د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د عربي متحده اماراتو په ابوظبي کې د «شیخ زاید جومات» ته ورغلی او هلته یې، د اسلامي فرهنګ ستاینه کړې ده.
نیویارک پوسټ نن جمعه، مې ۱۶مه په یوه راپور کې ویلي چې ټرمپ د عربي متحده اماراتو له ولیعهد خلدون خلیفه المبارک سره یوځای دغه جومات ته ورغلي وو.
په راپور کې ویل شوي چې د ټرمپ په ورتګ سره، دغه جومات د یوې ورځې لپاره د لمونځکوونکو پرمخ تړل شوی و.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
ټرمپ د یاد جومات د لیدو پرمهال ویلي: «دا د نه منلو فرهنګ دی. ډېر ښکلی دی. دا زما او امریکا لپاره د ویاړ ځای دی. راځئ چې دا هېواد ته ډالۍ کړو؛ دا لوی درناوی دی. زه پر خپلو ملګرو ویاړم.»
ټرمپ منځني ختیځ ته خپل سفر پای ته ورساوه چې سعودي عربستان، قطر او عربي متحده اماراتو سره د یاد سفر پرمهال د میلیاردونو ډالرو هوکړهلیکونه لاسلیک کړ.