بلخ کې یو شمېر سوداګرو د پانګوالو لپاره د لا ډېرو اسانتیاوو په رامنځ ته کولو ټینګار وکړ.

دغو سوداګرو نن (چهارشنبه، قوس ۲۶) بلخ کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې د نوي مشر ټاکلو غونډې پرمهال وویل، د ویزې ترلاسه کولو کې ستونزې او د مالیاتو او د برښنا لګښتونو راکمول د دوی پر وړاندې اصلي ننګونې دي.

دې سره، د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونې نوي مشر محمدابراهیم غضنفر د سوداګرو د ستونزو د حل او د هغوی لپاره د لا ډېرو اسانتیاوو رامنځته کولو ډاډ ورکړ او وې ویل، هېواد کې د پانګونې لپاره مناسب چاپېریال برابر شوی.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


ښاغلي غضنفر بهر کې له مېشتو افغان سوداګرو غوښتنه وکړه چې خپله پانګه هېواد ته را ولېږدوي او د ځوانانو لپاره د کارموندنې زمینه برابره کړي.

د بلخ ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر زیاته کړه چې هڅه کوي د افغان سوداګرو او د سیمې هېوادونو ترمنځ سوداګري او اقتصادي اړیکې وده کړي.

د هغه په وینا، د اقتصادي اړیکو پراختیا کولی شي د هېواد په وده او پرمختګ کې اغېزمن تمام شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام