د هرات ولايت محلي مسوولان وايي چې په دې ولايت کې د ۳ کسانو سوځول شوي جسدونه موندل شوي دي.
د ياد ولايت د امنيې قومندانۍ ویاند عبدالاحد وليزاده سلاموطندار ته وايي، دغه درې جسدونه چې یوه یې ښځه، یو ماشوم او بل یې نارینه دی، تېره شپه د انجیل ولسوالۍ «کهدستان» سیمه کې کشف شوي او حوزوي روغتون ته لېږدول شوي.
د نوموړي په وينا، لومړنۍ څېړنې ښيي چې دغه ۳ کسان په بل ځای کې وژل شوي دي او بيا يې جسدونه «کهدستان» سيمې ته راوړل شوي او سوځول شوي دي.
د هغه په وینا، دې برخه کې یې څېړنې دوام لري.
د هرات د عامې روغتیا رییس عبدالحکیم تمنا هم مني چې حوزوي روغتون ته ۳ سوځول شوي جسدونه وروړل شوي.
د نوموړي په وينا، په دې اړهد عدلي طب څېړنې پيل شوې دي.
د يادولو ده چې يوه مياشت وړاندې هم د هرات ښار اوومه ناحيه کې د دوه مېرمنو جسدونه موندل شوي وو.