د پکتیا د امنیت امر لطف الله کامران وایي، تېره شپه د روحانيبابا ولسوالۍ اړوند پر «نېکنام» پوستې موټربم برید شوی دی.
کامران وویل، دې برید کې ۲ ولسي پاڅونکوونکي وژل شوي او ۲ نور ټپیان دي.
د پکتیا د امنیت امر زیاتوي چې سیمه کې جګړه هم شوې او وسلهوالو طالبانو ته هم مرګژوبله اوښتې خو دقیق شمېر یې نهدی معلوم شوی.
تر اوسه د دې پېښې په اړه وسلهوالو طالبانو رسنیو ته څه نهدي ويلي.