Asset 1SWN

لوګر کې د پنځو ښوونځیو لپاره ودانۍ جوړې شوې

لوګر ښوونځي

لوګر د پوهنې ریاست مسوولان وايي، دغه ښوونځي د جاپان په مالي ملاتړ د دغه ولایت مرکز پل‌علم کې تېر یوه کال کې د شاوخوا ۵۰ میلیون افغانیو په مالي لګښت جوړ او نن ګټې اخېستنې ته وسپارل شول.

د لوګر پوهنې رییس مولوي عبدالرحمن حمیدي نن (سه‌شنبه، جوزا ۱۳) وویل، پرانېستل شویو ښوونځیو کې د بي‌بي عایشې‌ رض، پښتون‌آباد، ده‌مغلان، کمال‌خیل او د حاجي احمد جان ښوونځیو ودانۍ شاملې دي.

د هر ښوونځي ودانۍ شپږ درسي ټولګي، یوه اداري خونه، یوه تحویلخانه، د اوبو څاه، د لمریزې برښنا او اوبو منظم سیستمونه، د لاس ینځلو ځایونه، کانکریټي کثافت دانۍ او ۶ تشنابونه لري.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


پوهنې رئیس زیاته کړه، دغو ښوونځیو پخوا ودانۍ نه درلودې او زده‌کوونکي یې د سرپناه نشتون په دلی ډېرو سره مخ وو، خو د ودانیو په جوړېدو سره د سرپناه ستونزه یې هواره شوه او نږدې ۵ زره زده‌کوونکو ته د زده‌کړو ښوونیز چاپیریال برابر شو.

د پوهنې وزارت سرپرست حبیب‌الله اغا د دغو ښوونځیو پرانیست غونډې ته وویل، هڅه کوي لوګر کې هغو ښوونځیو ته هم ودانۍ جوړې کړي چې زده‌کوونکي یې دامهال ازاده فضا کې درس لولي.

هغه وویل، تېرو شاوخوا څلورو کلونو کې د لوګر په ګډون ټول هیواد کې د پوهنې برخه کې د پام وړ پرمختګونه او لاسته راوړنې لري.

لوګر کې داسې حال کې پنځه ښوونځيو ته ودانۍ جوړې شوې چې دامهال دغه ولایت کې شاوخوا ۷۰ ښوونځي ودانۍ نه لري او سل ښوونځي بیارغاونې ته اړتیا لري.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام