
د هغه کس کیسه چې غزه کې د خلکو تنده ماتوي
جمیل الکروبي له تېرو نهو ورځو راهیسې له خپلې نوې دندې سره څه نا څه بلد شوی دی.
نوموړی هره ورځ له لمرخاته سره سم د خپلې کورنۍ د اړتیاوو له برابرولو وروسته له خپل «خره» چې ده یې نوم پرې بادام اېښي، یوځای د غزې په خړو کوڅو کې پر خلکو د څښاک پاکې اوبه وېشي او تنده یې پرې ماتوي.














