Asset 1SWN

غزه کې له پرون راهیسې ۱۴۳ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی

gaza-city2-gty-ml-210517_1621255069011_hpMain

غزه کې د اسراییلو د تازه بریدونو په لړ کې له پرون پنجشنبې راهیسې تر دې مهاله څه باندې ۱۴۳ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

الجزیرې خبري شبکې نن جمعه، مې ۱۶مه راپور ورکړی چې دغه بریدونه د غزې په بېلابېلو سیمو په ځانګړې توګه جبالیا کډوالو کمپ کې پر یوه روغتون شوي دي.

په راپور کې ویل شوي چې  یوازې ۱۳ کسان د جبالیا کمپ یوه روغتیايي کلینیک کې د اسراییلو له لوري وژل شوي چې ماشومان هم په‌کې شامل دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


عیني شاهدانو همداراز الجزیرې ته ویلي چې د یاد کلینیک پورتني پوړ کې ناروغان ټوټه ټوټه شوي.

پر غزې د اسراییلو بریدونو کې تر دې مهاله څه باندې ۵۳زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او څه باندې ۱۱۹زره نور ټپیان دي.

همداراز د روانې جګړې له کبله زرګونه کورنۍ له خپلو مېنو بې‌ځایه شوي او د کډوالو په کمپونو کې تر خېمو لاندې ژوند کوي. اسراییلو په وروستیو بریدونو کې ډېری دغه کمپونه په نښه کړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام