې زمونږ ناروغ تور زېړی لري، خو اوس تازه مشخصه شوه چې ناروغ مو د ځیګر سرطان لري. لومړی یې غلط تشخیص کړی وو.»
فرید زیاتوي، سره له دې چې په تېرو دوو کلونو کې یې زیاتې پیسې د خپل پلار د روغتيا لپاره لګولي؛ خو د ناروغۍ په پیل کې د ډاکټرانو ناسمتشخیص د هغه د ناروغي لاډېره کړه.
هغه سلاموطندار سره خبرو کې زیاته کړه چې «دغو دوو کلونو کې مو خپله ټوله شتمني د پلار په درملنه ولګوله. یوازې دوستان مو پور پیسې راکوي، نور څوک نه دي پاتې چې پیسې ترې پور کړو. ان پنځهسوه افغانۍ قرض مو هم کړی. درې کاله کیږي چې خپله اوزګار یم، کورنۍ کې مو لس کسان دي.»
په روغتونونو کې د ډاکترانو له لورې د ناروغیو په سمه توګه نه تشخیص یوازې د فرید پلار ته زیان نه دی رسولی بلکې، دا ستونزه د ګڼشمېر ناروغانو ژوند په خطر کې اچوي، په ځانګړې توګه هغه کسان چې ډیرې پیچلې ناروغۍ لري.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
له دې موارد څخه یوه غزني د اوسېدونکې رحیمې د پلار قضیه ده. ډاکټرانو په پیل کې د هغې د پلار ناروغي هم غلطه تشخیص کړې وه او غلط درمل یې ورکول.
رحیمه په دې اړه وايي: «زمونږ ناروغ ته یې ویلي وو چې تبرکلوز ناروغي لري. مونږ تبرکلوز روغتون ته یوړ. هلته یو میاشت بستر وو. یوه میاشت وروسته یې مونږ ته وویل چې کابل ته یې یوسئ، کله چې ډاکټرانو معاینه کړ ویل یې چې تبرکلوز نه دی، د معدې سرطان لري. هلته مو ډېر مصرف وکړ. بیرته کور ته راغلو، بیا دوه اونۍ وروسته مو ناروغ مړ شو.»
همدارنګه، د غور د چهارسدې ولسوالۍ اوسیدونکی عبدالستار چې د ماشوم وینه یې مکروبي وه، هم ورته کیسه لري. هغه وايي چې د خپل ماشوم د درملنې لپاره یې ډېرو ډاکټرانو ته مراجعه کړې ده، خو هر یو یې، د معایناتو ترسره کولو وروسته، د ناروغۍ مختلف تشخیصونه ورکړل چې ټول یې غلط وو.
هغه په دې اړه وویل: «څو ځله مو خپل ناروغ مختلفو روغتونونو ته یوړ، ځکه وضعیت یې خرابېده، کوښښ مو کاوه چې د درملو په بدلېدو سره یې وضعیت ښه شي، خو داسې به نه کېده. وروسته مو ښار ته راووست او درمل مو ورته واخیستل، یو دوه ورځې به ښه وو، بیرته به یې حالت خراب شو. یو ډاکټر وايي چې تبرکلوز دی، بل به ویل چې زړه یې سوری دی، بل به ویل چې وینه یې مکروبي ده، خدای شاهد دی، اوس هم له درملتونو پوروړی یم.»
غلط تشخیص یا د تشخیص ځنډېدل کولی شي د درملنې پروسه هم وځنډوي. ناروغان وايي چې دې ستونزې دوی ته اقتصادي زیان هم ډیر کړی.
له دې سره، ډاکټران وايي چې پر وخت تشخیص کولی شي د ناروغۍ د پرمختګ مخه ونیسي او حتی په لنډ وخت کې د ناروغ حالت ښه کړي.
د کابل په ابن سینا روغتون کې د عمومي جراحي ډاکتر قندآغا حسن وايي: «په وخت تشخیص ډېر مهم دی او ناروغ له ترینګلي وضعیت څخه ژغوري. دوه اساسي فکټورونه دا دي چې ډاکټر باید متخصص ووسي او ظرفیت یې لوړ وي، علمیت ولري. دا دواړه ډېر مهم دي.»
په داسې حال کې چې هېوادوال د ډاکټرانو له لوري د ناروغۍ له ناسمتشخیص څخه شکایت کوي، د عامې روغتیا وزارت مسوولانو هم تر دې وړاندې ویلي وو چې تر ۷۴ سلنه ډېر هېوادوال ان لومړني روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نهلري.
د روغتیايي امکاناتو او زیربناوو نشتون لامل شوی چې په لرو پرتو سیمو او ان لویو ښارونو کې خلک د ناروغیو پر وخت تشخیص او اساسي درملنې ته لاسرسی ونهلري.