د پکتیکا مرکز ښرنه او ۱۴ ولسوالیو کې ۱۵ ښوونځیو ته نوې ودانۍ جوړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
د پکتيکا پوهنې رياست نن دوشنبه یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغو ۱۵ بابه ښوونځيو په جوړولو ۱۹۲ میلیون افغانۍ لګښت راغلی چې د جاپان خلکو په مالي مرسته او د يونيسف په مشارکت جوړ شوي دي.
خبرپاڼه کې د پوهنې وزارت سرپرست سید حبیب الله آغا په خبره ویل شوي چې د ودانیو د با کیفیته جوړولو ترڅنګ، د زدهکړو کیفیت لوړول اړین دي، ترڅو ټولنې ته مسلکي اشخاص وړاندې شي.
سید حبیب الله آغا ویلي: «زموږ هڅه یوازې دا نه ده چې ښوونځي جوړ کړو، بلکې موږ غواړو د ښوونې او روزنې کیفیت لوړ کړو، ښوونکي وروزو، درسي توکي برابر کړو او زدهکوونکو ته داسې چاپېریال برابر کړو چې له مخې یې ټولنه پرمختګ وکړي.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د پکتیکا د پوهنې رییس مولوي عبدالوکیل خالد هم وویل، د ښوونځیو د ودانيو په جوړېدو سره به د سرپناه برخه کې تر يوه بريده ستونزې حل شي.
هغه ويلي، د ښوونځیو دغه ودانۍ له نوي معیار سره جوړې شوي چې په کې درسي خونې، اداري دفترونه، تشنابونه او د پاکو اوبو او برښنا سیسټمونه شامل دي.
د يادو ښوونځیو د ګټې اخیستو مراستو کې کې د پکتیکا مرستیال والي مخدوم عبدالسلام سعادات بيا د پوهنې په برخه کې د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونیسف له مرستو مننه کړې او ويلي، يونيسف د پوهنې برخه کې ډېره همکاري کوي.
د پکتیکا یوشمېر اوسېدونکي او د زدهکوونکو کورنۍ د يادو ودانيو په جوړېدو خوښي څرګندوي او وايي، په دې سره به د سرپناه برخه کې ډېرې ستونزې حل شي.
د یادونې ده چې د پکتیکا په پنځو سرحدي ولسوالیو کې دامهال د ۱۱ نورو ښوونځیو او ديني مدارسو د ودانيو جوړولو چارې روانې دي.



