د عمر په ډېرېدو سره، د انسان په وجود کې بېلابېل ډوله فزیکي او روحي بدلونونه راڅرګندیږي چې ځينې دغه بدلونونه د جدي ناروغیو لامل کیږي. د هډوکو ورستېدل، د ملا ډیسک او د حافظې کمزورتیا د زړو ښځو ترمنځ عامو ناروغیو څخه شمېرل کیږي.
د ارتوپیدي برخې یوشمېر متخصصان وايي، هورموني تغییرات، ناسالمه تغذیه، د بدن روغتیا ته نهپام، سپورت نهکول او د وزن ډېرېدل هغه لاملونه دي چې د ډېر عمر پرمهال د هډوکو ورستېدو، د ملا ډیسک او د حافظې کمزوري کېدو لامل کیږي.
د ارتوپیدۍ ډاکټر ضیاءالدین ملکیار سلاموطندار سره د خبرو پرمهال وویل: ژنیتیکي بدلونونه په دغو ناروغیو د ډېر عمرلرونکو ښځو د اخته کېدو مهم لاملونه دي.
هغه وویل: «کومې ناروغۍ چې د ډېر عمر پرمهال د ښځو ترمنځ عام کیږي، ډېری یې د میتابولیزم او ژنیتیکي بدلونونو له امله دي. یوه ناروغۍ چې افغانستان کې ډېره عامه ده د هډوکو ورستېدل دي، بېلابېل عوامل لري چې تر ډولو مهم یې د ستروجن هورمون کمېدل دي. د مخنیوي لپاره یې باید د کلسیم او یټامین ډي کمېدو ته پام وکړو. یوګا او د وزن پورته کولو ورزش هم مهم دی.»
دغه ډاکټر همدارنګه وايي، ښځې کولی شي د التهال ضد خوړو په استفادې او دوامداره سپورت کولو سره، په دغو ناروغیو د اخته کېدو مخه ونیسي.
«د بدن وزن، ورزش، د کورکمن او کبانو په څېر د التهاب ضد خوړو مصرف د ارتروز په کنټرول کې مهم دي. هره کیلو وزن چې مونږ له لاسه ورکوو، څلور کیلو وزن له ملا او زنګنو کمیږي، لمر او سپورت باید د خپل ژوند برخه وګرځوو.»
ورته وخت کې ارواپوهه سویتا حبیبي وايي، رواني ستونزې، خفګان، د خوب اختلالات او د زړه تنګوالی ښځو کې د حافظې کمزوري کېدو لامل کیږي.
هغې سلاموطندار ته وویل: «کله چې یوه مور نور ماشوم نه زېږوي هغه مهال د ستروجن او پروجسترون سطحې کمېدل د مېرمنو پر رواني حالت منفي اغېز لري. ترڅنګ یې یو لامل هم د یوازیتوب احساس کوي دي چې ډېری ښځې انزوا سره مخ کیږي، ټولنه کې یې ارتباط کمیږي.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دغه ارواپوهه همدارنګه وايي، ژوند او سالمو ټولنیزو اړیکو کې د منظم پروګرام لرل کولی شي ښځې له دې څخه خوندي کړي، ترڅو حافظه یې کمزورې نهشي.
«دوی کولی شي یو منظم پروګرام ولري، ترڅو مخه یې ونیسي. خپلې ټولنیز اړیکې وساتي، کولی شي له خپلو دوستانو، خپلوانو او ارواپوهانو سره مشوره وکړي او مرسته ترلاسه کړي. د خوب اختلالات هم دي چې د عمر په ډېرېدو سره ښځې پرې اخته کیږي، د خوب اختلالات او د عقل زول د عمر په ډېرېدو سره رامنځ ته کیږي.»
ورته وخت کې د لوګر اوسېدونکې فوزیه چې څه مودې راهیسې د هډوکو ورستېدو په ناروغۍ اخته ده وايي، د ویټامین ډي کمېدل لامل شوي، څو د هډوکو درد یې زیات شي او د ورځنیو چارو په ترسره کولو کې پاتې راشي.
هغې وویل: «درې کاله کېږي چې د پښو درد لرم، ډاګټر ته ورغلې یم، وايي، د هډوکو ورستېدل لرې، ډېر فعالیت مه کوه. په څلور پښو مهکېنه، پلی تګ ډېر مه کوه. درمل کاروه. درمل چې کاروم ښه یم، چې نه یې کاروم، درد لري.»
۴۵کلنه راضیه وايي چې د ژوند ننګونو له امله پر رواني ناروغیو اخته ده. «دې وروستیو کلونو کې مې خاوند له لاسه ورکړ، اولادو ته مې چې وینم، ځورېږم، ډاګټر ته ورغلم، ویل یې، اندېښنه مه کوه او درمل ښه کاروه انشالله چې ښه کېږي.»
د ویلو ده چې دوامداره سترس، ژورخپګان او د ژوند ناسالم سبک کولای شي چې یو کس د هډوکو د ورستېدو پر ناروغي اخته کړي، د ملا ډسک او د هېرېد د ډېرېدو لامل شي. د خوارځواکۍ او ویټامین ډي، کلسیم کمښت او کم فزیکي فعالیت، په ځانګړې توګه مېرمنو کې د هډوکو ورستېدو لامل کېږي.


