کابل کې یوشمېر روغتیاپالان وايي چې د هوا په سړېدو سره پلازمېنه کې پر سینهبغل ناروغۍ د اخته ماشومانو شمېر لوړ شوی دی.
د ماشوم روغتیا روغتون مسوولان وايي، یاد روغتون ته ډېری داسې کورنۍ ورځي چې ماشومان یې پر سینهبغل او تنفسي ناروغیو اخته شوي وي.
د دوی په وینا، د دغو کورنیو څخه ګڼشمېر يې د اقتصادي ستونزو له امله نهشي کولای خپلو ماشومان ته تودې جامې واخلي او کورونه ګرم وساتي.
د یاد روغتون یو ډاکتر اسدالله چې د ناروغانو د ثبت برخې مسوولیت هم لري، وايي، په تېره یوه میاشت کې ۳۴۳ماشومان روغتون ته وروړل شوي چې ډېر یې پر سینهبغل ناروغۍ اخته او دوه ماشومانو خپل ژوند هم له لاسه ورکړی دی.
نوموړی وايي: «په ژمي کې د سینه بغل ناروغۍ زیاتیړي ځکه د خلکو کمزوری اقتصاد له امله نشي کولې خپلو ماشومانو نه سمه ساتنه وکړي په دغه میاشت کې موږ ۳۴۳د سینه بغل ناروغان بستر کړي چې دوه يې خپل ژوند له لاسه ورکړی اونور یې روغتیا موندلې.»
بلخوا د ماشومان متخصص ډاکتر محمدعارف حسنزی، وایي په ماشومانو کې د سینهبغل ناروغۍ لاملونه ډېر دي، خو په وینا یې، تر ټولو لوی لاملونه یې د هوا ککړتیا او د واکسین نه تطبیق دی.
هغه وویل: «ماشومانو کې د سینه بغل ناروغۍ لاملونه زیاد دي او ډیر غټ لامل یې دا دی چې کله هوا سړه شي ميکروبونه په هوا کې زیاتیړي او واکسین نه تطبیق کول نه تنها سینه بغل بلکې ټول هغه واکسینونه چې د دولت لخوا په ماشومانو کې تطبیق کیړي که چېرې تطبیق نشي دا یوزمینه سازي ده د سینه بغل یا موسمي امراْضو ته.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په ورته مهال د کابل ښار یوشمېر اوسېدونکي وايي، د وزګارتیا او اقتصادي ستونزو له کبله نهشي کولای خپلو ماشومانو ته تودې جامې برابرې کړي او همداشان د خپلو کورونو ګرمولو لپاره سون توکي واخلي.
د کابل د بګرامي ولسوالي، د شینې کلي اوسېدونکې عایشه چې وراره يې پر سینهبغل اخته شوی او د ماشومانو روغتیا روغتون کې بستري دی، وايي، د وراره روغتیايي وضیعت يې ښه نهدی او دوه ورځې کېږي چې همدې روغتون کې بستر دي.
د هغې په خبره، د کمزوري اقتصادي وضیعت په دلیل نهشي کولای شخصي روغتون ته لاړ شي. هغه وویل: «وراره مې صحت طفل روغتون کې بستر دی یوه ورځ په احمدشاه بابا کلینک کې بستر و، نس يې پړسړیږي د ککړې هوا له امله سینهبغل دی. سوتغذیه هم دی ښه اقتصاد نهلرو چې شخصي روغتون ته یې یوسو، بستر یې کړو.»
بلخوا د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکتر شرافت زمان امرخېل وایي چې د سینهبغل ناروِغۍ، د مخنیوي په موخه د واکسین بېلابېل کمپاینونه شوي او په راتلونکې کې هم پلان لري چې د لروپرتو سیمو ماشومانو ته واکسین ورسوي.
نوموړی له کورنیو څخه غواړي چې خپل ماشومان د هر ډول ناروغیو پر وړاندې واکسین کړي. «هڅه مو همدا ده چې وکولې شو هغه ماشومان جې نوي زېږدېلې وي یا هم تراتلس میاشتنو ماشومان او تر پنځه کلنې پورې چې بېلابېلو واکسینونوته اړتیالري دې لپآره به کار کوو اودوام دار کمپاینونه جریان لري ان شاءالله ښې لاسته راوړنې به ولرو.»
باید وویل شي هرکال کابل کې د ککړې هوا په دلیل ګڼ خلک په ځانګړې ډول ماشومان په موسمي ناروغیو په تېره بیا سینهبغل اخته کېږي چې یوشمېر يې ژوند هم پهکې له لاسه ورکوي.


