امیرخان متقي د تهران په بلنه هغه هېواد ته روان شو

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د ایران حکومت په رسمي بلنه نن شنبه، غويي ۲۷مه هغه هېواد ته روان شوی دی.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ضیااحمد تکل پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې متقي د خپل ایراني سیال عباس عراقچي په بلنه هغه هېواد ته روان شوی او د تهران خبرو اترو فورم کې د ګډون ترڅنګ به ایراني چارواکو سره هم وویني.

ټرمپ د شیخ زاید جومات د لیدنې پرمهال د اسلامي فرهنګ ستاینه کړې

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د عربي متحده اماراتو په ابوظبي کې د «شیخ زاید جومات» ته ورغلی او هلته یې، د اسلامي فرهنګ ستاینه کړې ده.

نیویارک پوسټ نن جمعه، مې ۱۶مه په یوه راپور کې ویلي چې ټرمپ د عربي متحده اماراتو له ولیعهد خلدون خلیفه المبارک سره یوځای دغه جومات ته ورغلي وو.

د هغې مور کیسه چې د خپلو اولادونو لپاره د نورو کورونو کې کار کوي

د کابل ښار د «یک‌توت» سیمې د کور د انګړ په یوه کونج کې یوه ښځه له غم ډکه څېرې سره د تنور مخته ولاړه ده؛ داسې لکه د دې پروړاندې چې ستونزو او غمونو دیوال جوړ کړی.

هغه د تنور د ګرمولو لپاره د کاغذ او لرګیو څخه کار اخلي. یاده مېرمن اړه ده چې د نورو لپاره د ډوډۍ پخولو سره د خپلې کورنۍ لپاره یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړي. 

غزه کې له پرون راهیسې ۱۴۳ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی

غزه کې د اسراییلو د تازه بریدونو په لړ کې له پرون پنجشنبې راهیسې تر دې مهاله څه باندې ۱۴۳ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

الجزیرې خبري شبکې نن جمعه، مې ۱۶مه راپور ورکړی چې دغه بریدونه د غزې په بېلابېلو سیمو په ځانګړې توګه جبالیا کډوالو کمپ کې پر یوه روغتون شوي دي.

میدان‌وردګ کې څه باندې ۵۰۰ پولیس له زده‌کړو فارغ شول

د میدان‌وردګ محلي چارواکي وایي چې د کورنیو چارو وزارت اړوند د یاد ولایت د دښتي‌ټوپ د پولیسو له روزنیز مرکز څخه سلګونه کسان فارغ شول.

د دغه ولایت د امنیه قومنداني ویاند محمدیوسف اسرار سلام‌وطندار ته وویل، د دغه ولایت د ملي پولیسو له روزنیز او ښوونیز مرکز څخه په نهمه دوره کې ۵۴۳ کسان فارغ شول.

هند د اټومي انرژی نړیوال اژانس ته: د پاکستان د اټومي وسلو مسوولیت واخلئ

د هند دفاع وزیر رج‌نات سېنګ د اټومي انرژي نړیوال اژانس څخه غوښتنه کړې چې دغه اداره باید د پاکستان د اټومي وسلو مسوولیت پر غاړه واخلي.

سېنګ په هندي کشمیر کې خپلو سرتېرو ته د وینا پرمهال وویل: «ایا اټومي وسلې د یوه بې‌مسوولیته او سرکښ ملت په لاس کې خوندي دي؟ زه پر دې باوري یم چې د پاکستان اټومي وسلې باید د اټومي انرژي نړیوال اژانس تر څار او نظارت لاندې راشي.»

هرات کې یوه کارخونه د ورځې ۴۰۰ کولر تولیدوي

د هرات په صنعتي ښارګوټي کې د اوبو کولرو د تولید یوې کارخونې مسوولان وايي چې یادې کارخونه کې په ورځنۍ توګه څه باندې ۴۰۰ کولر تولید او بازار ته یې، وړاندې کوي.

د افغان ابتکار په نوم د یادې کارخونې رییس محمدیونس احمدي سلام‌وطندار ته وویل چې د یادې کارخونې پر جوړولو ۴۰ میلیونه افغانۍ پانګونه کړې او په وینا یې، شاوخوا ۳۰۰ کسانو ته یې، په‌کې په مستقیم او غیرمستقیمه توګه د کارکولو زمینه برابره کړې ده.

مسعود پزشکیان: ایران به هېڅ‌کله د امریکا ځورونو ته سر ټیټ نه‌کړي

د منځني ختیځ یوشمېر هېوادونو ته د سفر پرمهال د ایران په تړاو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څرګندونو ته په غبرګون کې د د دغه هېواد ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي چې ایران به هېڅ‌کله د ټرمپ ځورونو او نیوکو ته سرټیټ نه‌کړي.

د کېیف او مسکو مخامخ خبرې؛ روسي پلاوی استانبول ته ورسېد

د اوکراین او روسیې ترمنځ جګړې پای ته رسولو لپاره د مسکو مذاکراتي پلاوی استانبول ته رسېدلی دی.

د روسیې انټرفاکس رسنۍ راپور ورکړی چې د یاد هېواد ولسمشر ولادېمیر پوتین د مذاکراتي پلاوي په نوملړ کې نه‌لیدل کېږي. بل‌خوا کرملین وايي، پوتین بېګاه شپه ترکیې ته تلونکي پلاوي او نورو چارواکو سره د اوکراین سولې په تړاو خبرې کړې دي.

ډونالډ ټرمپ: ایران بختور دی چې د قطر امیر لري

نوموړي زیاته کړې: «ایران ډېر بختور دی چې د قطر امیر لري او د دوی لپاره جنګېږی. هغه نه غواړي چې موږ ایران ته ګوزار ورکړو. هغه «د قطر امیر» ډېر جنګېږي چې موږ پر ایران برید ونه‌کړو. ډېری خلک غواړي چې موږ بل لوري ته لاړ شو.» ټرمپ همداراز ویلي چې له ایران سره د اټومي وسلو په تړاو جدي خبرو باندې بوخت دي. ټرمپ نن له قطر د عربي متحده اماراتو پر لورې غوځېدلی دی.

خوست کې د «کوارتز» منرال نوی کان کشف شوی

د خوست محلي مسوولان وايي چې د یاد ولایت په شمل دوه منده ولسوال کې د کوارتز منرال کان کشف شوی دی.

د خوست ولایت مقام څخه په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ياد ولايت د کانونو رياست د انجینیري ډلې له لوري په شمل دوه منده ولسوالي کې د کوارتز منرال نوی کان کشف شوی دی.

روزا اوتنبایووا: افغانان جګړو ځپلې او باید لاسنیوی یې وشي

په افغانستان کې د ملګروملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایووا میدان‌وردګ ته د سفر پرمهال د دغه ولایت والي قاري بخیتار معاذ سربېره د یوشمېر ادارو له مسوولانو او په نرخ ولسوالي کې له روغتیايي مرکزونو څخه لیدنه کړې ده.