فاریاب کې یوه شمېر ښځې چې د لومړي ځل لپاره امیندواري تجربه کوي، د کورني ملاتړ نه‌شتون، روغتیايي خدماتو ته نه‌لاسرسي او د مناسبې تغذيې له کمښت څخه شکایت کوي.

دوی وایي چې د پوهاوي، روغتیايي خدماتو او د مناسبې تغذیې نه‌شتون لامل شوی چې د ژوند دغه حساس پړاو کې ډېرې ستونزې تجربه کړي.

نظیفه یوه له دغو ښځو ده او وایي، اقتصادي فقر، د روغتیايي خدماتو نه‌شتوالی او د مناسبې تغذيې کمښت هغه مهمې ستونزې دي چې امیندواره ښځې، په ځانګړې توګه د لومړۍ امیندوارۍ پر مهال ورسره مخ وي.

هغې زیاتوي چې د خپلې لومړۍ امیندوارۍ پر مهال له ډېرو ستونزو سره مخامخ شوې.

«افغانستان کې فقر ډېر زیات دی؛ خلک روغتیايي خدماتو، کافي خوړو او نورو اړینو امکاناتو ته لاس‌رسی نه‌لري. له همدې امله زه چې یوه ښځه یم او لومړی ځأ امیندواره شوم، هغه موده کې مې ډېرې ستونزې وګاللې. په لومړۍ امیندوارۍ کې د میندو روغتیا خرابېږي او طبعاً په دغه دوره کې د ښځو د پوهاوي کچه هم کمه وي.»

د اقتصادي او روغتیايي ستونزو تر څنګ، د شرم احساس او د تجربې نه‌درلودو هم د امیندواره ښځو کړاوونه لا ډېر کړي.

د فاریاب اوسېدونکې شګوفه یوه بله امیندواره ښځه ده او وایي، د مور کېدو احساس ډېر ځانګړی دی، خو د کافي پوهاوي نه‌شتوالي له امله نه پوهېږي چې څنګه له ځانه پاملرنه وکړي.

هغې د خپلې لومړۍ امیندوارۍ تجربه داسې بیان کړه: «زه د امیندوارۍ په لومړي پړاو کې له ډېرو ستونزو سره مخ شوم. یوه له دغو ستونزو دا وه چې نه‌پوهېدم څنګه باید ځان ته مناسب خواړه برابر کړم او څنګه د خپل ځان خیال وساتم. انسان د لومړي ځل لپاره شرمېږي او له چا سمه پوښتنه نه‌شي کولی.»

رقیه یوه بله ښځه ده چې له خپلې لومړۍ امیندوارۍ څخه تریخ تجربه لري. هغه وایي چې د امیندوارۍ په لومړیو میاشتو کې له جدي فزیکي ستونزو سره مخ وه.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


«چې پوه شوم امیندواره یم، پیل راته ډېر سخت وو. زه به ډېر زړه‌بدې کېدم، هېڅ شی مې نه‌شو خوړلی، له هر څه مې کرکه وه. د امیندوارۍ د لومړني پړاو، یانې څلورمې او پنځمې میاشتې ډېرې خرابې تېرې شوې.»

په همدې حال کې، د نسایي-ولادي برخې متخصص ډاکټران خبرداری ورکوي چې د امیندواره ښځو، په ځانګړې توګه د هغوی چې لومړی ځل امیندواره کېږي، روغتیا ته نه‌پام کولی شي د مور او ماشوم لپاره خطرناکې پایلې هم ولري.

مارینا سلیماني چې په فاریاب کې د نسایي-ولادي متخصصه ډاکټره ده، وایي: «ښځې د لومړۍ امیندوارۍ پرمهال د سهار له خوا تبه کوي؛ هورموني بدلونونه راځي؛ یوه بله نښه د سینو غټېدل دي. ستړیا، زیات ادرار، د مزاج بدلون، د وزن زیاتېدل او د نس غټېدل د جنین له ودې سره هممهاله پېښېږي.»

شکریه کوشا هم په فاریاب کې د نسایي-ولادي بله متخصصه ډاکټره ده او ټینګار کوي چې ښځې باید د امیندوارۍ پر مهال لږ تر لږه څلور ځله ډاکټر ته لاړې شي.

هغې وویل: «یوه امیندواره ښځه باید د خپلې امیندوارۍ په موده کې لږ تر لږه څلور ځله له ډاکټر سره لیدنه ولري، چې لومړۍ لیدنه باید د دولسو اونیو یا درېیو میاشتو دننه وي، تر څو ډاډ ترلاسه شي چې ماشوم روغ دی، په رحم کې دی او سالم پرمختګ لري.»

اخوا، اراوه‌پوهان هم د امیندوارۍ پر مهال د ښځو د ذهني او رواني چمتووالي پر اهمیت ټینګار کوي.

ارواه‌پوه زکریا بارکزی وایي: «د دې پړاو مدیریت څو لارې لري. تر ټولو مهمه د مشاورینو رول دی، ځکه چې د امیندوارۍ د دورې مشورې د ښځو لپاره حیاتي دي؛ له یوې خوا د دوی د رواني او فزیکي سلامتیا خبره ده او له بلې خوا د ماشوم فزیکي سلامتیا هم ورسره تړلې ده.»

په افغانستان کې، په تېره بیا فاریاب کې د مناسبو روغتیايي بنسټونو او مشورتي خدماتو د کمښت او اقتصادي فقر له امله، امیندواره ښځې په ځانګړې توګه هغه چې لومړی ځل دا تجربه لري، له جدي ستونزو سره مخ دي.

د روغتیايي، تغذیې او پوهاوي خدماتو برابرول د دغو ستونزو د کمولو او د مېندو او ماشومانو د روغتیا د تضمین لپاره یو اغېزمن ګام شمېرل کیږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام