د لوګر والي عبدالقیوم رحیمي نن دوشنبه پل علم کې خبریالانو ته وویل چې څرخ ولسوالۍ د دوی په کنټرول کې ده او د ولسي وګړو او د ولایت نظامي شورا د پرېکړې له مخې يې د څرخ ولسوالۍ مقام له یوه ځایه خپل اصلي ځای «ډبر» ته لېږدولی دی.
د وسلهوالو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ويلي و چې د څرخ ولسوالۍ ودانۍ یې نیولې او افغان ځواکونو ته یې درنه مرګژوبله اړولې ده.
د لوګر والي د وسلهوالو طالبانو د ویاند دغه ادعا په کلکه رده کړه.
نوموړي زیاته کړه، تېره ورځ د افغان ځواکونو او وسلهوالو طالبانو ترمنځ نښته شوې او په نښته کې طالبانو ته درنه مرګژوبله اوښتې ده چې له کبله يې يو سرتېری وژل شوی او همداراز د ولسوالۍ کنټرول د دوی په لاس کې دی.
بل خوا د ۲۰۳ تندر قول اردو ویاند اېمل خان مومند وايي، افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو د وسلهوالو طالبانو ډلهییز برید په شا تمبولی او په ځوابي برید کې يې ۲ وسلهوال طالبان وژل شوي او ۶ نور ټپيان دي.
د سیمې اوسیدونکي هم د افغان ځواکونو او وسلهوالو طالبانو ترمنځ د درنې جګړې خبرې کوي او وايي چې په جګړه کې دوه ملکي وګړي وژل شوي او اته نور ټپيان شوي دي.