Asset 1SWN

اقلیمي بدلون د افغانستان ۵۰ سلنه ځنګلونه له منځه وړي

حافظ-عزیزالرحمان،-سرپرست-اداره_ی-ملی-حفاظت-محیط-زیست-qp7no97xsq09wkixz92x1ajal5enxrbc5sd8kb8ww8

د ا.ا د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د یوې غونډې پر مهال د جون ۵مه یا د چاپېریال ساتنې نړیواله ورځ ونمانځله.

د چاپېریال ساتنې ادارې سرپرست حافظ عزیزالرحمان دوامداره وچکالي، د سېلابونو راوتل او د چاپېریال ککړتیا د اقلیمي بدلونونو مهم لاملونه بولي او وايي، د اقلیم په بدلون سره هېواد کې ۵۰ سلنه ځنګلونه له منځه تللي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه زیاتوي: «هېواد کې اقلیمي بدلون ۴۰ سلنه ځمکې زیانمنې شوي او ۵۰ سلنه ځنګلونه له منځه تللي، خو د دې ادارې په هڅو ۲،۸ سلنه ځنګلونه زیات شوي دي.»

د چاپېریال ساتنې ادارې مسوولان وايي، د چاپېریال ساتنې قانون بیاکتنه، د چاپېریال ساتنې پالیسیو تدوین، د پنځه‌کلن سټراټېژیک پلان جوړول، د هوا درجې کمولو پروګرام جوړول او د چاپېریال ساتنې برخه کې د پروګرامونو پلي کول د دې ادارې لاسته‌راوړنې دي.

په ورته وخت کې د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي له نړیوالو بنسټونو غواړي چې د اقلیمي بدلون په مهمو غونډو کې چې نورو هېوادونو کې جوړېږي، ا.ا ته هم بلنه ورکړي او هېوادونه باید له افغانستان سره په دې برخه کې مرسته وکړي.

بله‌خوا طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مسوولان په دې وروستیو کې د سېلابونو راوتل په هېواد کې د اقلیمي بدلونونو مهم لامل بولي او وايي، د غويي میاشتې له ۲۰مې راهیسې په ۱۴ ولایتونو کې د سېلابونو راوتلو له کبله ۲۹۴ کسانو ژوند بایللی او ۲۶۶ نور ټپیان شوي دي.

د دغه وزارت سرپرست عبدالرحمان زاهد زیاتوي چې په یادو سېلابونو کې نږدې ۱۵۰۰۰ کورونه څه‌ناڅه یا په بشپړ ډول وران شوي او څه باندې شپږ زره څاروي هم مړه شوي دي.

همدا ډول، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام رییس سټېفن رودریګز وايي، دغه سازمان له اقلیمي بدلون سره د مبارزې لپاره د افغانستان پر بنسټیزو زېرمو پانګونه کوي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د هغه په وینا، هڅه کوي چې د ملګرو ملتونو سازمان د اقلیمي بدلون نهه‌ویشتمې غونډې یا کاپ ۲۹ ته د ا.ا استازي هم ور وبلل شي.

د یادونې ده چې د ا.ا په رسمیت نه پېژندل کېدو افغانستان د نړۍ په کچه د اقلیمي بدلونونو غونډو کې له ګډون بې‌برخې کړی او هېواد کې د چاپېریال ساتنې اړوندو ۳۲ پروژو چارې چې نړیوالې ټولنې یې لګښتونه ورکول، هم ځنډول شوې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام