Asset 1SWN

میدان‌وردګ کې تر ځمکې لاندې ماینونو د شنډولو پروګرام پیل شو

f3026e23-8059-47c0-802c-0c58914df5ed

د میدان‌وردګ محلي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په مرکز میدانښار او لروپرتو ولسوالیو کې د ماین پاکي موسسو له لوري تر ځمکې لاندې ماینونو د شنډولو پروګرام پیل شوی دی.

د دغه ولایت له طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست ریيس مولوي فیض‌الله جلالي سلام‌وطندار ته وویل، د ایریا په نوم د ماین پاکۍ یوې موسسې له لوري په سیداباد، نرخ، جلرېز او جغتو ولسوالیو کې د پخوانیو جګړو څخه پاتې ماینونو او ناچاوده توکو د له‌منځه وړو پروګرام پیل شوی.

هغه همدارنګه زیاته کړه، په تېر یوه کال کې تر ځمکې لاندې ماینونو او ناچاوده توکو له امله په جغتو او سیداباد ولسوالیو کې ګڼ‌شمېر ماشومانو او مېرمنو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


جلالي د یاد ولایت له قومي مشرانو او علماو وغوښتل چې په خپلو ولسوالیو او کلیو کې د ماین پاکۍ له ټیمونو سره همکاري وکړي او هغه ناچاده توکي چې دوېته معلوم دې یاد ټيم ته یې په نښه او له مینځه یوسي.

هېره دې نه وي چې همدا تېرکال د میدان‌وردګ په سیداباد، جغتو، جلریز او میدانښار سیمو کې د ناچاوده توکو او ترځمکې لاندې ماینونو له امله ګن‌شمېر ماشومانو او لویانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام