هلمند کې لسګونه میله وسلې او پوځي تجهیزات نیول شوي

د هلمند امنیتي چارواکي وايي، تېرې یوې میاشتې کې یې، ۹۸ میله وسلې او نظامي تجهیزات نیولي دي.

د هلمند امنیه قومنداني ترهګرۍ سره د
مبارزې مدیریت مسوولانو سلام‌وطندار ته وویل، دا وسلې او تجهیزات د لښکرګاه ښار ترڅنګ، د یوشمېر ولسوالیو په بېلابېلو سیمو کې د کشفي معلوماتو پربنسټ د عملیاتو پرمهال نیول شوي دي.

امیر خان متقي د قطر لومړي وزیر سره پر دوه اړخیزو مسایلو خبرې کړي

د قطر بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د دغه هېواد لومړي وزیر او بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن الثاني نن دوشنبه د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي سره لیدلي.
دغه لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په دوه اړخیزو همکاریو او د ګډو ګټو پر یو شمېر مسلو خبرې شوي دي.

امیرخان متقي: نړیوال دې د افغانانو لاسنیوي ته دوام ورکړي

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمُنشي مرستيال او د (اوچا) عمومي مشر ټام فليچر سره ليدلي.
دغه کتنه کې هغه غوښتنه وکړه چې د افغانانو لاسنيوي ته دوام ورکړل شي، مرستې لومړيتوبونو سره عيارې او په داسې ډول ولګول شي چې پر داخلي بازار، اقتصادي ودې او داخلي ظرفيتونو اوږدمهاله مثبت اغېز ولري.

امیرخان متقي د هندي استازي سره په سیمه‌ییزو تحولاتو خبرې کړي

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل پر اېکسپاڼه لیکلي چې د دغه وزارت سرپرست امیرخان متقي د هند بهرنیو چارو وزارت استازي او د افغانستان، ایران او پاکستان د څانګې مشر آنند پرکاش سره لیدلي.

دغه ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر دوه اړخیزو سیاسي اړیکو، سوداګرۍ، ټرانزیټ او وروستیو سیمه‌ییزو سیاسي حالاتو خبرې وشوې.

اسلامي امارت د ثور ۷مې کودتا غندلې او ۸مه یې تاریخي ورځ بللې

نن د ثور ۷مه پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د یرغل ۴۷مې کلیزې سره برابره ده.
اسلامي امارت د ثور ۷مې او ۸مې تاريخي ورځو په اړه خبرپاڼه کې ویلي، له نن څخه ۴۷ کاله وړاندې د ۱۳۵۷ کال د ثور په ۷مه د پخواني شوروي اتحاد لخوا د وخت حکومت په ضد نظامي کودتا وشوه او د مسلمان ملت پر حريم د تيري لپاره زمینه برابره شوه.

د سلام‌وطندار ارزونې؛ سیاسي مشارکت سره د ځوانانو لېوالتیا کمه شوې

په لسو ولایتونو کې له ۱۲ سیاسي شنونکو، ۵ د پوهنتون استادانو او ۲۰ ځوانانو سره چې تر دې وړاندې یې سیاسي فعالیتونه لرلي، د سلام‌وطندار د خبرو پایلې ښيي چې دې وروستیو کلونو کې د دغو ځوانانو سیاسي مشارکت د پام وړ کم شوی دی.
د دغو سیاسي شنونکو، د پوهنتون استادانو او ځوانانو ویلي چې دامهال د سیاست په حوزه کې فعالیت نه‌لري.

پر غزې د اسراییل بریدونه؛ ۶۰کسان وژل شوي چې ۱۲ د یوې کورنۍ غړي دي

د راپورونو پر اساس، له پنجشنبې سهار راهیسې په غزه کې له ۶۰ ډېر کسان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان دي.
د فلسطین روغتیايي کارکوونکو ویلي چې د اسراییل بریدونو کې د وژل شویو کسانو په ډله کې د غزې په شمال جبالیا کې د یوې کورنۍ ۱۲ غړي هم شامل دي.

امریکا د یمن پر پلازمینه ۹ او صعده ښار ۶ ځلې بمبار کړی

د یمن المسیره شبکې نن پنجشنبه راپور ورکړی چې د امریکا جنګي الوتکو تازه د دغه هېواد شمال ته صعده ښار کې پر «سهلین» سیمې ۶ ځلې بمبار کړی. یمني چارواکو ویلي چې د دغه هېواد پر اسمان اوس هم جنګي الوتکې ګرځي.

راپور کې ویل شوي چې امریکا د پلازمینې صنعا ښار په «براش او نقم» سیمو هم ۹ ځلې بمباري کړې ده.

امیرخان متقي: مسکو لپاره د سفیر په کچه ډيپلوماټ معرفي کوو

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل ویلي، د دغه وزارت سرپرست امیرخان متقي د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره لیدلي او پر دوو اړخیزو اړیکو او سیمه‌ییزو مسایلو یې خبرې کړي.
امیرخان متقي ویلي چې د افغانستان سرپرست حکومت به نږدې راتلونکې کې مسکو لپاره د سفیر په کچه ډيپلوماټ معرفي کړي.

غزه کې پر ښوونځي د اسراییل بمبار؛ ۱۰ کسان یې وژلي

د راپورونو پر اساس، اسراییلي ځواکونو د غزې پر بېلا بېلو سیمو بمبارۍ ته دوام ورکړی او تازه یې غزې ښار کې د ښوونځي پر یوه پناه ځای بمبار کړی دی.
راپورونو کې ویل شوي چې په دغه برید کې لږ تر لږه ۱۰ کسان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان دي.
ویل شوي چې په قربانیانو کې یو ماشوم هم شامل دی چې سوځېدلی دی.

هندي کشمیر کې پر سیلانیانو برید؛ ۲۶ کسان وژل شوي

د راپورونو پر اساس، وسله‌والو کسانو د سه‌شنبې پر ورځ د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې د سیلانیانو پر یوه ډله برید کړی.

دغه برید کې لږ تر لږه ۲۴ سیلانیان وژل شوي او ګڼ شمېر ټپیان دي.

دا په روان کال کې پر ملکیانو تر ټولو خونړی برید بلل شوی دی.